خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د افغانستان کرکټ بورد: کابل کې د کرکټ نوی معیاري لوبغالی جوړېږي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي په کابل کې د نوي معیاري لوبغالي لپاره ۶۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.

د بورډ ویاند فرید هوتک وائي: “د افغانستان د ولسمشر جلالتمآب اشرف غني د حکم پر بنسټ د کابل په الوخېلو سیمه کې د کرکټ د یوه معیاري لوبغالي د جوړېدو په موخه ۶۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوه چې د لومړنیو رسمي چارو تر بشپړېدو وروسته به‌ یې ډېر ژر رغنیزې چارې هم پیل شي.”

د بورډ په یوه اعلامیه کې راغلي چې دا لوبغالی به د ۳۵ زره ننداره‌چیانو د ځایېدو وړتیا ولري او په سرپټو او سرلوڅو اکاډمیو سربېره به د کورنیو او بهرنیو لوبغاړو لپاره پنځه ستوریز مېلمستون په ‌کې جوړېږي.