خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

له انګریزي څخه د قران شریف د (طه) سورت د لومړیو ۴۰ ایاتونو پښتو ژباړه

د قران شریف انګریزي ترجمه مي کتل، یو ملګری راته راغئ، ویل یې انګریزي ترجمه یې هم داسي سخته ده لکه پښتو، چي سړی یې په مفهوم نه پوهیږئ؟ ما ورته وویل، انګریزي ترجمه یې بیخي اسانه او سړی بیخي په اسانۍ په پوهیږي. کور کي مي مور راته ویل، زویه د قران شریف تفسیر مي په ږغ کي پیدا کړ، ځکه چي په لیکلنۍ ژباړه مي یې سر نه خلاصیدئ. د مور ددې خبري وروسته ولاړ سوم، د قران شریف د انګریزي ژباړي څخه مي یې پښتو ته پیل وکړ. په دو ساعتونو کي مي د (طه سورې) څلوېښت ایاتونه ترجمه کړل. له دې ترجمې څخه مي هدف یوازي او یوازي خلکو ته د قران شریف اسانه او د فهمه ډکې ترجمې برابرول دي، تر څو د قران شریف ژباړه د ملایانو د تحت لفظي ژباړي او عربي ژبي له تاثیره راووځي. زه د ټولو دوستانو او ملګرو څخه هیله کوم، چي پدې لاره کي زما سره مرسته وکړي، او نیمګړتیاو ته مو متوجه کړي. زه نه دیني عالم یم، نه دا زما مسلک دئ بلکي د وچي مجبورئ څخه مي دې کار ته زړه ښه کړئ.

په درنښت

ولي نوري.

۲۰ مې ۲۰۲۰

طه سورت

بسم الله الرحمن الرحيم

۱– طه

د (طه) معنی یوازي الله ج ته معلومه ده.

۲–مَا أَنْزَلْنَا عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لِتَشْقَى

موږ (الله) دا قران ددې لپاره نه دئ نازل کړی، چي تاسو (محمد) په تکلیف سئ.

۳–إِلَّا تَذْكِرَةً لِمَنْ يَخْشَى

مګر دا (قران) د هغه چا لپاره یادونه ده، چي د (الله) څخه بېره لري.

۴– تَنْزِيلًا مِمَّنْ خَلَقَ الْأَرْضَ وَالسَّمَاوَاتِ الْعُلَى

د هغه (الله) د لوري نازل سوی دئ، چي مځکه او لوړ اسمانونه یې پیدا کړي دي.

۵– الرَّحْمَنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَى

هغه (الله) ډېر مهربان او پر عرش استوا دئ.

۶– لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا وَمَا تَحْتَ الثَّرَى

(الله) د هغو ټولو شیانو مالک دئ، چي په اسمانونو کي دي، د اسمانونو او مځکي  تر منځ دي او تر مځکي لاندي دي.

۷– وَإِنْ تَجْهَرْ بِالْقَوْلِ فَإِنَّهُ يَعْلَمُ السِّرَّ وَأَخْفَى

که تاسو په لوړ اواز خبره وکړئ، نو هغه (الله) په پټه او بیخي پټه خبره هم خبر دئ.

۸– اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ لَهُ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَى

اصلي رب (الله)  دئ، دده پرته بل څوک د عبادت لایق نسته او دی (الله) د ښو نومونو خاوند دئ.

۹– وَهَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ مُوسَى

ایا تاسو ته د موسی ع کیسه در رسېدلې ده؟

۱۰– إِذْ رَأَى نَارًا فَقَالَ لِأَهْلِهِ امْكُثُوا إِنِّي آنَسْتُ نَارًا لَعَلِّي آتِيكُمْ مِنْهَا بِقَبَسٍ أَوْ أَجِدُ عَلَى النَّارِ هُدًى

کله چي موسي ع اور ولید، خپلي کورنۍ ته یې وویل، تاسو دلي انتظار وکړئ، ما اور ولیدئ، زه به یو سه اور راوړم او یا کېدای سي په هغه سره لاره پیدا کړم.

