قاسم جان: نه تکرارېدونکي اتل!
لیکوال: ولي نوري
قاسم جان د کندهار هغه ځلانده ستوری و، چي کیدای سي په پیړیو کي هم د هغه ساری پیدا نه سي. هغه ښه فوټبالر و، ښه ملګری و، بې نهایته خراباتي او نامي و، او تر دې ور اخوا یې خورا ظریفه او طنزیه طبعه لرله چي په کوم مجلس کي به دی حاضر و د هغه مجلس د کټ کټ خندا ږغ به تر لیري ځایه اورېدل کیدئ. زه د سپورټ خبریال او یا لیکوال نه یم خو د مجبورۍ او د یوه انډیوال د حق د ادا کولو په خاطر چي زما په ذهن کي د قاسم جان په اړه څه سته هغه دلته ستاسو سره شریکوم.
زه د کندهار د فوټبال سره په خورا کوچنیوالي اشنا سوم. هغه وخت د کندهار اوسنی غازي لوبغالۍ کنډواله و او د کندهار فوټبالرانو به لوبي د کندهار میخانیکي لېسې په لوبغالي کي کولې. هغه وخت د افغان، اریا، مسلم، میوند، ځوانان، پامیر، اتفاق مشهوره لوبډلي وې خو دا اخیري درې یې چي د قاسم جان د اتفاق لوبډله پکي راځي یې د سر لوبډلي وې.
په اغلب ګمان ۱۹۹۳ م کال به و د پامیر او ځوانانو ټیمونه د کندهار د ولایتي سیالیو فاینل لوبه کي د ځوانانو ټیم تر لوبي مخکي سپیني کوتري په هوا کي ایله کړې او په همدې ورځ د کندهار ولایتي سیالیو پایلوبه پامیر لوبډلي وګټله او د ځوانانو ټیم تر دغه ماتي وروسته بیا هیڅکله هغه خپل پخواني برم ته ونه رسیدئ، چي پدې سره به نو د کندهار د ولایتي سیالیو فاینل لوبي د پامیر او اتفاق د لوبډلو تر منځ وې خو زیات ګټونکي به یې پامیر لوبډله وه. زه خپله د پامیر لوبډلي عاشق وم خو د لوبغاړي په صفت نو د قاسم جان ځای زما په زړه کي بل چا نه سوای نیولای.
زما او د قاسم جان یارانه:
د طالبانو په لومړۍ دوره کي ما د کندهار ښار په شهیدانو چوک کي د (یونیورسل کمپیوټر زده کړو) په نامه یو مرکز درلودئ. د زده کړو تر څنګ دا مرکز زموږ د ادبي ملګرو د راټولېدو ځای هم و. دلته به موږ په فارغه وخت کي په کمپیوټر کي ګیمونه هم کول چي یو په هغو کي د فیفا د فوټبال ګیم هم و. په هغه وخت کي چي طالبانو ټولي تصویري رسنۍ او پر تلویزون کتلو بندیز لګولی و دداسي ګیمونو کتل به په پټه کیدل او که د امر باالمعروف یا د کار او ټولنیزو چارو د ریاست له خوا نیول سوی وای نو خورا سخته سزا یې درلوده. زموږ په منځ کي محمد عمر عمري چي په هغه وخت کي د (طلوع افغان ورځپاڼي) کمپوزر و د فیفا په دغه ګیم کي تر موږ ټولو تکړه او حتی د کمپیوټر څخه به یې لوبي ګټلې. زما تر همدې کورس لاندي د فرید په نامه چي د قاسم جان د کوشنیوالي انډیوال و، د موټرو د پرزو پلورنځی درلود. دا هغه وخت و چي د طالبانو سخت دریځیو په کندهار کي د فوټبال په شمول د ساتیري نوري ټولي لاري تقریبا په ټپه درولي وې. قاسم جان به چي سهار د کوره راووتئ د فرید په دوکان کي به یې ټوله ورځ تېرول. یوه ورځ فرید ورته ویلي وه، چي راځه دده د کمپیوټر کورس ته دي ورولم هلته به د فیفا داسي لوبي در باندي ووینم چي زړه دي در باغ باغ کړي. کله چي قاسم او فرید راغله زموږ کورس د شاګردانو ډک و. فرید ویل قاسم جان ته مي ستا بې اجازې ستا ټول رازونه ویلي دي موږ راغلی یو چي د فیفا ګیمونه او میچونه وګورو.
