خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د افغانستان له لارې د تركمنستان د ګاز د انتقال پروژه :TAPI

ګل آغا احمدي وردك

سريزه

ګاز او د انرژۍ ورته سرچينې چې د ځمكې د لاندې پيدا كيږي په اقتصادي اصطلاحاتو  كې یې د تورې طلا نوم ګټلی  او  د ورځې په تيريدو سره خپل اهميت زياتوي ځكه چې د اوسنۍ نړۍ د اقتصاد او صنعت د بهیر زياته برخه د انرژۍ د پراختيا پر مټ مخته روانه ده او د انرژۍ له سرچينو څخه پرته  انسانان نه شي كولاى چې په صنعتي او اقتصادي ډګر ګې د خپل اقتصادي برياليتوب هسكو پوړيو ته ورسيږي.

په دې لړ كې د منځنۍ آسيا د هيوادونو او بيا په ځانګړي ډول د تركمنستان هيواد د ګاز سرچينې په اقتصادي ډګر كې هغه خوږ خوب ګڼل کیږي چې په ليدلو سره يې  د سیمې د هيوادونو د زړه سواندو چارواکو په زړونو کې د هیلو غوټۍ په ګلونو بدلې شي او غواړي چي د خپلې اقتصادي او صنعتي پراختيا لپاره يې د تركمنستان له هيواد څخه و پلوري، خپلو هيوادونو ته يې و ليږدوي، د صنعت او اقتصاد په ډګر كې يې په كار و ګوماري او د اقتصادي پرمختګ لوړې پوړۍ ته ځان و رسوي خو ليږدول يې د كومې لارې شوني دي؟

 د انرژۍ نړيوال ماركيټ او بيا په ځانګړې توګه د پاكستان او هند هيوادونو ته د تركمنستان د هيواد د ګاز د انتقال نل ليكې پروژه هغه موضوع ده چې د سيمې د هيوادونو د استازو له خوا څو څو ځلې تر ژور بحث او څيړنې لاندې نيول شوې ده چې له ترکمنستان څخه تر پاکستان پورې د نوموړې نل لیکې اندازه ۱۴۴۰ کیلومتره او بيه يې په ټوليزه توګه ۳،۸ ميليارده امريكايي ډالر اټكل شوې ده. كله كله نوموړو خبرو اترو جدي بڼه غوره كړې او کله بیا د يو شمير عواملو، ستونزو او چلنجونو د رامنځته كيدو له كبله تر ګواښ لاندې راغلي دي.

بايد وويل شي چې يوه خبره اوس ټولو اړوندو اړخونو ته جوته شوې ده چې د افغانستان له لارې  د دې پروژې عملي كول له بلې هرې لارې څخه آرزانه، آسانه، د عملي كيدو وړ او په لږ وخت كې شونې ده. همدارنګه زموږ هيواد ته زياتې اقتصادي، امنيتي او هر اړخيزې ګټې په خپله لمنه كې لري.  په دې اړه د آسیایي پراختیايي بانک په منځګړیتوب د افغانستان، تركمنستان، پاكستان د استازو له خوا څلور ځلې تخنیکي او لس ځلې د وزیرانو په کچه رهبري غونډې شوې دي چې په وروستیو غونډو کې یې هندوستان هم رسما د یوه رسمي غړي په توګه ګډون کړی دی. همدارنګه په پام کې ده چې د څلورو هیوادونو د استازو تر منځ یوولسمه غونډه په نږدې راتلونکي کې په نوي ډهلي کې جوړه شي چې نیټه یې تر اوسه نه ده ټاکل شوې او د نیټې د ټاکلو موضوع یې د ترکمنستان له لوري د وخت غوښتنه ګڼل شوې چې ګواکي د ترکمنستان لوری د نوموړې پروژې د تړون د لاسلیک لپاره د کابینې تصویب ته اړتیا لري.

غواړو په خپله دې مقاله كې د افغانستان له لارې د جنوبي آسيا هيوادونو ته د ګاز د ليږدولو د نل ليكې په عملي لارو چارو خپل نظر له ګرانو لوستونكيو سره شريك كړو. همدارنګه یو لړ هغو پرمختګونو او ګواښونو ته هم په لنډه توګه اشاره وكړو چې په دې لاره كې تر سترګو كيږي.

