خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

پاکستان په اسيا کي دوهم هغه هيواد دی، چي د اېچ ای وي (اېډز) زيات مريضان لري.

د پاکستان سند ايالات د لړکانه ښار کي ۸۰۰ کسان د اېج ای وي په مرض اخته سوي دی. د دې مريضام ۸۰٪ اتيا سلنه تر ۱۵ کلنو د کم عمر ماشومان دی چي د زياتو عمرونه یې تر ۵ کلنو کم ښودل سوی دی.

 

د دغو مريضانو څخه ۳۹۶ تنو ته يې د علاج لپاره درمل ور کول کيږي.
د يوه خبره له مخي په ۲۰۱۷ کال د پاکستان په مختلفو سيم تر ۲۰۰۰۰ شلو زرو تنو زيات نوي کسان په ياد مرض اخته سوي دي.
له دغه سروې وروسته و ښودل سوه، چي پاکستان د اسيا په کچه دوهم هغه هيواد دی، چي د اېچ ای وي مرض ورته تر بلي پکښي په ډېرېدو دی.

تحقيقاتو ښودلې ده، چي د سلمانيو له اوزارو، د يوه پېچکاري څو ځله استعمال او د نامشروع بې باکه اړيکو له وجي ياد مرض په پاکستان کي ورځ تر بلي مخ په ډېرېدو دی.

د دغه مرض د له منځه وړلو تر ټولو ښه طريقه عامه پوهاوی بلل سوی دی.
يوه بله تر ټولو ستره ننګونه د يو مريض د کورني بې خبري ښوول سوې ده، چي د کورنۍ غړي او مريض په دې نه پوهيږي، چي اړيکو يې بايد څه ډول و ساتل سي.

په ‌ډيرو مواردو کي د اېج ای وي د مريض له حاله څوک نه وي خبر او بيا چي کله خبر سي د مريض سره سخت بد چلند کوي.

د ملګرو ملتونو هغه اداره چي د اېج ای وي د مخ نيوي لپاره مبارزه کوي، وايي ماشومان په ډېر اسانه په ياد مرض اخته کيږي، موږ کوشش کوو، چي د دې فاجعه مخه ژر تر ژره و نيسو.
يونيسيف او نوري نړيوالي ادارې کوشش کوي، چي د علمي قدرنو او مذهبي مشرانو په مرسته خلګ د اېچ ای وي له خطرونو خبر کړي.

دوی وخت پر وخت د ټولني و مختلفو کسانو ته کورسونه برابروي ترڅو د ياد مرض مخه و نيسي.
همدا ډول د رسنيو کارکونکي هم و یاد کمپاين ته رابولي ترڅو د دوي سره په ګټه د ياد مرض په مخ نيوي کي وسره مرسته وکړئ.

امريکا ږغ اوردو
ژباړه: عبدالعلي افغان