دا چي دا د کورس د تدریس وخت و نو تر چای څښلو وروسته مي ورته وویل چي راځئ د طلوع افغان دفتر ته عمري ته ورسو. هلته چي ورغلو عمري یوازي کمپیوټر ته ناست و. هغه ته مو وویل چي موږ د فیفا ګیمونو او میچونو کتلو ته راغلي یو. هغه سمدستي د کمپیوټر مخ زموږ خورا ته راواړاوه. د هغه د ګیم مهارت قاسم جان ته دونه خوند ورکړئ چي په چورتونو کي یې ورک کړئ. هغه پدې ارمان و، چي یو وخت افغانستان هم داسي سپورټي میدانونه ولري لکه د فیفا لوبي چي پکښي کیږي، او یا ده ته په داسي میدانونو کي د لوبو زمینه برابره سي. تر دې وروسته به نو قاسم جان هره ورځ زما کورس ته راتلئ تر څو د فوټبال مینه د فیفا په ګیمونو او لوبو په کتلو ماته کړي.
ددې تر مخه چي زه خپل داستان درته بیان کړم لازمه ګڼم چي د تاریخ لیکونکو او نوی نسل د خپلو پخوانیو ستورو لوبغاړو او لوبډلو څخه خبر کړم چي دلته د هغه وخت د ټولو لوبډلو او د هغوی د پلیرانو نومونه راوړم ګټور بولم:
پامیر:
غفار شا، عصمت خان، نثار اغا، احمدالله، صادیق، باری، نصیر، بشیر، بشیر جان، برو، ننګیالی، ظاهر جان، عزیز، خلیل، زلمی، تاج محمد، مختار احمد، مدیر اغا او حلیم
ځوانان:
قاسم جان، نصیر جان، شراف الدین، شامحمود، صالح جان، نادر، همایون، نافع، تاج الدین، نذیر، مختار، شاه فاروق او شمس الحق
میوند:
احسان، سید احمد، حمید جان، عزیز، باری جان، نیک، صمد خان، روح الله، ظاهر جان، صالح جان او نادر
اتفاق:
معلم صاحب صمد خان، بشیر جان، هدایت، جاوید، ګلالې، خاکسار، اکبر، محمود، محمد نبی، عنایت، اسد، خیر محمد، داود جان او همایون
افغان:
حمید جان، عزیز، سرور جان، سید احمد شا، جلیل اغا، شعیب، رامین، باری جان، احسان، سید احمد، یحی، نجف اغا او یوسف
د هغه وخت ټولو ټیمونو خورا ښه ستوري لوبغاړي درلودل او په همدې تله کي بیا د پامیر پله تر نورو درنه وه، چي غفار شاه، مختار، تاج، برو او خلیل یې په سر کي راتلل او په همدې خاطر پامیر د ګروپ په سر کي ځای ونیوه او اتفاق په دویمه درجه کي و. د اتفاق غښتلي لوبډله وه خو کله چي په قاسم جان پکي لوبېدئ نو کندهار سټیدیم به د تماشاچیانو ډک و او دده په حضور کي اتفاق په خورا سختۍ بازي بایلله.
د طالبانو د تحریک په راتګ سره د کندهار د اوسني سټدیم او باغ عمومي سیمه چي د روسانو او مجاهدینو تر منځ په قمربند کي پرته وه، له ماینونو پاکه او ورغول سوه، چي په همدې سره د میخانیکي لیسي پر ځای سټدیم د فوټبال مرکز سو.
کندهار قهرماني:
د کندهار خلک د فوټبال سره د لېونتوب تر حده مینه لري، له همدې کبله به چي کله کندهار ولایتي سیالۍ رواني وې نو د کندهار سټډیم به د تماشاچیانو ډک و، خو کله به چي د پامیر، اتفاق، ځوانان او افغان ټیمونو تر منځ لوبي وې نو په سټډیم کي به د پښې ايښولو ځای نه و. لکه څنګه چي ما مخکي وویل، چي د کندهار د ولایتي سیالیو پایلوبه به اکثره وخت د پامیر او اتفاق تر منځ وه، نو د اتفاق تقریبا ټوله لوبه له دفاع څخه نيولې، تر مرکز او ګول وهلو ټوله پر قاسم جان ولاړه، وه مګر برعکس پامیر په هر ډګر کي خورا ښه لوبغاړي درلودل نو په دې اساس سړی ویلای سي چي پامیر به د قاسم جان په مقابل کي لوبېدئ.
