خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د ۸ علتونو له کبله طالبان بیا پر ټوله افغانستان واکمني نه سي کولای!

لیکوال: ولي نوري

۱- روسي بلاک:

د سهار د شپږو بجو د جنګونو د رهبرۍ د کمیټې په غونډه کي یوه ورځ د جلسې تر پیل مخکي لوی درستیز، چي تازه د مرکزي اسیا د امنیتي تړون له کنفرانس څخه راستون سوی و، راته وویل، چي په کنفرانس کي مي بیخي عجه ولېده. ده ویل، چي د مرکزي اسیا… هیواد لوی درستیز ماته د کنفرانس په څنډه کي وویل، موږ خبر یو، چي تاسو د امریکایانو د وتلو څخه د خپل پوځ د تجهیز د کبله تشویش لري. که امریکایان وځي، موږ ستاسو هر ډول مرستي ته تیار یو. تاسو صرف موږ ته لیست راوسپارئ او موږ به هغه بېله کومه شرطه در پوره کړو. په یقن سره، چي همدا د روسانو پیغام مو، چي غوښتله یې د همدې لاري یې تر افغانانو راورسوي. دا په دې مانا ده، چي روسان د امریکایانو تر وتلو وروسته په افغانستان کي د هر ډول مداخلې لپاره چمتو والی لرئ، او دا بیخي له امکانه لیري خبره، ده چي روسان دي د هغو طالبانو سره جوړ راسي چي د امارت فکر په سر کي لری. د طالبانو سره د روسانو اړیکي د افغان حکومت د خرابي پالیسۍ له کبله جوړي سوې کنې دا حالت به هیڅکله نه وای رامنځ ته سوی. روسانو موږ ته څو څو ځله د افغانستان په شمال کي خصوصا په کندز کي د طالبانو له حضوره او د طالبانو ضد څېرو د ترورېدو په اړه مستقیم او غیر مستقیم شکایتونه وکړل او یو ځل خو یې حتی د ناټو په حضور کي د افغانستان په ځینو شمالي سیمو کي د پوځي مداخلي خبرداری ماته په خپل لاس د یوه سفیر په لاس راکړ، ما هغه د وخت د ملي امیت مشاور اتمر ته تسلیم کړ او کله چي افغان حکومت د روسانو انډېښنو ته جواب ونه وایه، هغوی په خپله لاس په کار سول او د پاکستان او قطر د لاري یې د طالبانو سره اړیکي جوړي کړې.

دداسي جدي اختلافاتو په لرلو سره روسان او د هغوی ملګري په هیڅ ډول په خپلو پولو کي د طالبانو په شان د یو سربډاګه حکومت منلو او جوړلو ته چمتو نه دي. د بله پلوه روسیه هم نوره د ۱۹۹۰ مو کلونو روسیه نه ده، چي طالبان دي د امو پر څنډو د امریکایانو د حضوره پرته وزغملای سي، اوس خو په سیمه او نړۍ کي یو زبر ځواک دئ، چي په سوریه او لیبیا کي یې عملا امریکا او ناټو چلنج کړل او د جمعت اسلامي او جنبش اسلامي سره د هغوی اوږدې او تاریخي اړیکي هغوی دې ته مجبوره کوي، چي د طالبانو د مخالفینو په صف کي ودریږي که داسي وسي نو د طالبانو د بریا چانس به بیخي لږ وي.

