خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

کادري سياست

(10) برخه

 

د (کادري سياست) عبارت له (قادري) او (سياست) څخه جوړ سوی دئ، څرنګه چي په وروستيو وختونو کي هر څه د انګرېزي ژبو په لاس کي دي، ستونزه دا ده چي په انګرېزي ژبه کي د (ق) تلفظ نسته، ځکه نو (ق) په (ک) اوښتی دئ او له (قادري) څخه (کادري) جوړ سوی دئ، قادري سياست ياني د چا چي په څه قدرت رسېږي بس هغه کوي، پوښتنه او قانون نسته. ځيني سیاستپوهان بيا کادري سياست د کونډي د دوو غويو کيسه بولي چي يو ووت نه او بل ننووت نه، له همدې امله په غوجله کي دننه غویی له لوږي مړ سو او دباندي غویی بيا له يخنۍ څخه مړ سو، نو په لنډ ډول ويلای سو چي کادري سياست هغه طرحه ده چي بوډاګان په ادارو کي په چوکيو پوري کلک سریښ وي او له دولتي ادارو څخه يې يوازي مړي راوزي، ځوانانو ته بيا په دې پلمه کار نه ورکول کېږي چي هغوی کاري تجربه نه لري، په دې ډول ځوانان له دفتر څخه دباندي زاړه سي او زاړه بيا په دفترونو کي خوړين او مړه سي!؟

 

ليكوال: عبدالنافع همت