یوه ورځ مي په یاد دي چي کله یې د لوبي په اخیر کي ګول ووهئ او لوبه د اتفاق په ګټه روانه وه دی له مرکز څخه دفاع ته راغئ، ګین یې د شمالي تنبې څخه په لغته ووهئ د جنوبي تنبې پر سر په خورا لوړه ارتفاع تېر سو او له سټډیمه بهر سو. په هغه ورځ زه دده قوي فزیک او د پښې زور ته حیران سوم. د هرات منتخب ټیم کندهار ته د سیالیو لپاره راغلی و. اتفاق ور سره لوبه وکړه، قاسم د هرات د ټیم ګول ساتونکی پر سر په ګین وویشت. هغه ګول کیپر د سر د درد له کبله څو ورځي مریض و او سر به یې په سپین دسمال تړلی و.
د اتفاق د ټیم ګول ساتونکی دواد جان خورا تکړه لوبغاړی و، خو د هغه په اړه مشهوره وه، چي هغه ښه ګول کیپري کولای سي مګر فینلټي نه سي راګرځولای. یوه ورځ یې د کوم ټیم سره لوبه فینلټیانو ته ووتل، قاسم جان داود ته ورغئ او هغه د ګول ساتونکي دستکلې او شرټ یې ځني واخیستل د ګول په منځ کي فینلټیانو ته ودرېدئ، په هغه ورځ یې دوې فینلټیاني راوګرځولې او په همدې سره یې هغه بازي وګټله.
کابل ته سفرونه:
په تېر امارت کي به د کندهار فوتبالرانو کابل ته همېشه د لوبو لپاره سفرونه کول او هلته به یې د کابل د خورا غښتلو لوبډلو سره لوبي کولې او هغوی به هم همېشه کندهار ته د لوبو لپاره راتلل. په هغه وخت کي د کندهارـ کابل لاره خرابه وه، تر کابله به د شپږو ساعتونو دغه سفر یوه شپه او ورځ نیوله. کندهاریان به همېشه د کندهار الف او کندهار ب په نامه هلته لوبېدل. کله کله به خدای پر مهربانه سو، یو طالب مشر به د هوا د لاري ولیږل. په هغه وخت کي طالبانو لوی نظامي بار وړونکي الوتکي د انساني ترانسپورټ لپاره هم استعمالولي. یوه ورځ د کندهار منتختي لوبډلي په همدې الوتکي کي سفر کاوه، چي په هغه وخت کي په شمال کي د قمربند قوماندان ذاکر ملا قیوم سره په الوتکه کي مخامخ سول. قاسم وایې ذاکر راته ویل، که مو بازي پر کابلیانو بایلوله یو لا والله که د کندهار دید بیا را څخه وکړئ سیده مو قمربند ته استوم. وایي ما ورته وویل، چي که مو وګټله بیا؟ وایي هغه راته وویل، چي د شیرینۍ تر څنګ مو بیرته په طیاره کي کندهار ته استوم. دی وایي زه خپلو ملګرو ته راغلم او ورته ومي ویل زامنو یا به بازي ګټئ او یا به قمربند ته ځان ټینګوئ. په پای کي دواړو پر خپله خبره وفا وکړه، قاسم جان او ملګرو یې لوبي وګټلې او ملا ذاکر هغوی بیرته کندهار ته په طیاره کي راولیږل.
یو وخت مي ور څخه وپوښتل چي په کابل کي دی د خوښي لوبغاړی سته؟ ویل یې نه. هغه په ډیري سختۍ په افغانستان کي بېله غفار شاه بل پلېر مانه. یو وخت چي د کابل څخه د لوبي کولو راستون سوی و، ویل یې سختي لوبي مو وکړې، کابلیان په فوټبال کي ډېر زورو خلک دي خو د میوند ټیم نیک موږ د سختي ماتي وساتلو، ده ویل هغه داسي شهکاره لوبه وکړه، چي ماته یې خپله خوند راکاوه. لکه څنګه چي ما مخکي وویل، چي داود یو بېساری ګول ساتونکی و خو د هغه په اړه مشهوره وه، چي هغه نه فینالټۍ راګرځولای سي او نه له کندهاره بهر ښه لوبه کولای سي. په دغو لوبو کي داود څو ګولونه خوړلي ول، چي دغه ډکه بیرته مشهور ګول ساتونکي عبدالسلام او نیک ډکه کړې ول.