۲- چین:

چین د ۱۹۹۴ م کال څخه د نړۍ د ۲۰ اقتصادي ځواک څخه د نړۍ په ۲ اقتصادي او نظامي ځواک بدل سوی دئ، او ډېر ژر کېدای سي د نړۍ لومړی مقام واخلي او هر کال په خپله نظامي بودجه کي د نړۍ تر ټولو هیوادونو ډېر زیاتوالی راولي او تر بل هر هیواد په چټکتیا خپل پوځ غښتلی کوي. چین د خپل ملي حاکمیت په اړه خورا حساس او هر ورته پېښېدونکی خطر سره په خورا جدي توګه مبارزه کوې. افغانستان ته د امریکایانو د راتګ سره سم د چین د سینګجیان په ایالت کي چي اکثره اوسېدنکي یې مسلمان دي بغاوت رامنځ ته سو، چي چین یې د پړې ګوته په افغانستان کي د امریکایې حضور لاندي د ایغور مسلمانانو روزنيزو ځایونو او فعالیتونو ته ونیوله. په همدې اړه څه موده مخکي د چین د بهرنیو چارو وزارت هغه ویډیویې کلیف خپور کړ، چي په کي یو متقاعد امریکایې ډګروال د افغانستان د لاري په چین کي د امریکا د مداخلې څخه پرده پورته کوي. چیني چارواکو په دې اړه څو ځله په مستقیمه توګه ولسمشر کرزي ته د هغه د واکمنۍ په وخت کي په بدخشان کي د چین پر ضد د ورانکارو د حضور په اړه شکایتونونه وکړل، چي ولسمشر د هغوی د هر شکایت په اړه جدي اقدامات وکړل. په ۲۰۱۵ م کال کي خو چینایان دې ته هم اماده سول، چي د افغان اردو په چوکاټ کي د چین د پولو د ساتلو لپاره په بدخشان کي یوه غرنۍ لوا تجهیز او نور ټوله مصارف یې پر غاړه واخلي خو امریکایانو هغوی ته ددې کار کولو اجازه ور نه کړه. اوس چي امریکایان ددې کال په سپټمبر کي له افغانستان څخه وځي، چین پر امریکا ږغ وکړ، چي په مسوله توګه دي له افغانستان څخه ووځي، یعني د طالبانو او افغان حکومت تر منځ دي جوړه وکړي او دلته دي یو باثباته حکومت تر شا پریږدي خو داسي بریښي، لکه امریکایان چي د هیچا خبرو ته غوږ نه ږدي. د بې ثباتۍ په صورت کي به چینایان یوازي د مرکزي حکومت تر شا دریږي او دا بیخي د امکانه لیري خبره ده، چي چینایان دي د طالبانو په حضور کي د خپلو سرحدونو خونديتابه وویني. د بله پلوه، د چین د ابرېښمو د لاري د بیا ایجاد پروژه، چي یوه برخه یې د افغانستان د شمال د لاري ایران ته تیریږي هم د امریکایانو له خوا تر دا اوسه بنده کړل سوې ده. چین به یقینا یو باثباته افغانستان غواړي، چي هم یې د منابعو د استخراج څخه استفاده وکړي، او هم یې د مواصلاتي لاري په توګه وکاروي. کوم اهداف چي چینایان په افغانستان کي لري دا به ډېره ګرانه وي، چي د طالبانو په حضور کي یې تر لاسه کړي، نو که چین د بد او بدتر تر منځ په انتخاب کي واقع سي هغوی به د طالبانو مخالفه ډله انتخابوي.

۳- هند:

