خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

راشد خان د کرکټ د ٢٠ اووريزو لوبو د تېرې لسيزې غوره لوبغاړى اعلان شو

د کرکټ نړيوالې شورا ( اى سي سي) په بېلا بېلو کټګوريو کې د تېرې لسيزې غوره لوبغاړي اعلان کړل.

د دغې شورا له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په ټسټ کرکټ کې د اسټراليا سټيو سمېټ، په يو ورځنيو کې د هندوستان ويرات کوهلي او په شل اووريزو کرکټ سياليو کې د افغانستان راشد خان د لسيزې غوره لوبغاړي اعلان شوي دي.

د اسټراليا د کرکټ ښځينه لوبغاړې ايليس پيري په ټوليزه توګه د تېرې لسيزې ښځېنه لوبغاړي، د يو ورځنيو سياليو او شل اووريزو د لسيزې د غوره لوبغاړې جايزې هم وګټلې.

د هندوستان پخوانى لوبډلمشر اېم اېس دهوني د کرکټ د جذبې په برخه کې د لسيزې غوره لوبغاړى اعلان شوى دى.

په شل اووريزو لوبو کې چې راشد خان غوره لوبغاړى اعلان شو، د هغه د اسټراليا ارون فينچ، د ويسټ انډيز کريس ګيل، د هندوستان ويرات کوهلي او روهيت شرما، د سريلانکا ملينګا او د سوېلي افريقا عمران طاهر وو،  خو راشد خان دوى ته ماتې ورکړه او د تېرې لسيزې غوره لوبغاړى اعلان شو.

راشد خان د افغانستان له لوري په ٢٠١٥ زېږديز کال کې د کرکټ نړيوالې شل اووريزې سيالۍ پيل کړې دي.

د کرکټ د نړيوالې شورا په خبرپاڼه کې راغلي، چې راشد خان  تر اوسه په ٤٨ نړيوالو شل اووريزو سياليو کې د ١٢،٦٢  منډو اوسط سره ٨٩ لوبغاړي سوځولي دي .

سرچينې زياته کړې چې که څه هم ګڼ شمېر لوبغاړو له راشد خان څخه مخکې لوبې پيل کړې وې، خو هغه يواځينى لوبغاړى دى چې په کومو لوبو کې يې ډېر لوبغاړي سوځولي دي.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې راشد خان يواځينى لوبغاړى دى چې په شل اووريزو لوبو کې يې په څلورو توپونو څلور لوبغاړي سوځولي دي.

د کرکټ نړيوالې شورا دغه راز ويلي چې راشد خان يواځينى لوبغاړى دى چې په کمه موده او کمو لوبو کې يې ٥٠ لوبغاړي سوځولي دي

د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا له دغه اعلان وروسته راشد خان په خپل پيغام کې ويلي دي : (ډېر خوښ يم چې له افغانستان څخه د داسې يوې مهمې نړيوالې جايزه ترلاسه کوم، ځانګړې خوښي او احساسات لرم).

د يادونې ده چې پرون د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا د تېرې يوې لسيزې له غوره لوبغاړو څخه د اعلان شل اووريزې لوبډله کې هم د راشد خان نوم راغلى و.