د افغان ټیم باري جان چي په کندهار کي به باري مشهور و، په ټوکو ټکالو خورا مشهور و. قاسم ویل، به مقر کي مو په یوه رستورانت کي د غرمې ډوډۍ وخوړه، اوږد سترخوان اوار و، ده د رستورانت ګارسون ته ور ناري کړه، چي راسره دا د پنچرۍ سامان دي ټول کړه، په همدې سره ټوله رستورانت په خندا سو.
د ینګ افغان سره سفرونه:
په سویلي پښتونخوا کي د پښتونخوا ملي عوامي پارټی د (ینګ افغان) په نامه د فوټبال خورا تکړه ټیم لري، کله چي به د ټول پاکستان د قهرمانۍ او یا به د ولایتونو تر منځ د قهرمانۍ سیالۍ وې نو د کندهار څخه به یې تر ۵ پوري لوبغاړي بېول چي په هغو کي به قاسم جان، غفار شاه، مختار او دوه نور شامل ول. په یوه ټورنمنټ کي قاسم ۱۱ ګوله، غفار شاه ۷ او مختار ۵ ګوله لګولي ول. غفار به همېشه په سنټر کي لوبه کوله او خورا جانانه بالونه به یې خپلو سټرایکرانو ته د ګول لپاره ورکول خو هغوی به اکثره خرابول، ولي دلته چي به غفار کوم ګین قاسم جان ته برابر کړئ نو قاسم به هغه ګولاوه. قاسم جان وویل چي غفار شاه راته وویل همداسي په لسګونه بالونه په هره بازي کي حلیم او برو ته برابروم خو هغوی یې خراب کړي.
یو وخت ینګ افغان د پاکستان د ولایتي سیالیو د قهرمانۍ ګټلو په خاطر پاکستان ته غوښتی و. په هغه سیالیو کي قاسم جان اتلس ګوله لګولي ول. په دغه لوبو کي نورو پاکستانیانو چي قاسم جان یې په مقابل کي لوبي کولې د هغه د فوټبال د طرز او نېشنلټي خبري را پورته کړي وې. له بله پلوه قاسم جان په ینګ افغان کي خپله د خطر زنګ سوی و، ځکه هغه د موسی په شان د ینګ افغان تکړه لوبغاړي هم تر خپل سیوري لاندي راوستل. “قاسم وایې کله چي زه د پاکستان څخه کندهار ته راغلم غفار شاه ته مي د لوبو او د خپلو ګولونو کیسه وکړه. غفار راته وویل، قاسم جانه فکر نه کوم چي ینګ افغان دي بیا هیڅکله تا پاکستان ته د لوبو لپاره وغواړي. ما ورته وویل ولي؟ ده وویل، ځکه چي تاسو چي په ديګ کي څه لرل هغه مو ټوله په کاسه کي ورته راوکښل، که تاسو غوښتلای چي هلته ډېري او دوامداره لوبي وکړئ نو باید خپل ټوله استعدا مو نه وای ور ښکاره کړی”. همداسي هم وسول، بیا هیڅکله ینګ افغان قاسم جان خپلو لوبو ته ونه غوښتئ.