۱۱– فَلَمَّا أَتَاهَا نُودِيَ يَا مُوسَى

کله چي اور ته راغئ، موږ (الله) اواز ورته وکړئ، چي اې موسی!

۱۲– إِنِّي أَنَا رَبُّكَ فَاخْلَعْ نَعْلَيْكَ إِنَّكَ بِالْوَادِ الْمُقَدَّسِ طُوًى

بېله شکه، زه ستاسو رب یم، خپلي څپلي دي وکاږه، ځکه چي تاسو د طوی په سپیڅلي دره کي یاست.

۱۳– وَأَنَا اخْتَرْتُكَ فَاسْتَمِعْ لِمَا يُوحَى

او ما (الله) تاسو رسول غوره کړي یاست، نو غوږ ونیسه هغه (وحو) څه ته چي تاسو ته ویل کیږي.

۱۴– إِنَّنِي أَنَا اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدْنِي وَأَقِمِ الصَّلَاةَ لِذِكْرِي

بېله شکه زه الله یم، هغه الله چي بېله ما څخه بل څوک د عبادت لایق نسته، نو زما عبادت کوه او زما د یادښت لپاره لمونځ کوه.

۱۵– إِنَّ السَّاعَةَ آتِيَةٌ أَكَادُ أُخْفِيهَا لِتُجْزَى كُلُّ نَفْسٍ بِمَا تَسْعَى

د قیامت ورځ خامخا راتلونکي ده او زه (الله) د هغې نېټه پټه ساتل غواړم، ددې لپاره، چي هر کس د خپل عمل سزا وویني.

۱۶– فَلَا يَصُدَّنَّكَ عَنْهَا مَنْ لَا يُؤْمِنُ بِهَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ فَتَرْدَى

هغه څوک چي د (قیامت) پر ورځ ایمان نه لري، او د خپل نفس تابعداري کوي، تاسو (موسي) دي پر دې ورځي د ایمان د نه راوړلو سبب نه کیږي، که نه نو تاسو به هلاک سئ.

۱۷– وَمَا تِلْكَ بِيَمِينِكَ يَا مُوسَى

اې موسی! دا ستاسو په ښي لاس کي څه شی دئ؟

۱۸– قَالَ هِيَ عَصَايَ أَتَوَكَّأُ عَلَيْهَا وَأَهُشُّ بِهَا عَلَى غَنَمِي وَلِيَ فِيهَا مَآرِبُ أُخْرَى

موسی ع ورته وویل: دا زما لکړه ده، چي زه تکیه پر کوم، د پسو لپاره پاڼي په را ټکوهم او نور کارونه هم په کوم.

۱۹– قَالَ أَلْقِهَا يَا مُوسَى

الله ج ورته و فرمایل: اې موسی! لکړه دي وغورځوه.

۲۰– فَأَلْقَاهَا فَإِذَا هِيَ حَيَّةٌ تَسْعَى

کله، چي موسی ع لکړه وغورځول ناببره هغه یو خوځنده مار سو.

۲۱– قَالَ خُذْهَا وَلَا تَخَفْ سَنُعِيدُهَا سِيرَتَهَا الْأُولَى

الله ج ورته و فرمایل: لکړه دي ونیسه او مه بېرېږه موږ (الله) به یې بیرته هغه پخواني حالت ته راوګرځو.

۲۲– وَاضْمُمْ يَدَكَ إِلَى جَنَاحِكَ تَخْرُجْ بَيْضَاءَ مِنْ غَيْرِ سُوءٍ آيَةً أُخْرَى

او په خپل ګرېوان دي لاس دننه کړه، بېله کومه تکلیفه (ناروغۍ) به سپین (روښانه) راووځي.

۲۳– لِنُرِيَكَ مِنْ آيَاتِنَا الْكُبْرَى

دا ددې لپاره چي موږ تاسو ته د خپلو نښانو څخه ځیني لویې نښانې در وښویو.

۲۴– اذْهَبْ إِلَى فِرْعَوْنَ إِنَّهُ طَغَى

فرعون ته ورسه هغه سرکښي کړې ده.

۲۵– قَالَ رَبِّ اشْرَحْ لِي صَدْرِي

موسی ع  وویل: اې زما ربه زما سینه را خلاصه کړه.

