بارسلونا د چمپېنزلیګ کوارټر فاینل ته و وتل
ارسلونا په چمپېنزلیګ کي د فرانسوي کلب لیون سره راوتلي وه، چي رفت لوبه ئې صفر پر صفر مساوي سوه، خو برګشت ئې بارسلونا په خپل کورني سټوډیوم (کېمپ نو) کي ۵ پر ۱ وګټل او د داغه لیګ کوارټر فاینل ته ووتل. په دې لوبه کي د بارسلونا له پاره ۲ ګوله لیونل مېسي ولګول، یو (پیلیپ کوټینیو، یو جېرارډ پیکې او یو عثمان ډيمبېلې) ولګوی او د لیون له پاره یوازینی ګول (لوکاس ټوسارټ) ولګوی. دا لوبه چي لیدلو ته ئې (۹۲۳۴۶) مینه وال راغلي وه، د لیونل مېسي (۴۷۶یمه) لوبه وه، چي د بارسلونا سره ئې ګټي، چي په دې سره ئې د ژاوي سره ځان مساوي کئ. د یادوني وړ ده، چي بارسلونا د چمپېنزلیګ په لوبو کي تر (۲۰۱۳) وروسته یوه لوبه هم په خپل کورني سټوډیوم کي نه ده بایللې، دوی په (۱۳) کي پر بایرن میونیک ۳ پر صفر لوبه بایللې وه.