پامیر افغان:
په سویلي پښتونخوا چمن کي افغان مهاجرینو د پامیر افغان په نامه خورا تکړه د فوټبال ټیم درلودئ، همدې ټیم به هم همېشه کندهاري فوټبالران د ځایې سیالیو لوبو ته ور غوښتل چي بیا به یې هم په سر کي قاسم جان و. یو وخت یې راته وویل، چي چمن ته یې د لوبو د پاره غوښتي یو ته به هم خامخا راسره ځې. زه او قاسم جان پر موټر سایکل چمن ته ولاړو. تر لوبي څو ساعته مخکي خورا سخت مریض سو، د سینې د درد څخه یې شکایت کاوه، بیخي د پښو ولوېدئ. ویل یې په کوچنیوالي کي یې په مکتب کي د فوټبال د لوبي پر مهال د لوبي په میدان کي د مجاهدینو راکټونه ولګېدل او دی پکښي زخمي سو، چي هغه راکټونو یوه پرزه یې تر اوسه په سینه کي بنده پاته ده، چي همېشه یې له درده کړیږي. قاسم جان تر یو څو ساعتونو استراحت وروسته بیرته راپورته سو او د لوبي میدان ته ورغئ او په هم هغه ورځ یې پامیر افغان ته لوبه وګټل. په دا شپه زه سخت مریض سوم، داکټر راته په لاس کي کینوله او څو سیرومان ولګلو او په دا سبا زه او قاسم جان بیرته کندهار ته پر موټر سایکل راروان سو. پر لاري مي څو ځله ورته وویل، چي زه هم ستړی او هم مریض یم تاسو موټر سایکل در روان کړئ، خو ده به یوه او بله بهانه کول. کله چي د کندهار هوایې ډکر دروازې ته راورسیدو او سړک هم ګنډ وګپر و په سختۍ مي ورته وویل، چي نور نو زما تر وس تېره ده، موټرسایکل در روان کړه. دی زړه او نا زړه پر د موټر سایکل پر جیلو کښېناست او زه یې تر شا کښېناستم. کله چي یې موټر سایکل ګیر ته واچاوه او کلچ یې ایله کړئ او اکسلیریټر یې ورکړئ د موټرسایکل د مخ پایه په هوا سوه، زه او قاسم جان دواړه د موټرسایکل څخه راولوېدو. زه د مریضۍ سره خوږ هم سوم. دلته پوه سوم چي زما ددې دونه ټینګار سره سره ده ولي موټر سایکل نه چلاوه. د قاسم جان موټر سایکل نه و زده. دلته زه پوه سوم چي ددې خنداني او استعداده ډکي څېرې تر شا څونه لوی غربت پروت دئ.
په غربت کي نظم او ډیسپلین:
طالبانو د خپلي واکمنۍ په وروستیو کي پر کندهار او افغانستان داسي سختۍ راوستي وې، زما خو چي اوس را په یاد سي پر زړه مي درد سي. طالبانو په لومړیو کي پر ټولو هیوادوالو خصوصا په فوټبالرانو یې ږیري پرېښودې، بیا یې د شورټ یا په افغان اصطلاح نیکرونو کي لوبي لوبي کول بندي کړې او بیلاخره یې امر وکړئ، چي ټولي لوبي به تر لمبر لوېده مخکي ختمیږي. د هغه وخت د امر باالمعروف دلیل دا و، لوبغالي ته چي کوم تماشاچیان راځي هغوی د مازیګر لمونځ نه کوي، نو په همدې خاطر د سپورټ امریت به د لمانځه پر وخت ټولي لوبي درولي او ټولو خلکو به په جماعت په سټدیم کي لمونځ ادا کاوه، خو پدې سره بیا هم د امر باالمعروف تسلي ونه سوه او امر یې وکړئ چي تر لمر لوېدو مخکي ټولي لوبي باید ختمي سي. د کندهار په ټککنده ګرمي کي تر سوځېدونکي لمبر لاندي فوټبال کول د مرګ په مانا و او د بله پلوه همدا د ډېرو لوبغاړو او تماشاچیانو د کار وخت و. کندهاري لوبغاړي او تماشاچیان به همېشه د ورځنۍ ټکندي ګرمۍ وروسته سټیدم ته راتلل. همدې کار د کندهار ډېر د فوټبال لوبغاړي او تماشاچیان له فوټبال څخه زړه توري او په همدې سره د کندهار د فوټبال کیفیت ورځ تر بلي خرابېدئ، چي بیا یې زما په فکر تر دا اوسه د هغه زواله سر را پورته نه کړئ.
د هلمند منتخب ټیم به همېشه کندهار ته د لوبو کولو لپاره راته، د هغوی جنت نامي پلېر خورا مشهور و، خو د لوبي ګټونکي به همېشه کندهاریان ول. یو وخت چي د هلمند ټیم کندهار ته راغلی و، د کندهار منتخب ټیم سره یې لوبه دوه پر دوه مساوي کړه، البته هلمند ټیم دونه ښه لوبه وکړه، چي کندهاریانو د زړه په خوږ دغه لوبه مساوي کړه او د لوبي تر پایه د هلمندیانو لوبه تر کندهاريانو قوي ون. تر لوبي وروسته ډېرو کندهاري تماشاچیانو پر کندهاري لوبغاړو بد ویل. په دا سبا چي کله قاسم جان راغئ ما ورته د تماشاچیانو د شکایتونو وویل. ده ویل، چي دې حکومت او تماشاچیانو زموږ سره څه کړي دي؟ ته زما حال ویني. زه پدې حال کي فوټبال کوم. هدف یې خپل غربت و خو په خوله یې هیچا ته نه ویل.
