د پاسورډ د خوندي توب لاري چاري
زموږ له منځه ډيري فکر کوي، که يې د فېسبوک، ټويټر يا ایمېل په پاسورډ کي اعداد او زياتي نښي و کارولی؛ نو ای ډي يې ډېره خوندی پاته کیږي.
مګر په په اصل کي داسی نه ده، د Bill Burr په نامه د ټولنيزو رسنيو او ايمېلونو د خونديتوب يو څېړونکی وايي، که تاسي په پاسورډونو کي يو نوم او بيا پسي ښه ډېر اعداد او نښي و کاروئ، په ډېر اسانه د هکرانو لاس ته لويږي.
Bill Burr زياتوي، هغه پاسورډ زيات مضبوط وي چي له الفاظو جوړ او اوږد وي، يعني يوه اوږده جمله وي.