خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

انوارالحق احدي: تر راتلونکو څلورو کلونو پورې به افغانستان د چرګانو د غوښې تولید په برخه کې پر ځان بسیا شي.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزیر انوارالحق احدي وایي، د خصوصي سکټور په همکارۍ به تر راتلونکو څلورو کلونو پورې افغانستان د چرګانو د غوښې د تولید په برخه کې پرځان بسیا کړي.

ښاغلي احدي دا خبرې پرون ناوخته د البدر په نوم د چرګانو د دانې جوړولو د يوې فابريکې د پرانیستې پرمهال کړي او ويلي، چې دمګړۍ دکال نږدې ۲۲۰زره ټنه د چرګانو غوښه توليدېږي، خو د افغانستان اړتیاوې په کال کې څه باندې ۲۹۰ زره ټنه ده.

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وائي چې، البدر د چرګانو د دانې تولیدي فابریکه ده، چې د حبوباتو د پروسس او بسته بندۍ په برخه کې هم کار کوي.

د کرنې وزارت وايي، چې د چرګانو د روزنې د فارمونو پر وړاندې یوه لویه ستونزه د چرګانو د دانې نه شتون وه، چې له نیکه مرغه دا ستونزه هم د پانګه والو په پانګونې سره هوارېږي.

د البدر د چرګانو د دانې تولیدي فابریکه د ورځې ۱۲۰ ټنه د چرګانو دانې تولیدوي.

په یاد کمپلکس کې ۸۰ زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د البدر تولیدي کمپلکس د کابل ولایت د بګرامیو په ولسوالۍ کې په۲۵۰ جریبه ځمکه کې د ۴۱ میلیون ډالرو په لګښت د خصوصي سکټور لخوا جوړ شوی.