د طالبانو په دې سختو شرایطو او د کندهار په دغه ټکنده ګرمي کي به غرمه پر دوې بجې کندهار سټیدم ته له کوره پر پشو تلئ او هلته به یې یوازي تمرین کاوه، او له هغه ځایه به سیده زما کورس ته راتلئ. موږ به هم بېچاره ته یوازي یخي اوبه او چای ور اماده کړي وې. د هغه د فوټبال سره مینه بیخي د لېونتوب تر حده رسیدلې وه.
یوه ورځ قاسم جان په داسي حال کي کورس ته راغئ، چي سره یې مات سوی او تر سپین بنداج چي پر سر یې را تاو کړی و ویني راوتلي وې. ما ول ولي قاسم جانه خدای دي کړي خیر؟ زه یې په لیدو سخت خوابدی سوم. د قاسم جان د اکا لور ډاکټره او په میرویس روغتون کي يې وظیفه درلوده. هغه شاید د کورني یا بل مشکل له کبله څو ورځي خپلي وظیفې ته نه وه، حاضره سوې. په همدې خاطر د عامي روغتیا ریس په هغې پسي خپل مسلحه کسان ور لیږلي ول. کله چي یې دروازه ور ټکولي وه، تصادفا قاسم جان ورته راوتلی و. قاسم فکر کړی و، چي دا د امر باالمعروف کسان دي چي دی د ږیري د کوچني کولو په خاطر بندي کوي. هغه د تښتېدلو هڅه کړې وه او طالبانو بیا فکر کړی و، چي په ده کي خامخا کومه غلطي سته چي تښتي. دی طالبانو نیولي و او سخت یې وهلی و.
د ینګ افغان ټیم نیول کېدل:
د لومړي امارت نا دودي او ناخوالي دونه ډېري دي، چي سړی یې په لیکلو شرمیږي او ستړی کیږي. د سویلي پښتونخوا ینګ افغان ټیم چي ما یې مخي هم یادونه وکړه، به همېشه کندهار ته د سیالیو لپاره راتلئ. یوه ورځ چي یې په کندهار احمد شاهي لوبغالي کي د کوم کندهاري ټیم سره لوبي ته اماده ګي نیول، د اتفاق ټیم ګول ساتونکي داود جان هم له دوی سره د ځان ګرمولو په تمرین اخته و او سټډیم هم تر خولې د تماشاچیانو ډک و، چي یو دم د امر باالمعروف کسان سټیدم ته را ننوتل او سیده د ینګ افغان ټیم ته ودرېدل او هغوی ته یې وویل، چي تاسو ټوله زموږ په ولکه کي یاست باید یو له ځایه ونه ښورئ. دوه نفره دوی ته ودرېده او هغه نور کسان یې د کندهاري ټیم په نیولو پسې روان سول، په همدې وخت کي دواد جان یو دم منډه کړه او د سټیدم تر دېواله یې لاندي ځان وغورځاوه. دا نور مېلمانه لوبغاړي چي په کندهار کي نابلده وه، همداسي ولاړ وه، یو ګړی وروسته یو میني بس موټر راغلئ او د سویلي پښتونخوا ټول لوبغاړي یې ور واچول او د امر باالمعروف ریاست ته یې بوتلل. د کندهار خلکو په خورا مایوسۍ ددغه لوی توهین او د افغانانو د کلتور خلاف عمل ته کتل خو سه یې په وسه نه وه، پوره. په هغه وخت کي داسي اوازې وې چي د کندهار د امرباالمعروف ریاست د پاکستان تر پوره نفوذ لاندي دئ، له همدې کبله له ریس څخه نیولې بیا تر پایه ټوله د ډیورنډ د کرښي د ها غاړي بلوڅان ول.
