خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

ازاد بازار

(۹) برخه

د (ازاد بازار) عبارت له (ازار) او (بازار) څخه جوړی سوی دئ. د (ازار) په کلمه کي فاسدو اقتصادپوهانو (ز) سره کش کړې او شلولې ده، د دې شلولو په نتيجه کي له (ز) څخه (د) جوړ سوی او اوس يې خلک (ازاد) بولي، په اقتصادي اصطلاح کي بیا (ازاد بازار) هغه سيټم ته ويل کېږي چي د علي بابا په مشرۍ څلوېښت غله د ملي اقتصاد پر ټولو سترو سرچينو قبضه ولګوي. دا غله ماښام سره راټولېږي د ملت غوښي، هډوکي او وينه سره وېشي، لوړپوړو چارواکو ته ونډه ورکوي او د چا بيا غوږونه ورپېچي، خو سهار په درواغو ځانونه سيالان بولي. دا سيالي د فيلانو قافله هم بلل کېږي، واړه پانګه وال او سوداګر لکه مېږيان تر پښو لاندي کوي او يا يې دې ته اړباسي چي له اقتصادي صحنې څخه وتښتي، دوی وروسته د اقتصاد تر څنګ د حکومت درې قوي هم سره شلوي، دا درې واړه قوې که څه هم د علي بابا په مشرۍ کار کوي، خو د ملت د غولولو لپاره هره قوه ځان خپلواکه بولي!؟

 

ليكوال: عبدالنافع همت