روح الله کندزي څنګه د پاکستان له لوی څارنوال څخه غچ واخیست؟
لیکوال: ولي نوري
تقریبا د ولسمشر غني د واک ته رسېدو دویمه هفته وه، د پاکستان د ملي امنیت مشاور سرتاج عزیز افغانستان ته د یو لوړ رتبه استازي سره په رسمي سفر راغلئ. هغه د ولسمشر سره تر لیدني وروسته د ملي امنیت شورا دفتر ته د ملي امنیت د مشاور اتمر او د امنیت شورا د نورو لوړ رتبه استازو سره د لیدو په خاطر د امنیت شورا دفتر ته راغئ. زموږ د خوا په غونډه کي یوازي د ملي امنیت مشاور او د هغه مرستیالانو ګډون کړی و. د پاکستانی پلاوی د رخصتېدو په وخت کي د ملي امنیت شورا د دفتر د مرستیال ښاغلي عبدالحکیم نورزي په بغل کي یوه دوسیه وه او ماته یې اشاره وکړه، چي دا دوسیه واخله او زما دفتر ته راسه. سرتاج عزیز د افغانستان سره د اړیکو د ښه کولو په خاطر افغان حکومت ته یو شرط ایښئ و. روح الله کندزي، له ډېره وخته په پاکستان کي د مهاجر په توګه ژوند کاوه. هغه ته د پاکستان لوی څارنوال تاوان رسولی و. روح الله د عدالت لپاره د پاکستان د ډېرو محاکمو او سیاسونو د دفترونو دروازې ور ټکولي وې، خو ګټه یې نه وه کړې. اخیر روح الله خپله لاس په کار سو او لوی څارنوال یې په خپل لاس وواژه او د هغه تر وژلو وروسته په بل نوم په افغان پاسپورټ په متحده عربي اماراتو کي میشت سو. خو هغه په پاکستان کي د ځینو دوستانو سره د ټلیفون کولو له لاري ای ایس ای پیدا کړی و او د اماراتو له حکومت څخه یې پاکستان ته د هغه د سپارلو غوښتنه کړې وه، خو اماراتو د دوی دا غوښتنه نه وه منلې، ځکه چي روح الله په افغان پاسپورټ هلته اوسېدئ. روح الله د قضیې څخه تر خبرېدو وروسته افغانستان ته راوتښتېدئ او د کابل په مکرویانو کي د پارلمان د یو وکیل په کور کي اوسېدئ. دلته هم روح الله هغه پخوانۍ غلطي کړې وه او په پاکستان کي یې خپلو دوستانو ته ټلیفون کړی و، او ای ایس ای بیرته د همدې لاري پیدا کړی و.
پاکستان د هغه وخت د کورنیو چارو له وزیر ښاغلی محمد عمر داودزي څخه غوښتنه کړې وه، چي روح الله ونیسي هغه ورته ویلي وه، چي نه ملي شورا او نه هم حکومت دې ته اماده دئ، چي روح الله پاکستان ته وسپاري. خو د پخواني حکومت برعکس اتمر خپل مرستیال ښاغلي عبدالحکیم نورزي ته امر کړی و، چي ژر تر ژره روح الله ونیسي تر څو دی یې پاکستان ته وسپاري. ښاغلي نورزي زما څخه غوښتنه وکړه، چي د ملي امنیت په همکارئ د روح الله د نیولو لپاره یو ټیم جوړ کړم. ما په ډېره مایوسئ دوسیه د ښاغلي نورزي له دفتره خپل دفتر ته راوړه. له ځان سره مي وویل، چي روح الله خو زموږ اتل دئ، هغه باید ولي پاکستان ته وسپارو؟ له ځان سره مي پر دې فکر کاوه، چي څنګه کولای سم روح الله له دې جنجال څخه خلاص کړم. اخیر مي فکر روکړ، چي راسه استعفا ورکړه، او بیا د هغو نمبرونو له لاري د روح الله سره تماس ونیسه چي پاکستانیانو موږ ته را سپارلي وه، او روح الله به د هغو د لاري په پاکستان کي خپلو دوستانو سره تماس نیوه. ما دوسیه ترتیب کړه، په همدې نیامت د ښاغلي نورزي دفتر ته راغلم. د پاکستانیانو دوسیه په انګریزي ژبه وه او ما چي د هغې پښتو بڼه ښاغلي نورزي ته سپارله، هغه زما په رنګ وپوهېدئ. ده د همېشه په شان په خپله مسکا راته وویل، زه پوهیږم چي په مغز کي دي څه دي. ده زیاته کړه، زما سر د خپل هیواد د دښمنانو سره په مبارزه کي سپین سوی دئ، تاسو کشران باید د سیاسي مشرانو په کارونو کار ونه لرئ.
اصلا زما د پاره د وطن دوستۍ او وطنپالني ایډیال شخصیت ښاغلی نورزی و، مګر زه اوس هغه یو داسي کار ته اړم کولم، چي هغه دده له دروسونو او زما له روحیې سره په ټکر کي و نو په همدې خاطر ده غوښتل چي ما ته په غیر مستقیم ډول ووایې، چي ته دي خپله وظیفه اجرا کړه، خو کومه وېره، چي لرې هغه بېځایه ده یعني روح الله ته به زما په رهبري کي هیڅ تاوان نه رسیږي.
ما د ملي امنیت مرستیال او د ملي امنیت د هغه ریاست ریئس خپل دفتر ته د روح الله د نیولو د پلان جوړولو په خاطر راوغوښتل. دوی ښاغلي نورزي ته وویل، چي روح الله زموږ اتل دئ، نو باید څنګه خپل اتل پاکستان ته وسپارو؟ ښاغلي نورزی پوه سو، چي زموږ ټولو خبره سره یوه ده او موږ ته یې وویل،چي داسي ده نو بیا تاسو روح الله پیدا کړئ، چي چیري دئ او داسي نه وي چي نور خلک تاوان ور ورسوي. ما په همدې شان یو بل ټیم د کورنیو چارو وزارت سره جوړ کړ. موږ په ګډه د روح الله د موقعیت څرک ولګاوه، مګر هیڅکله مو د هغه د نیولو لپاره اقدام ونه کړ بلکي د هغه ساتنه مو وکړه. ما دا هنر د ښاغلي نورزي څخه زده کړئ، چي که یو مشر د خپل هیواد پر ضد یو کار در وسپاره، چي ته یې نه غواړې وې کړې نو یې وطن دوسته کسانو ته وسپاره، ځګه چي هغوی یې خپله نه تر سره کوي نو له همدې کبله به دي په یوه ټک دوه نښانه ویشتلي وي.
د اتمر په مشرۍ کي د خپل ناموس د عزت ساتلو او غچ اخیستلو هیڅ هیله نه سي کېدای. چي د اتمر مېرمن ور څخه بوځي قسم په الله که بېله د سفیر د احضاره بل څه وکړي. دا مسله دوه حله لري. یا به دا حکومت د پاکستان او انګرېز د غلامۍ راوځي او په پاکستان کي به د خپل سفیر یعني د افغانستان د ناموس غچ اخلي او یا به په عادي افغانانو کي یو کس دا کار پر خپله غاړه اخلي. نور نو دا ځای یې نخښه.