خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د ۲۰۲۱ کال تر نیمايي به افغانستان ته د کورونا وېروس واکسین ورسېږي

داسې اټکل کېږي چې د ۲۰۲۲ کال تر پایه به د افغانستان څلوېښت سلنه وګړي کورونا واکسین ته لاسرسی ولري.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي، د کورونا وېروس د واکسین لومړۍ محموله به د ۲۰۲۱ کال تر نیمايي (تر راتلونکو اوو میاشتو) افغانستان ته ورسېږي.

په لومړي پړاو کې به هغو درې سلنه وګړو ته د کورونا واکسین ورکړل شي، چې ناوړه وضعیت کې وي.

اټکل شوی چې د ۲۰۲۲ کال تر پایه به د افغانستان څلوېښت سلنه وګړي کورونا واکسین ته لاسرسی ولري.

عامې رورغتیا وزارت وايي، د واکسین نړیوالې ټلولنې او نړیوال بانک ژمنه کړې چې دغه واکسین افغانستان ته ورکړي.

د ولسمشر او اړوندو روغتیايي چارواکو ترمنځ لومړنۍ ناسته کې- روغتیا وزارت ځینې سپارښتنې وکړې، چې له مخې به یې د ودونو سالونونو، حمامونو، ورزش ځایونو او د فاتحې اخیستو د ځایونو په اړه محدودیتونه لګول کېږي.

ولسمشر په هېواد کې د کورونا وېروس د دویمې څپې د مدیریت چارې پخپل لاس کې اخیستې دي؛ ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مني چې هېواد کې په کورونا د اخته کسانو او له دې د مړینې کچه ډېره شوې ده.

ولسمشر محمد اشرف غني به له روغتیايي چارواکو سره د کورونا وېروس د دویمې څپې د مدیریت لپاره اونۍ کې دوه ځله (یکشنبه او چارشنبه) ناستې ولري.

دغه وزارت یوځل بیا له خلکو غوښتي چې روغتیايي سپارښتنو ته، په تېره ماسک کارولو ته جدي پاملرنه وکړي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور وايي، په وزارت کې د کړکېچ د مدیریت لپاره یو مرکز هم جوړ شوی دی: “دغه مرکز به څلورویشت ساعته فعال وي. زموږ همکاران به په اته ساعته شیفټونو کې کار کوي. دا مرکز ددې لپاره جوړ شوی چې د کورونا دویم پړاو پرمهال خلکو ته ښه رسیدګي وکړای شو.”

د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کورونا وېروس ۱۷۷ نور کسان اخته شوي او ۱۳ کسان مړه شوي دي.

ددغه وزارت د سروې له مخې، چې د هېواد یوازې ۳۳ سلنه وګړي ماسک کاروي، که ۹۵ سلنه وګړي ماسکونه واغوندي، کورونا وېروس کنټرولېدلی شي.