لومړی: تاريخي پس منظر

د ځينو كارپوهانو له نظره د افغانستان له لارې د تركمنستان د ګاز د ليږدولو د نل ليكې  فكر د ۱۳۶۲ او ۱۳۶۳ هجري لمريز كلونو زيږنده دى خوكورنيو جګړو د دې فكر د عملي كيدلو اجازه ور نه كړه. په۱۳۷۱ هجري لمريز كال او په كابل باندې د ځينو جنګي ډلو له ولكې سره سم نوموړى فكر يو ځل بيا د يو شمير هيوادپالو افغانانو تر منځ سر را اوچت كړ او په ۱۳۷۴  کې لومړی تفاهم لیک د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان د هیوادونو تر منځ لاسلیک شو او د نوموړې پروژې ته د Turkmenistan, Afghanistan and Pakistan یا (TAP) نوم ورکړ شو.خو د كورنيو جګړو اوږدوالي د هيواد د هر اړخيزې  ورانۍ تر څنګ له افغانستان څخه د تركمنستان د ګاز د نل ليكې د تيريدلو فكر هم پرته له كوم عملي پرمختګ څخه پرته غلى كړ. په ۱۳۷۵ كال كې چې كله كابل د طالبانو لاسته ورغی نو په دې اړه د افغانستان دخلكو او نړيوالو له خوا زياتې اميدوارۍ  تر سترګو شوې او خبرې دې حد ته ورسيده چې د طالبانو د واك پر مهال د امريكا د يونيكال د كمپنۍ په بلنه د طالبانو یوه پلاوى هغه هيواد  ته سفر وكړ او د يونيكال د كمپنۍ تاسيسات له نږدې څخه وګوري. په همدې توګه هغه مهال د ارجنټاین د پريډاس له كمپنۍ  سره هم د وخت د چارواكو له خوا خبرې اترې تر سره شوې. خو په افغانستان کې د کورنۍ  جګړې اوږدوالی او له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو د اړیکو پرې کیدل د دې سبب شوچې د یونیکال او پریډاس كمپنۍ هم د دې كار له سر ته رسولو څخه لاس په سر او له هيواد څخه د تركمنستان د ګاز د نل ليكې د ليږدولو مسئله یو ځل بيا خاموشي غوره كړي.

د ۱۳۸۱ هجري لمريز كال په دوهمه نيمايي او په هيواد باندې د افغانستان د لنډ مهالې ادارې د واك سره جوخت د سيمې د هيوادونو په سياسي او اقتصادي محافلو كې يو ځل بيا نوموړې مسئله ښه توده شوه. له هغه مهال راهيسې په كابل، عشق آباد، او اسلام آباد كې د افغانستان، تركمنستان، پاكستان دهيوادونو د اړوندو استازو تر منځ ګټورې خبرې  تر سره او افغان پلاوى څو څو ځلې د پاكستان پلازمينې اسلام آباد او د تركمنستان پلازمينې عشق آباد ته سفرونه وكړل او كابل ته د يادو شوو هيوادونو پلاوي راغلل او د هندوستان هیواد هم خپله علاقه او دلچسپي ورسره څرګنده کړه چې په نهمه رهبري کمیټه کې چې د ۱۳۸۷ د غوايي په دویمه نیټه په اسلام آباد کې دایره شوه هندوستان هم په رسمي توګه د دې پروژې یوه اړخ و ګرزیده او نوموړې پروژه د Turkmenistan, Afghanistan Pakistan and India یا (TAPI)  په نوم و نومول شوه. د TAPI د پروژې په هکله تر دې مهاله د اړوندو هیوادونو د وزیرانو په کچه لس ځله د رهبرۍ کمیټې غونډې شوې. خو د پروژې د عملي کیدو د کار د پیل په هکله د قرارداد تر دې مهاله د ټولو اړخونو تر منځ لاسلیک شوی نه دی او نه هم د نوموړې پروژې د کار د پيل نیټه اعلان شوې ده.