هند په یوازي سره په افغانستان کي د طالبانو واکمني د خپل ملي امنیت لپاره خطر ګڼي. هند هم له افغانستانه د امریکایانو بامسولیته وتل غواړي. هند نن د نړۍ ۷ اقتصادي او ۴ نظامي زبرځواک دئ. په تیرو شلو کلونو کي هند د افغانستان د بیارغوني په چارو کي خورا ژور اخته و او په دې لاره کي یې په افغانستان کي د بیارغوني خورا زیاتي حیاتي پروژې تر سره کړې. هند د افغان محصلینو، تجارانو، سیاسیونو او نورو پر مخ خپلي دروازې خلاصي کړې او په تیرو شلو کلونو کي یې د افغانستان د سیاسي قشر سره تر بل هر هیواد ښې اړیکي جوړي کړې، چي ددې ټولو د لاسه ورکول ورته بیخي ګران تمامیږي. کله چي په ۲۰۱۲ م کال کي ولسمشر کرزی د امریکایانو څخه د خپل پوځ د تجهیز په اړه مایوسه سو، نو یې ملي امنیت شورا ته امر وکړ، چي د خپلو نظامي ضروریاتو یو هر اړخیزه راپور جوړ او هند ته یې د تجهیز لپاره وسپارې. ولسمشر کرزي هغه لیست په خپله په ۲۰۱۲م کال کي په هند کي د هند لومړي وزیر او د هند د وخت د بهرنیو چارو وزیر سلمان خورشید، چي په خټه اپریدی پښتون دئ وسپارئ، خو هند تر خورا ځنډ وروسته  د امریکایانو د فشار له کبله د نه جواب ورکړ. البته په وروستیو کلونو کي یې له افغانستان سره د څو هلیکوپترونو په شمول د ځینو نظامي تجهیزاتو مرسته وکړل، چي دا د هغه لیست یو فیصد هم نه جوړوي، چي ولسمشر کرزي ورڅخه غوښتي ول. که امریکایان بېله دې، چي په افغانستان کي سیاسي جوړجاړی راولي ووځي، په هغه صورت کي به د افغان حکومت د ملاتړ څخه د هیڅ ډول مرستي څخه پر شا نه سي.

۴- ایران:

ایران د طالبانو سره هیڅ ډول فکري او سیاسي یوالی نه سي پیدا کولای، البته ایران طالبان په افغانستان کي د یو پراخ بنسټه حکومت په چوکاټ کي منلای سي خو دا به ډېره ګرانه وي، چي طالبان دي د ۱۹۹۰م کلونو په شان په افغانستان کي وزغملای سي. یو کال وړاندي زلمي خلیلزاد په کابل کي خبریالانو ته وویل، چي دوی داسي راپورنه تر لاسه کړي دي، چي فاطمیون د ایران په امر د افغانستان په مرکزي سیمو کي فعالیت کوي. د افغان هزاره و څخه جوړ دا لښکر، چي د ځینو په وینا چي شمېر یې تر ۳۰۰۰۰ اوړي په سوریه او عراق کي د داعش، القاعدې، النصره او په مجموع کي د بشر الاسد پر ضد د جنګېدونو ډلو سره د جګړې ښه مهارت لري او په پوره توګه تجهیز دي. دغه ملیشې د نورو وسلو تر څنګ د ځمکي څخه ځکمي ته په کورنیټ  او د مځکي څخه و هوا ته په رهبري سوو میزایلونو هم سمبال دي. اکثره سیاسي کارپوهان د میدان وردک په بهسودو کي د علیپور راپورته کېدل د همدې نوي جنګ پیلامه بولي، چي څه موده وړاندي یې په رهبري سوي میزایل، چي ډېر کسان يې ایران ته منسوبوي د افغان اردو یوه هلیکوپتر را وغورځوله. د بله پلوه اوس ایران هم د نویمو کلونو ایران نه دئ. ایران په سوریه، عراق، لیبنان، یمن او د افغانستان په شمول په ځینو نورو هیوادونو کي په غیر مستقیم او مستقیم ډول د امریکا او د هغه خلیجي عرب ملګرو سره په جګړه اخته دئ. ایران اوس په سیمه کي تر بل هر هیواد زیات د اوږده واټن ویشتونکي رهبري سوي میزایلونونه او په لوی شمېر لسګونه ډوله بې پيلوټه الوتکي لري او د اټومي ځواک کېدو څخه بیخي څو قدمه لیري دئ. ایران به هم د مجبوریت په وخت کي د طالبانو د مخالفي ډلي تر شا ودریږي.

