قومي مشر
(۸) برخه
د (قومي مشر) عبارت له (قومي) او (شر) څخه جوړ سوی، خو پردیو د (شر) په سر کي (م) ورزيات کړی او (مشر) يې ځني جوړ کړی دئ. په اصطلاح کي بيا هغه بې سواده دوکاندار او دلال ته ويل کېږي چي بېوزله قوم يې په ولسوالیو کي پاته وي، خو دی له اولادونو سره يو ځای په کابل کي شاهانه ژوند لري، سهار چای په بهرني سفارت کي، د غرمې ډوډۍ په يوناما او ماښام ډوډۍ په ارگ کي خوري، يوازي د انتخاباتو پر وخت يې عقل کار پيل کوي، ورسره سم يې د جېبونو خولې هم خلاصېږي، ملي سرود ته ولاړېدل ګناه بولي، خو د خپلي (اين، جي، او) لپاره بيا د هرې بهرنۍ ادارې دروازه ټکول شرم نه بولي، کله چي څوک له وطن او کلي څخه د یو کار لپاره زنګ ورته راووهي، نو دی يې موبايل بند کړي او بيا له ځانه سره د ګلناربېګم دا سندره زمزمه کړي:
نه درځي په لاس زلفي زما
رسوا به شې …
ليكوال: عبدالنافع همت