خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د کرونا په اړه د رسول الله ص احادیث!

د کرونا په اړه د رسول الله ص احادیث!

۱– کرنطین نبي وي ارشاد دئ:

“د هغو کسانو څخه چي ساري ناروغي لري داسي وځغلئ لکه څنګه چي له زمري څخه زغلئ”. (بخاري، ۷ جلد، ۷۱ کتاب، حدیث ۶۰۸).

۲- اجتماعي فاصله ساتل نبوي امر دئ:

“هغه کسان چي په ساري ناروغیو اخته دي باید د له صحتمندو کسانو څخه بېل وساتل سي”. ( بخاري، حدیث نمبر ۶۷۷۱ او مسلم حدیث نمبر ۲۲۲۱).

۳- پر سفر بندیز نبوي لارښوونه ده:

“هغه سیمو ته مه ورځئ، چي هلته ساري ناروغي رامنځ ته سوې وي، او له هغه سیمي څخه مه وځئ، چي ساري ناروغي پکي رامنځ ته سوې وي”. (بخاري، حدیث نمبر ۵۷۳۹ او مسلم ۲۲۱۹).

۴- که په تاسو کي د ناروغۍ نښي او علایم وي نورو خلکو ته ضرر مه رسوئ:

“رسول ص فرمایې: که په تاسو کي د ناروغۍ نښي او علایم وي  نورو ته ضرر مه رسوئ او مه له نورو ضرر اخلئ” (سنن ابن ماجه، حدیث نمبر ۲۳۴۰).

۵- په کور کي پاته کېدل د نبوي ارشاداتو څخه دي:

“هغه کسان چي د خپلو ځانونو او نورو د خوندي تابه لپاره په کور کي پاته کیږي، د الله ج په ساتنه کي دي”. (مسند)

۶- که اړتیا وي، کور هم مسجد دئ:

“رسول الله ص فرمايې: الله ج ټوله مځکه مسجد ګرځولي ده بېله هدیرې او تشنابونو څخه”. (ترمذي، الصلاح، حدیث نمبر ۲۹۱).

۷-  د هر مرض لپاره علاج سته او په صبر کي ثواب دئ:

“رسول الله ص فرمايي: الله ج داسي هیڅ ناروغي نه ده رالیږلې، چي د هغې علاج یې نه وي را استولی”. (بخاري، جلد ۷، کتاب ۷۱، حدیث نمبر ۵۸۲).

۸- راځئ تداوي وکړو، علاج یې الله ج کوي:

“رسول الله ص فرمایې: هر مرض لره علاج سته، کله چي د کومي ناروغۍ ضد درمل استعمال کړه سي، هغه ناروغي د الله ج په امر سره رغول کیږي”. (مسلم، حدیث نمبر ۲۲۰۴).

۹- ماسک اچول نبوي ارشاد دئ:

“رسول الله ص به د ترچلو په وخت کي خپل مخ په لاس او یا خپلو جامو پټاوه”. (ابو داود; ترمذي };کتاب ۴۳، حدیث نمبر ۲۹۶۹{).

۱۰- هر ځل چي کور ته ننوځي لاسونه مو ومینځئ:

“رسول الله ص فرمایې: پاکوالی نیم ایمان دئ”. (مسلم، ۲۲۳)

ژباړن: ولي نوري