خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

سعودي کې د چینايي ژبې زدکړه که ملنډې

“ګرانه ژبه ده،‌ څنګه به یې زدکوم؟”، “د راتلونکي ژبه”. دا د هغو زرګونو تبصرو اصلي ټکي دي چې د سعودي په تعلیمي نصاب کې د چینايي ژبې شاملولو په غبرګون کې لیکل شوي.

د “واس” رسمي خبري اژانس پر بنسټ، د روزنې وزارت “په ټولو تعلیمي پړاوونو کې د چینايي ژبې د زدکړې شاملولو هوډ کړی”.‌

دا پرېکړه چین ته د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان تر سفر وروسته وشوه چې په لړ کې یې له عربستان نه چین ته د چینايي ژبې د زدکړې لپاره د ښوونکو د استولو یوه هوکړه هم لاسلیک کړه.‌

پوښتنې او ملنډې

په خلیج کې پر خواله رسنیو دې خبر د کارنو لپاره یوه ګرمه موضوع شوه.

ځینې دغه ګام ته هرکلی ووایه او د چینایي ژبې زدکړه یې یو مثبت ګام بللی،‌ نورو بیا د سعودي محصل په مخ کې د نوي نصاب لپاره یوه ښه پیلامه وګڼله، او نورو بیا دا ګام له راتلونکې سره د ځان عیارولو په مانا اخیستی.

Leave a Reply