خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

نور موږ په نومونو او رنګونو مه وژنئ

حکومت او طالبان دي موږ د تروریزم او جهاد په نوم نه قرباني کوي
د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ سلګونو کسانو غوښتنه وکړه چي نور باید دوی ونه وژل سي.
د راغون‌‌‌‌‌‌ډو سوو کسانو په وینا، د جګړې ټولو اړخونو پر دوی رحم نه دی کړی او نه ئې هم د دوی انساني کرامت ته درنښت ورکړی دی.
راغون‌‌‌‌‌‌ډ سوي کسان د جګړې پر ټولو اړخونو ږغ کوي چي نور باید له وژنو لاس واخلي.
د سولي ولسي حرکت-PPM غړو له هغوی څخه وغوښتل چي باید په ږغ پورته کولو سره خپل حقونه تر لاسه کړي.
له هغوی څخه همدا راز وغوښتل سول چي په خپلو سیمو کي د جګړې د ښکېلو اړخونو تر منځ منځګړیتوب وکړي.
#سوله
#PPM

Leave a Reply