۵- تر وتلو وروسته امریکا او د افغان حکومت اړیکي:

امریکا د افغان ملي امنیتي ځواکونو د تجهیز او تمویل لپاره هر کال تر ۶ بیلیونه امریکایې ډالرو پوري مرسته کوي، او د دوی تر وتلو وروسته به هم همدا مرستي جریان ولري. که د دوی تر وتلو وروسته افغانان په خپلو کي سره جوړ سي دا مرستي د ملي امنیتي ځواکونو د تجهیز لپاره بیخي بس دي او که سیاسي جوړ جاړی رانه سي نو همدا مرستي به د یوه سره راځي او د بله سره به په جګړه کي مصرفیږي. که طالبان هم بیخي زورور سي او د یو څو ولایتونو په نیولو وتوانیږي مګر افغان حکومت په ځانګړې توګه امنیتي ځواکونه به د کوم مالي او تجهیزي بحران سره نه مخامخ کیږي، چي همدا شی پر افغانستان د طالبانو د تسلط خوب ور خرابوي، خو جنګ به د ډاکټر نجیب د حکومت په شان جریان لري. کېدای سي طالبان د خپل زور په اوج کي د کابل تر څنډو ورسیږي مګر هیڅکله به د کابل په نیولو ونه توانیږي. تر ډېره حده به دا د حکومت په رهبرۍ پوري هم اړه ولري، چي د امریکایانو تر وتلو وروسته سیاسي اجماع رامنځ ته کولای سي کنه او ور پېښ بحرانونه په سمه توګه رهبري کولای سي که نه؟ د طالبانو تر څنګ به ځیني نوري ډلي هم را پیدا سي، چي په اغلب ګمان د هیواد په مرکزي او د هیواد په شمال د چین سره نږدي پوله کي به میشت وي. د اوس خلاف به د امنیت د ټینګښت او د طالبانو سره د جګړې لپاره وړې وړې خپل سري ډلي هم رامنځ ته سي. حکومت هم کیدای سي په خپلو امنیتي تشکیلاتو کي تغیر راولي، چي په اغلب ګمان زیاته تکیه به یې د ځانګړو ځواکونو پر ۳۵۰۰۰ کسیز لښکر  او قومي او سیمه یزو کنډکونو یا ځواکونو وي.

۶- د افغانستان شمال او جنوب:

  • امریکا او د هغه ملګري افغانستان ته د شمال د خوا او په شمال کي د طالبانو د مخالفینو په مرسته چي عموما غیر پښتانه ول، راننوتل. د بون په کنفرانس کي هم دوی د افغانستان د ۲۶ وزارتونو څخه ۱۸ ورکړل سول، نو په همدې لحاظ دوی د همدې امتیاز لرلو په خاطر، د امریکایانو او د هغوی د غربي ملګرو د اقتصادي او سیاسي ملاتړ څخه برخمن ول او د جنوب اوسیدونکي چي عموما پښتانه ول د طالبانو سره د قومیت په خاطر دا شل کاله افغانستان ته د غرب او نوري نړۍ څخه د ښو او ښادیو د راتګ څخه بې برخي پاته سول. د طالبانو د بیا راپورته کېدلو په خاطر یې سیمي، کورونه او ښارونه دا تېر ۲۰ کاله د اور خوراک سول. په همدې لحاظ د هیواد په شمال کي د امنیت شورا کي موجودو اسنادو په رڼا کي څو بیلونران سته په جنوب او ټوله اکثریت پښتون میشتو سیمو کي بېله محمود کرزي څخه ما ته بل څوک نه دئ را معلوم. ماته داسي اسناد هم په لاس راغله، چي په هغه کي د شمال یو مشر ۸۰۰ ملیونه ډالره د مالیې وزارته د مالیې د نه ورکړي له کبله پوروړی و. که طالبان جنوب ته منسوب کړو نو په اقتصادي لحاظ په هیڅ صورت جنوب د شمال چي په اغلب ګمان د اړو دوړ په صورت کي به د طالب ضد صف کي دریږي سیالي نه سي کولای.
  • د مالي قدرت تر څنګ د شمال او مرکزي افغانستان خلکو د نسبي امنیت څخه په ښه توګه استفاده وکړل او ډېرو ځوانانو یې په هیواد دننه او بهر کي زده کړي وکړې، نو د علم په ډګر کي هم د هیواد شمال او مرکزي سیمي د جنوب څخه دا سیالي وړي.
  • د مال او تعلیم تر څنګ هغوی نسبت جنوب او نورو پښتون میشتو سیمو ته د نړیوالو خصوصا د غرب او هند سره خورا ښې او ژوري اړیکي جوړي کړي، چي د جنوب خلک چي طالبان یې ځان ته منسوب ګڼي دا میدان هم خپلو سیالانو ته بیالي.
  • د جنوب په پرتله په غرب او نوري بهر نړۍ کي د شمال او مرکزي افغانستان خلک اکثریت دئ، د اړ ودوړ په صورت کي به هغوی منظم او د طالب ضد ډلي لپاره به لابي کوي او مالي او بشري مرستي به ورسره کوي.
  • طالب ضد ټلواله: پښتانه به د زرو مجبوریتونو سره طالب ومني مګر د شمال او مرکزي افغانستان اوسیدونکي په ځانګړي توګه د جنبش، وحدت حزب او اسلامي جمعیت به د وچي مجبورۍ له کبله بیا د طالب پر ضد سره یو ځای کیږي او د هغوی په مقابل کي به دریږي، چي بیا به هم د لیلې د دښتي په شان عام قتلونه کیږي او ورور وژنه به جریان لري.
  • د شمال او مرکزي افغانستان خلک د جنوب خلکو او یا په ټوله کي د پښتون میشتو سیمو خلکو ته په وسلو مجهز او د دوی ځوانانو او افسرانو په دا تیرو شلو کلنونو کي په ټولو امنیتي ارګانونو کي خدمت کړی دئ، چي د جنګ ښه پوره تجربه او مهارت لري او هر وخت د طالبانو ضد ډلي صفونه ډکولای سي.

