خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د طالبانو او افغان کمونسټیانو تر منځ جالب مشابهتونه!

لیکوال: اکبر کاکړ

۱

کمونیسټیانو د روسیې په خوله د کمونیزم د نظریې لپاره د هیواد جوړ نظام ړنګ کړ، خو طالبانو بیا په ظاهره د یو وران حالت د سمولو لپاره د اخوانیزم تر نظر یې لاندي د پاکستان او غرب د ګټو  ساتلو لپاره را پورته سول.

۲

کمونیسټیانو اکثرو په شورویې اتحاد کي د زده کړو پر مهال یا په شوروي اتحاد کي د روزل سو استادانو څخه د کمونیزم د نظریې څخه متاثر سوی ول او طالبان بیا په پاکستاني مدرسو کي د زده کړو او یا په وطن دننه کي د هغو استادانو تر اغیزي لاندي راغلي ول/دی، چي ځان به یې حقانیې مدرسې ته منسوباوه.

۳

د کمونیسټیانو جنګي ماشین په پښتنو چلېده او د طالبانو هم همدا حال دئ.

۴

د کمونیزم تر ړنګېدو وروسته اکثرو کمونیسټیانو په شوروي اتحاد او یا د هغه په خودمختاره مجهوریتونو کي پناه واخیستل او طالبان بیا د خپل نظام تر سقوط وروسته په پاکستان کي مېشت سول.

۵

د کمونیسټیانو ولسمشر حفیظ الله امین د دوی په حضور کي روسانو وواژه، کارمل یې مشر ورته وټاکه او د طالبانو مشر ملا عمر پاکستانیانو مړ کړ، ملا منصور یې په ډرون وواژه او مولوی هیبت الله یې نوی مشر ورته وټاکه.

۶

کمونیسټیانو افغانستان په خپلو درنو وسلو او الوتکو افغانستان لوټي لوټي کړ خو د خپل سرباز په تنخوا کي یې خیانت نه کاوه، او رشوت یې نه اخیسته، خو کله چي یې نظام ړنګ سو په بهر هیوادونو کي یې بېله غربه د غربت ژوند تېراوه او طالبانو هم رشوت او فساد نه کاوه او د نظام تر سقوط وروسته یې په پاکستان کي د بېچاره ګۍ شپې  و ورځي سبا کولې/کوی.

۷

د کمونیسټیانو ولسمشر ببرک کارمل د اناهیتا راتبزاد سره غیر مشروع جنسي اړیکي لرلې او د طالبانو مشر ملا عمر له هغي نجلۍ سره واده وکړ، چي بل کس ته کوزده سوې وه او دی پر مین و.

۸

کمونیسټیانو خپل ټول مخالفین بېله محکمې چي اکثره پر وطن مین، علما، سیاسیون، بیروکراتان، خانان، ملکان او د ټولني نور مخور او منورین  وژل او یوازي د تره کي په یو کال او څلور نیمو میاشتو دوره کي یې د کابل په فلیګون کي ۱۸۰۰۰ کسان ووژل او طالبانو تر دا مهاله پر کوم افغان منور، معلم، خان، مامور، ملک او نورو  ګټه رسوونکو افغانانو سرفه نه ده کړې.

۹

کمونیسټیانو د افغانستان مشروع ولسمشر سردار محمد داود خان د خپلي ټولي کورنۍ سره په شهادت ورساوه او طالبانو ډاکټر نجیب او د هغه ورور د کابل تر نیولو وروسته په دار کړل.

۱۰

کمونیسټیانو د روسانو په مرسته د عام وژني او عام ورانوني تر چتر لاندي د هیواد ۵ ملیونه افغانان د خپل هیواد پرېښولو ته مجبور کړل او وطن یې لوټي لوټي کړ، طالبانو بیا د دوی د نظام پر مهال د هیواد په شمال او مرکزي سیمو کي افغانان د پنجابیانو د پلان پر اساس ډله یزو مهاجرتونو او هم اوس په جنوب کي د خپلو کورونو پرېښولو ته مجبور کړل/کوی.

۱۱

کمونیسټیانو ته هم بېله دوی بل څوک سړی نه معلومېدئ او طالبانو ته بېله دوی بل څوک مسلمان نه ښکاري.

۱۲

د کمونیسټیانو مشران روسانو د ۷ ثور تر کودتا مخکي د حکومت له ويري په تابوتونو، د خپلو عسکرو په جامو او نورو لارو کي له افغانستان څخه وایستل او پاکستان د طالبانو ډېر مشران، چي په کندز کي د دوی د حکومت د ړنګېدو پر مهال د پاکستاني ځانګړو ځواکونو سره کلابند ول د خاصو الوتکو له لاري له کندز څخه وایستل.

۱۳

کمونیسټیان د خپلو مشر حفیظ الله امین په وژلو د خپلو روسیې بادارانو په مقابل کي ونه درېدل او همدا شان طالبان هم د ملا عمر او ملا منصور د وژل کېدو په مقابل پاکستان ته ونه درېدل.

۱۴

کمونیسټیانو شراب ډېر څښل او طالبان شلومبې ډېري څښي.

۱۵

کمونیسټیانو پر افغانستان کمونیزم تپه او طالبان پر افغانستان تور ذهنیت.

۱۶

کمونیسټیان د امپرالیزم سرسختي (غرب) دښمنان ول او کله چي یې نظام ړنګ سو اکثرو یې په غرب کي پنا واخیستل ،طالبانو هم همدا شان، خو اوس یې د غربیانو سره یارانه ښه ګرمه ده او غرب ته تګ راتګ کوي او اډې یې ورساتي.

۱۷

د کمونیسټیانو هر شی سور و او د طالبانو هر شی سپین دئ.

 ۱۸

کمونیسټیانو کمونیزم ته تر وطن او خلکو ترجیح ورکول او طالبان اخوانیزم ته تر هر شي ور تېر دي.

د خیسور نوټ: په خیسور کي خپرېدونکي مقالې په لیکلوال پوري اړه لري.