دویم: د ګاز د نل ليكې د تيريدو څرنګوالى

د افغانستان له لارې د تركمنستان څخه پاكستان ته د ګاز نل ليكه ټول ټال ۱۴۴۰ كيلومتره اټكل شوې ده چې ۷۴۳ كيلومتره يوازې د افغانستان په خاوره كې تيريږي  او د امريكا د ځينو كمپنيو د اټكل له مخې به د سيمې هيوادونو ته د تركمنستا د ګاز له زيرمو څخه شل میلیارد  متر مكعب ګاز په هر کال کې و ليږدوي او د پروژې عمر ۳۰ کاله اټکل شوی دی. بايد وويل شي چې د تركمنستان د ګاز په زيرموكې د ياد شوي رقم څو چنده ګاز موجود دى. د دې پروژې قيمت په ټوليزه توګه ۱،۹ ميلياره اټكل تر پاکستان او ۶۰۰ میلیونه امریکايي ډالر تر هندوستان پورې اټکل شوی دی. په پام كې ده چې د ګاز نل ليكه به د تركمنستان له هيواد  د افغانستان د تورغونډۍ، کشک، هرات، ادرسکن، فراه رود، دلارام، ګرشک، کندهار، سپین بولدک په سیمو تیریږي او بیا  به د پاكستان د كويټې ښار ته و غزول شي.

دوهمه طرح دا ده  چې د افغانستان د شمالي ولايتونو څخه د سالنګونو د لارې لومړى كابل او بيا پيښور ته وغزول شي. په همدې توګه دريمه طرح په دې اړوند دا ده   چې د افغانستان د شبرغان له لارې ښكاري درې (دره شكاري)، جلريز، كابل او بيا پيښور ته و غزول شي خو له تركمنستان څخه د هرات، هلمند، كندهار له لارې پاكستان ته د نوموړي پايپ لاين نل لیکې د غزولو په هکله د پروژې رهبري کمیټې خوښه کړې ده ځکه چې نوموړې لاره لنډه ده، آرزانه تمامیږي او د ژوند د چاپيریال كوم ضرر ورته متوجه نه دی.

د نوموړي نل ليكې هر ډول امنيتي، سياسي، د ژوند چاپيریال او ټولنيز اړخونه مخكې له مخكې د آسيايي پراختيايي بانك له خوا د يوې ارجنټایني كمپنۍ په وسيله مطالعه او سنجول شوي دي چې د اړوندو هيوادونو لپاره يوه عملي او ګټوره پروژه ګڼل شوې او پرته له كومو جدي ستونزو د عمل په ډګر كې پلې كيداى شي.

دریم: افغانستان ته د نوموړې پروژې ګټې

د افغانستان له لارې د تركمنستان له هيواد څخه د ګاز د نل ليكې تيريدل زموږ هيواد ته زياتې امنيتي، سياسي او اقتصادي ګټې په نظر كې لري چې ځينو ته يې  په لاندې توګه اشاره كيږي:

۱.د ګاز د نل ليكې د كار د پيل سره جوخت به ۳۰۰۰ افغانانو ته يوازې د پروژې د اعمار په چارو كې كار پيدا شي.

۲.له پورتني رقم پرته به يو زيات شمير افغانان د پروژې د امنيت په چارو كې په كار وګومارل شي چې شمیر یې د ۶۰۰۰ کسانو په شاوخوا کې اټکل شوی دی.

۳.داسې اټكل شوې ده چې د نوموړې پروژې له امله به هر كال افغانستان ته له ۳۵۰ څخه تر ۴۰۰ ميليونه امريكايي ډالره ترانزيت ټكس يا ماليه په لاس ورځي.

۴.د سيمې امنيت به نور هم ورسره مضبوط كيږي ځكه په پام كې نيول شوې چې د دې پروژې د امنيت لپاره به د نورو امنيتي ګامونو سره سره ځانګړى هوايي ځواك هم په كار ګمارل كيږي.

۵.په نړيوال ډګر كې د افغانستان اهميت نور هم ډيريږي او شايد نوموړى كار د مركزي آسيا د طبيعي زيرمو د ليږدولو لپاره د لومړي ګام په توګه و ګڼل شي او په راتلونكي كې د تيلو او ګاز نورې ورته نل ليكې هم زموږ د هيواد له لارې نړيوالو ماركيټونو ته وغزول شي.

۶.د دې اټكل هم كيږي چې د دې نل ليكې له لارې به د افغانستان خپل داخلي ګاز هم بهر ته و ليږدول شي.

۷.داسې احتمال هم شته چې د څلور ګونو هيوادونو د وروستي تړون په ترڅ كې دغه  موضوع هم مطرح او موافقه پرې وشي چې د افغانستان هغو سيمو ته د نوموړې نل ليكې څخه ګاز ور كړل شي چې د ګاز نل ليكه ورڅخه تيريږي.