۷- پښتانه:

که څه هم پښتنو په تېرو شلو کلونو کي د تش په نامه د ترهګرۍ د جګړې سخته بیه پرې کړې خو بیا یې هم د تعلیم، اقتصاد، ټیکنالوژۍ، د نړۍ سره د روابطو جوړولو، ښاري ژوند ته مخه کولو او نورو برخو کي ښه د پام وړ پرمختګونه کړي دي. د افغانستان د نورو قومونو په شان د پوهو او روشنفکرو پښتنو لپاره به هم ګرانه وي، چي د طالب تر واکمنۍ لاندي ژوند وکړي، هغوی به یا له هیواده وځي او بیا به د طالب ضد ډلي سره د مقاومت ډګر ته درومي. که د طالبانو په مقابل کي یو ګډ قومیز او افغان شموله ایتلاف جویږي نو به د پښتنو ونډه د تېر ځل په شان خورا پکي ډېره وي او په اغلب ګمان ددې ایتلاف مشر به هم پښتون وي.

۸- د جنګ لپاره د شرعي جواز د لاسه ورکول:

لکه څنګه چي مجاهدینو د روسانو تر وتلو وروسته د ډاکټر نجیب الله د حکومت په مقابل کي خپل شرعي جواز د لاسه ورکړ، همداسي به طالبان هم د امریکایانو تر وتلو وروسته په افغانستان کي د افغان حکومت په وړاندي شرعي جواز د لاسه ورکوي. زما په یاد دي، چي د روسانو تر وتلو وروسته په کندهار کي ٪۶۰ فیصده مجاهدینو د جهاد څخه لاس واخیست او نور یې دا شرعي نه ګڼله، چي دخپل ورور په مقابل کي وجنګیږي، په همدې سرنویشت به طالبان هم اخته کیږي.

هیله:

په سوله کي به د ټولو خواو او په ځانګړې توګه د افغان ولس لوی خیر وي. همدا د طالبانو او نورو سیاسي مشرانو لپاره یو چانس دئ، چي خپل ځانونه د مجاهدینو د مشرانو د سرنویشت څخه وساتي. الله دي وطن ته سوله راولي.