د امریکا سنا له سعودي ایتلاف د ملاتړ ختمولو طرحه تصویب کړه
د امریکا سنا چې د جمهوري غوښتونکو په واک کې ده داسې طرحه تصویب کړې چې د یمن په جګړه کې د سعودي په مشرۍ د ټلوالې نه د امریکا ملاتړ درېدو غوښتنه کوي.
دا طرحه د ۵۴ تاید او ۴۶ مخالفو رایو په ترلاسه کولو تصویب شوه.
دا له وروستیو جنجالونو سره سره له سعودي او ددې هېواد له مشرانو سره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملاتړ رد بلل کیږي.
ډونالډ ټرمپ وړاندې ژمنه کړې وه چې که داسې پریکړه لیک تصویب شي، دی به یې رد کړي.
په یمن کې د سعودي په مشرۍ جګړه ۲۰۱۵ کال پیل شوه چې هلته د زرګونه کسانو د وژل کېدو او د پراخه لوږې تندې لامل شوه.
ه دې جګړه کې سعودي له امریکا پېرل شوې وسله کاروي.
پر دې سربېره امریکايي ځواکونه د ټلوالې ځواکونو سره د بې پیلوټه الوتکو په لوجیستیکي او معلوماتي برخه کې مرسته کوي.
د امریکا د سنا پریکړه لیک ددې هېواد د ولسمشر د واکونو محدودولو کمسارې هڅه بلل کیږي چې د ۳۰ ورځو دننه د یمن شخړه کې د امریکا د ګډون ختمېدو غوښتنه کوي.