دغه کیسه په نړیوالو رسنیو کي هم خورا مشهوره سول او حتی د هغه وخت د پاکستان نظامي دیکتاتور پروېز مشرف هم ددې پیښي په اړه خبري وکړې. طالبانو دغه مېلمانه لوبغاړي بندیان او سرونه یې ور وخرول. دوی چي یې کله د امر باالمعروف ریاست ته بېولي ول، یوه بندي لوبغاړي د یوه طالب ساتونکي څخه غوښتي وه، چي د اوداسه اوبه ورته راوړي، هغه په جواب کي ورته ویلي ول، چي ښه ته مسلمان هم یې؟ ددغه ټیم اکثره لوبغاړي د ډیورنډ د هغي غاړي د شتمنو کورنیو څخه وه، چي اکثرو یې په تنکۍ ځوانۍ کي حجونه کړي ول. یو با خبره کس راته وویل، چي د امر باالمعروف ریاست ته د پاکستان د ای ایس ای له خوا دستور ور کول سوی و، چي د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مربوط دغه ټیم ونیسي او بې عزته یې کړي تر څو پدې سره د ډېورنډ د دواړو غاړو پښتنو تر منځ نفرت پیدا سي. خو داسي کارونو نه دا چي د پښتنو تر منځ نفرت نه پیدا کاوه، بلکي دوی یې لا یو بل ته نژدې کول او د خپل حجرتي دښمن منفوره څېره نوره هم ورته ښکاره کول.
د جمهوریت راتګ او بهرني سفرونه:
د جمهوریت په راتګ سره د نورو برخو په شان د افغانستان د ورزش ټولي برخي یو ځل بیا وغوړېدې، چي فوټبال یې په سر کي و، خو دلته بیا مشکل دا و چي د افغانستان د ورزش واک دداسي چا لاس ته لوېدلی و، چي د هغوی په وینه کي د پښتنو سره تعصب اخښلی و. د افغانستان په ملي ټیم کي د ټوله لوی کندهار څخه یوازي قاسم جان د ملي ټیم لپاره واخیستل سو. قاسم جان سره له دې چي کوم خاص امتیاز نه درلود، به بیا هم په تش جیب د ملي ټیم ټولو مهمو تمرینونو او لوبو ته حاضرېدئ.
په همدې جریان کي یې د ملي ټیم سره لومړنی سفر ایران ته وکړئ او تر څو لسیزو وروسته لومړنی افغان سو چي په نړیوالو لوبو کي یې ګول ولګاوه. تر هغه وروسته د ملي ټیم سره سریلانکا ته ولاړئ، هلته یې هم د سریلانکا په مقابل کي ګول ولګاوه. دده دا مفصلو ګولونو متعصبین د هغه ګوښه کولو ته اړم کړل. لومړی به یې په لوبو کي د لوبي کولو چانس نه ورکاوه او وروسته یې بهرنیو سفرونو ته نه خبراوه. د سریلانکا څخه تر راتګ وروسته یې زړه خورا د ګیلو ډک و. ما ورته وویل، چي زه دي ږغ په هوډ مجله کي د مرکې د لاري پورته کولای سم. په هغه وخت کي احمد شاه بابا علمي مرکز د هوډ په نامه مجله خپروله چي روښان ولسمل یې مسول مدیر و او ما به ور سره همکاري کوله. ما ورسره د هوډ مجلې لپاره مرکه وکړه او ده د هغو ټولو ناخوالو او بې انصافیو کیسه راته وکړه، چي دده سره په ملي ټیم کي سوي وې او ور سره کیږي. د هوډ مجلې هغه ګڼه چي چاپ سوه، ما یې څو ګڼي راواخیستې او سټډیم ته راغلم او د اتفاق لوبډلي په طرف کي کښېناستم. دی چي کله له تمرینه خلاص سو چي ما ته یې فکر سو، سیده راته راغئ ښه ګړی مو بانډار سره وکړئ او هغه مجلې مي ور وسپارلې، چي دده د ایران او په سریلانکا کي د لوبو عکسونه پکي خپاره سوي ول.