۲۶– وَيَسِّرْ لِي أَمْرِي

او زما کار ماته اسانه کړه.

۲۷– وَاحْلُلْ عُقْدَةً مِنْ لِسَانِي

او زما د ژبي غوټه خلاصه کړه.

۲۸– يَفْقَهُوا قَوْلِي

څو خلک زما په خبره پوه سي.

۲۹– وَاجْعَلْ لِي وَزِيرًا مِنْ أَهْلِي

او زما د کورنۍ څخه یو زما مرستیال کړه.

۳۰– هَارُونَ أَخِي

هارون، زما ورور.

۳۱– اشْدُدْ بِهِ أَزْرِي

په ده (هارون) سره زما قوت زیات کړه.

۳۲– وَأَشْرِكْهُ فِي أَمْرِي

او هغه زما په کارونو کي زما سره شریک کړه.

۳۳– كَيْ نُسَبِّحَكَ كَثِيرًا

تر څو موږ ستا (الله) تسبیح ډېر ووایو.

۳۴–وَنَذْكُرَكَ كَثِيرًا

او ستا (الله) ذکر ډېر وکړو.

۳۵– إِنَّكَ كُنْتَ بِنَا بَصِيرًا

په حقیقت سره تاسو (الله) زموږ د حال ډېر ښه لیدونکی یاست.

۳۶– قَالَ قَدْ أُوتِيتَ سُؤْلَكَ يَا مُوسَى

الله ج و فرمایل: اې موسی! څه چي تاسو غوښتل هغه در کړل سول.

۳۷– وَلَقَدْ مَنَنَّا عَلَيْكَ مَرَّةً أُخْرَى

او موږ (الله) یو ځل بل هم پر تاسو احسان کړی و.

۳۸– إِذْ أَوْحَيْنَا إِلَى أُمِّكَ مَا يُوحَى

موږ (الله) ستاسو مور ته په زړه کي ور واچول (وپوهول).

۳۹–أَنِ اقْذِفِيهِ فِي التَّابُوتِ فَاقْذِفِيهِ فِي الْيَمِّ فَلْيُلْقِهِ الْيَمُّ بِالسَّاحِلِ يَأْخُذْهُ عَدُوٌّ لِي وَعَدُوٌّ لَهُ وَأَلْقَيْتُ عَلَيْكَ مَحَبَّةً مِنِّي وَلِتُصْنَعَ عَلَى عَيْنِي

داسي، چي کوچنی (موسي) په صندوق کي واچوه، صندق رود ته وغورځوه، صندق به رود غاړي ته راوړي، صندوق به داسي څوک را واخلي چي هغه به زما (الله) او کوچني (موسي) دښمن وي. ما پر تاسو (موسي) خپل محبت واچاوه، تر څو زما تر څارني لاندي لوی سې.

۴۰–إِذْ تَمْشِي أُخْتُكَ فَتَقُولُ هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَى مَنْ يَكْفُلُهُ فَرَجَعْنَاكَ إِلَى أُمِّكَ كَيْ تَقَرَّ عَيْنُهَا وَلَا تَحْزَنَ وَقَتَلْتَ نَفْسًا فَنَجَّيْنَاكَ مِنَ الْغَمِّ وَفَتَنَّاكَ فُتُونًا فَلَبِثْتَ سِنِينَ فِي أَهْلِ مَدْيَنَ ثُمَّ جِئْتَ عَلَى قَدَرٍ يَا مُوسَى

کله چي ستا خور د صندق سره (د رود پر غاړه) تګ کاوه، دې ورته وویل: زه داسي څوک در وښویم چي دده (موسی) روزنه وکړي؟ موږ ته (موسي) بیرته خپلي مور ته راوستلې تر څو د هغې سترګي په تا یخي سي او غم ونه کړي. تاسو (موسي) یو کس وواژه خو موږ ته د هغه د سزا څخه خلاص کړې، او موږ (الله) په سختو امتحانونو و ازمویلې، بیا تاسو څونه کلونه د مدین له خلکو سره تېر کړل او اوس ته (موسی) بیرته دلته راغلې.