موږ امن او بدلون ته اړتیا لرو
د جلال اباد ښار سلګونه محصلین وایي، دوی د امن او سولي راوستلو له پاره لاس په کار کېږي.
د پامیر انستیوتوت سلګونه محصلین وایي، د جګړې روان حالت د دوی پر زده کړو بد اغېز کړی دی.
د هغوی په وینا، د جګړې ښکېل اړخونه دي نور له افغان وژني لاس واخلي.
پر همدې مهال د سولي ولسي حرکت-PPM مشر اقبال خیبر هغوی ته د رواني جګړې اړوند معلومات ورکړه.
د خیبر په وینا، په هلمند، کندهار، کنړ، ننګرهار، پکتیا او یو شمېر نورو ولایتونو کي جګړه د نشه یي توکو، اوبو او کانونو پر سره ده.
هغه وویل، شاوخوا څلوېښت کاله کېږي چي پر افغان جګړې ډول ډول نومونه ایښول سوي او ایښول کېږي.
خیبر پر ولسونو ږغ وکړ چي باید د خپلي خاوري د مالکیت دعوه وکړي او سکوت مات کړي.
د دغه مسؤل په وینا، د جګړې ټول اړخونه باید په دې پوه سي چي موږ ویښ سوي یو.
اقبال خیبر ټولو اوسېدونکو ته بلنه ورکړه چي باید د نوي کال څلورمه نېټه د جلال اباد ښار په شېرزي لوبغالي کي غونډه کي ګډون وکړي.
#سوله
#PPM