بانډارونه او ټوکي ټکالي:
ما مخکي هم وویل، چي قاسم جان چي به په کوم ځای کي ناست و، هلته به د مجلس د ټولو غړو پر خوله خندا خپره وه. یوه ورځ یوه واده ته خبر و. د زوم کورنۍ د قاسم جان انډیوالان ول. واده ته یو څو پخواني سپین ږیري چرسیان هم راغلي ول. یوه چرسي په خپل چرسي انداز پر کوربنو امرونه کول، چي ژر ډوډۍ راته راوړئ او زما غوري ښه سم د غوښو ډک کړئ. د قاسم دې سړي ته پام سو، کوربه ته یې وویل، چي ددې سړي غوري زه ور ډکوم. شا وخوا یې وکتل ښه نامي ګیرپسول چوټي پرتې وې، له هغو څخه یې ګیرپسول وکښئ او په غوري کي یې کښېښوئ او بیا یې وریجي پر واچولې او هغه غوري یې د هغه سپین ږیري و مخ ته کښېښوئ. سپین ږیري چي ښه وږی سوی و، په غوري یې لاس چخ کړئ، چي غوښي پکښي پیدا کړي، کله چي یې ګیريپسول ته لاس ورسیدئ، ټوله غوري سره وښورېدې، هغه خوشحاله سو چي زما په غوري کي یې ډيري غوښي اچولي دي. خو کله چي د غوښو پر ځای د وریجو څخه ګیریپسول راوختئ، د ښکنځلو یې لاس واخیستئ، موږ ټوله د خندا لغړېدو.
یو بل چرسي چي په لوړ اواز یې خبري کولې د قاسم جان پام ځان ته را واړاوه. په کندهار کي یو ډول بارودي پلیتې خرڅېدې چي په هغه وخت کي په ټکانو مشهوره وې، کیدای سي اوس به هم وي. هغوی د اورلګیت د خاشې په شان پر اورلګیت تر سولېدلو وروسته اور اخیسته او تر یو لنډ ځنډ وروسته به یې یو غټ ټک وکړئ. قاسم یو څو داني ټکان سره وتړل او تر لګېدلو وروسته یې د دا چرسي بغل ته ناست کس ته وویل چي دا یې د صدرۍ په جیب کي ور واچوه. د ورلوېدلو سره سم د هغه په جیب کي لوی درز وسو، او د چرسي د صدرۍ نیم جیب یې ور وشلاوه. هغه په غوسه ولاړ سو او ددې کار کوونکي ته یې سپکي سپوري شروع کړې. قاسم جان هم همدا غوښتل او ناست کسان ټوله د خندا شنه تلليول.
قاسم جان به د ملګرو د خندا لپاره هر سه کول. دی په پښه تر اندازې زیات ښکاري و. یوه ورځ یو کوچی په باغ عمومي کي چي تور پاج یې تړلی و پر خره سپور و د ماله جات خوا ته روان و چي د قاسم ورته پام سو. ګین یې ورته سم کړئ هغه یې پر دا سر د خورا لیري ځایه په ګین وویشتئ او لنګوټه یې د خره څخه لاندي ولوېده. موږ ټوله د خندا شنه و، هغه کوچي خوارکي فکر کاوه، چي ناڅاپي ګین یې پر سر ولګېدئ، مګر خبر نه و چي د قاسم جان د شوخۍ ښکار سوی و.
زما او قاسم جان اخیري دیدن:
تقریبا ۲۰۱۴ م کال به و، زه د کابل په نوي ښار کي پر پښو روان وم، چي قاسم جان په مخه راغئ. روغبړ مو سره وکړئ، ویل یې پر پښو روان یې دا په دې معنی ده چي هیڅ پر مختګ دي نه دئ کړی. ما په خندا ورته وویل خدای مهربان دئ یوه ورځ به کارونه سم سي. دی خبر نه و، چي زه په هغه وخت کي په جمهوریت کي یو تر ټولو باصلاحیته کندهاریانو څخه وم. قاسم جان زما پر حال زړه سوی وکړئ او را څخه جلا سو. همدا زما او قاسم جان اخیري دیدن و. وروسته خبرېدم چي قاسم جان په هوایې ډګر کي د قراردادونو له کبله د ښه مال او ثروت خاوند سوی دئ او همدې شي د پخوا په پرتله ډېر مغروره کړی و. ویل کیږي چي ویل به یې په کندهار کي تر ما نامي نسته او په لاس ورغلي پیسي یې د پراړه په شان بې ځایه بادولي. عموما په اسانه په لاس راغلي پیسې په اسانه د لاسه وځي. د قاسم جان ددې دونه ښیګڼو، تجربو، خدمتونو او ملګرو سره سره بیا هم په داسي غربت کي مړ کیدل زما د پاره خورا سخت او دا ډېر وخت کیږي چي ښه سم مي زوروي.
روح یې ښاد
د کندهار د مشهور فوټبالر محمد نادر عمر د همکارۍ نړۍ مننه چي د کندهار د هغه وخت د ټیمونو او د لوبغاړو د نومونو په راټولو کي یې راسره مرسته وکړه.







