سادیو مانې لېورپول تر کوارټرفاینله ورساوه
انګرېزی کلب لېورپول د جرمني کلب بایرن میونیک سره په راونډ اپ سیکسټین یا شپاړس غوره کي راوتلي وه، چي رفت لوبه بایرن صفر پر صفر د لېورپول سره مساوي کړه، خو برګشت ئې لېورپول ۳ پر ۱ وګټل او د داغه لیګ کوارټر فاینل ته و وتل. په دې لوبه کي د لېورپول له پاره (سادیو مانې) دوه ګولونه او بل ګول (وان ډيجیک) ولګوی، خو د بایرن په ګټه یوازینی ګول د لېورپول دفاعي (جول ماټیپ) ولګوی. جول ماټیپ تر (جېمز میلنر)، (رېز) او (سامي هيپيا) وروسته څلورم لوبغاړی سو، چي پر خپل ځان ګول لګوي. د یادوني وړ ده، چي لېورپول تر مانچیسټر یونایټیډ، ټوټینهام او مانچیسټر سیټي وروسته څلورم انګرېزی کلب سو، چي د دې لیګ کوارټر فاینل ته وزي او کېدلای سي، چي یو له بل سره راوه هم وزي.