خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

افغانستان ته به په ۱۴۰۰ کال کې د کرونا ناروغۍ واکسین را ورسېږي

تمه ده چې د کرونا پرضد د واکسین لومړنۍ جوپه تر شپږو میاشتو پورې افغانستان ته ولېږدول شي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور وائي: “د افغانستان او د واکسین د نړیوال ایتلاف د توافق له مخې، د کرونا ویروس ضد واکسین د لومړۍ جوپې په رسيدو به د هيواد ۳سلنه وګړي واکسین شي.”

ښاغلي سمسور زیاته کړه، چې افغانستان ته د کرونا ویروس لېږد به تر۲۰۲۲ کال پورې په پنځو مرحلو کې ترسره شي.

د ورلډو میترس د ویبپاڼې د شمېرو له مخې په افغانستان کې له ۵۲ زرو زیات کسان پر کرونا اخته شوي او له امله یې هم له ۲۱۰۰ زیات کسان مړه شوي دي.