۸.همدارنګه اټکل دی چې د هیواد هغه سیمې د پاخه سړک او بریښنا له نعمت څخه هم برزخمنې شي چې  نوموړې نل لیکه ورڅخه تيريږي د دې.

څلورم: د پروژې د عملي كيدو څرنګوالى

په پام كې نيول شوې ده چې د دې پروژې ډيزاين په ډير ښه شكل صورت و مومي او د ګاز نل ليكه په داسې ډول جوړه شي چې د هر ډول تخريبي اعمالو له اغیزو څخه ژغورل شوې وي. داسې اوتوماتيكي دروازې ورته نصب شي چې كه نل ليكه په يوه سيمه كې تر تخريبي بريد او يا ګواښ لاندې راځي نو د نل ليكې ګاز به په اوتومات شكل بنديږي او د ګاز د ليږدولو بهير ته به كوم زيان نه ورسيږي. په همدې توګه د تخريب شوي ځاى بيا جوړول او ترميم  به هم آسانه وي.

بل دا چې داسې آلات پكې نصب كيږي چې كه چيرې نل ليكې په كومه سيمه كې زيان رسيږي نو سمدلاسه به نصب شوې آله د تخريبي عمل او سيمې په اړه امنيتي ځواكونو ته خبر وركوي چې امينتي ځواكونه او د بيا رغولو ټيم به د خپل هوايي ځواك په وسيله نوموړې سيمې ته په هماغه لحظه رسيږي او د تخريبي عمل مخه به نيسي.

د دې پروژې په عمومي كانسرشيم (د کمپنیو ایتلاف) باندې ژوره مطالعه روانه ده او تر ژورې كتنې وروسته به د څلورو اړخيزې موافقې په ترڅ كې لاسليك او عملي بڼه به غوره كوي خو د كار د پيل نيټه يې د ترکمنستان له خوا د وخت د غوښتلو او زياتو مطالعاتو له كبله تر اوسه پورې ټاكل شوې نه ده.

پنځم: روښانه هيلې

د افغانستان له لارې د پاكستان او هندوستان هيوادونو ته د تركمنستان د طبيعي ګاز د نل ليكې د عملي لارو چارو په اړه بايد وويل شي چې نوموړې پروژه څرنګه چې د افغانستان او تركمنستان په ګټه ده په همدې ډول د پاكستان او هندوستان په ګټه هم ده.

د نوموړې پروژې په اړه د تركمنستان د هيواد لويه  انديښنه دا ده چې ګواكي د هغه ګاز ته به ښه ماركيټ پيدا نه شي او د دوى ټول ګاز به و نه پلورل شي خو د ګاز د پيرودنې لپاره د هندوستان د هيواد چمتووالی نوموړو انديښنو ته د پاى ټكى ايښى دى.

د هندوستان هيواد هم پريكړه كړې ده چې په دې پروژه كې به برخه اخلي ځكه چې د نوموړي هيواد نفوس له يو ميليارد څخه لوړ دى او د خپلو اړتياوو لپاره د انرژۍ زياتو سرچينو ته اړتيا لري.

له بلې خوا د پاكستان ۸،۵ اقتصادي رشد مسئلې هم يوه بله اميدواري د نوموړې مسئلې لپاره رامنځته كړې ده چې د تركمنستان هيواد و هڅوي څو د ګاز د نل ليكې غزولو ته پرته له كومو انديښنو غاړه كښيږدي.

افغانستان هم هيله من دى چې په دې اړه داسې يو سيستم منځته راشي څو د دې هيواد هغه سيمې له نوموړې نل ليكې څخه خپل د اړتيا وړ ګاز حاصل کړی چې نل لیکه ورڅخه تيريږي او نوموړي كار د تركمنستان هيواد هيله من كړى دى څو د خپل توليدي ګاز لپاره غوره ماركيټ و مومي.

