خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

قندهار کې کرنیز کمپلکس جوړېږي

د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د پروسس او صادراتو د پراختیا په موخه کرنیز کمپلکس جوړېږي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت وائي: چې تېره ورځ ناوخته په دې اړه د ولسمشر غني په مشرۍ غونده جوړه شوې وه او په غونډه کې پرېکړه شوې چې د کرنیز کمپلکس جوړول دې له کندهاره پیل او وروسته دې د هېواد په نورو زونونو کې پلې شي.

د دغه وزارت د مسئولینو په وینا، ولسمشر غني دغه ‌شان ټینګار وکړ چې خصوصي سکټور سره دې کار وشي، ترڅو وتوانېږي د صادراتو په ځانګړي ډول د افغانستان د کرنیزو توکو د صادراتو سطحه لوړه کړي.

دوي وائي: متحده عربي امارات، قطر، کوېټ او سعودي عربستان زموږ د کرنیزو محصولاتو لپاره ښه مارکېټونه دي او باید ورته کار وشي.