خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

کرنې وزارت: روان کال کې د وریجو کرکېله او حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوي

د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، روان کال په هېواد کې د وریجو کرکېله او حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوي دي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي وائي، چې تېرکال د وریجو حاصلات ۳۸۳ زره مټریک ټنه وو، خو د نوې سروې د راپور پر بنسټ، روان کال د ۵۷ زره ټنو په زیاتوالي سره دغه حاصلات ۴۴۰ زره مټریک ټنو ته رسېدلي دي.

نوموړي وویل، تېرکال د هېواد د شولې کروندې ۱۲۸ زره هکټاره وې، په داسې حال کې چې د نوې سروې پر اساس، سږکال د شولې کروندې د ۱۹.۵ زره هکټارو په زیاتوالي سره، ۱۴۷.۵ هکټارو ته رسېدلي دي.

د کرنې وزارت وايي، په هېواد کې د وریجو کرکېله او حاصلات د ۱۳۹۸یم کال په پرتله په ۱۳۹۹یم کال کې نږدې ۱۵ سلنه زیات شوي دي.

د تاریخ بېلابېلو بابونو کې ځيني کسان فاتحان یادیږي او ځيني نور هېر شوي بيا بېرته صحنې ته حاضر او د وخت برخليک ټاکونکی محور جوړیږي نو هغه د دغسې جنګياليو د تورو او اسپو د پښو خرپا غواړي.

هو د چا په خوښ وي يا نه، خو طا لبان نیکمرغه دي چې داسې قام، ملت او جنګيالي یې درلودل چې نن ورځ یې ټوله نړۍ ځانته ګوته په غاښ او لويه حماسه یې په خپل نوم ثبت کړه.