بل دا چې كوم تړون چې له ايران څخه هند ته د پاكستان له لارې د ګاز د نل ليكې د تيريدو لپاره په پام كې نيول شوى وو په سيمه كې  د زياتو اقتصادي او سياسي عواملو له امله عملي بڼه نه شي درلودلاى او له نيكه مرغه د سيمې هيوادونه دې پايلې ته رسيدلي دي چې نوموړى كار يوازې د افغانستان له لارې د تركمنستان له هيواد څخه نړيوال ماركيټ د ګاز د نل ليكې د تيريدو په وسيله شونى دى سره له دې چې د ايران هيواد به په دې لاره كې خپلو سياسي او اقتصادي سيالیو ته دوام وركوي څو نوموړى كار د افغانستان له لارې و نه شي.

شپږم: اندیښنې، ګواښونه او خنډونه

سره له دې چې په هيواد كې هراړخيز مثبت بدلونونه او بيا په ځانګړې توګه د تركمنستان له هيواد څخه نړيوال ماركيټ ته د افغانستان له لارې د ګاز د نل ليكې د تيريدلو د پروژې عملي كيدو ته ټول  افغانان لحظې شميري خو د بل هر كار په څير به نوموړى كار هم له ځينو احتمالي ستونزو، ګواښونو، خنډونو او انديښنو څخه خالي نه وي. تر اوسه پورې چې كوم ستر خنډونه د دې كار د پراختيا سبب شوي دي په هيواد كې تحميلي تحولات، كورنۍ جګړې ، د افغانستان ناروغ كورنى سياست، په سيمه كې د امنيت نشتوالى، په هيواد كې د سياسي رژيمونو بدلون او داسې نور ګڼلى شو.

په راتلونكې كې به د امنيت موضوع تر ټولو جدي او د پام وړ مسئله ګڼل كيږي. په همدې توګه د بې قانونه وسلو او وسله والو شتون هم د انديښنې وړ دى چې حكومت بايد نوموړې مسئلې ته د معقول چلند له مخې حل لارې و لټوي. د ګاونډيو هيوادونو سياسي او اقتصادي سيالۍ به هم په راتلونكي كې د يوه جدي ګواښ په توګه سر را پورته كړي ځكه چې زموږ د هیواد ځينې ګاونډي ملکونه په خپل څنګ كې د يوه پرمختللي او ځواكمن افغانستان موجوديت له بده مرغه نه شي زغملاى. خو دا به په راتلونكي وخت پورې اړه ولري چې هيواد او د هغه سياسي زعامت څومره كولاى شي موجودو او ورته ګواښونو په مقابل داسې معقول عمل وكړي چې په خپلو استراتيژيكو او اقتصادي موخو كې بريالى او خپلو اوسيدونكو ته د هر اړخيز پرمختګ لاره هواره کړي؟

پايله

د بریښنا د فکري انجمن غړي په دې آند  دي چې د افغانستان له لارې پاكستان او بيا هندوستان ته  د تركمنستان د ګاز د نل ليكې غزول د خورا مهمو پروژو څخه ګڼل كيږي چې زموږ هيواد ته له زیاتو اړخونو څخه ګټوره ده. د نوموړې پروژې په اړه داسې اټكل كيږي چې د دې كار د سر ته رسولو وخت را رسيدلى دى او په دې وروستيو وختونو كې د اړوندو هيوادونو د استازو له خوا يو لړ ګټورې خبرې اترې تر سره شوې او دا شونتيا يې را منځته كړې ده چې د پروژې  په اړه كوټلي او عملي ګامونه پورته كړاى شي.

موږ د افغانستان د حکومت له چارواکو څخه هیله من یو چې د دې پروژې د تړون د لاسلیک، عملي کیدو او مناسبې زمینې د برابرولو په لوري ګړندي ګامونه پورته کړي. ښه به دا وي چې د افغانستان حکومت د نړیوالې ټولنې په همکارۍ سیمې ته د امنیت په راوستلو کې خپل کردار په ښه توګه ادا کړي ځکه چې امنیت د نوموړې پروژې د عملي کیدو لپاره حیاتي ارزښت لري. همدارنګه په دې هکله د تړون د لاسلیک کولو پر مهال هغو ټولو باریکیو ته پوره پاملرنه وکړي چې د افغانستان ملي ګتې په نظر کې نیسي.

اخځلیکونه:

  1. د کانونو وزارت
  2. د انرژۍ او کانونو په چارو کې د ولسمشر د لوی سلاکار دفتر
  3. له پراګ څخه خپریدونکې د آزادۍ د رادیو اقتصادي خپرونې

Leave a Reply