افغانستان فعالو دیپلوماتیکو نمایندګیو ته اړتیا لري
پوهنمل سرور ماموند
د افغانستان دیپلوماتیک فعالیتونه کولای شو په څو مشخصو تاریخې دورو کې تر مطالعې د لاندې راوړو:
۱. د استقلال څخه وړاندې
د استقلال څخه ترمخه افغانستان په بهرنی سیاست کې خپلواک نه و او داچې د هند بریتانوي دولت ددې هیواد دبهرنیو اړیکو په ټاکلو کې نقش درلود.د افغانستان د هغه وخت امیرانو ددې صلاحیت نه دررلود چې د هیواد دملي ګټو د ساتنې لپاره استازیتوب ولري او یا هم داچې د هیوادونو سره د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو دپراختیا امکانات ولري. دهغه وخت دولتونه تحت الحمایه ( Protectorate) واکمنې ادارې وې چې دهغوي اړیکو او تړونونو هيڅ ډول ملي سراسری صبغه نه وه او د ملت استازیتوب یې نه درلود.پر هغو واکمنیو باندې همیشه د زبر ځواکونو له خوا پریکړې تحمیل کیدلې او هغوي دخپلې بقاء لپاره اړ و چې هر ډول تحمیلي تړونونه ومني.
بهرنی سیاست د ملي دولت هغه چلند دی چې د بهرنۍ نړۍ په وړاندې يې عملي کوي او د غه عمل او چلند هغه وخت کره دی چې دولت په داخل کې د خلکو د ارادې ممثل وي او استازیتوب ولري.
د اسقلال څخه تر مخه د وخت حاکمان د خپلو دوستانو په انتخاب کې خپلواک نه و او د اچې تر استقلاله پورې په ډهلی کې ناست وایسرای د افغانستان لپاره د بهرنی سیاست لومړیتوبونه ټاکل. نو په دې توګه ویلای شو چې د افغانستان د خپلواکې او فعالې ديپلوماسۍ تاریخ دومره اوږد نه دی.
۱.داستقلال وروسته
په ۱۹۱۹ – ۱۹۲۹ کلونو کې اما ن الله خان د هیواد عنعنوي ګوښتوب پای ته ورسولو او داهم هغه وخت ممکنه شوه چې افعانستان دریمه جګړه په بری سره د بریتانوی استعمار په وړاندې پای ته ورسوله.[1] امان الله خان لومړنی افغان واکمن وو چې د هغه وخت دسترو دولتونو سره یې دیپلوماتیکي اړیکې ټینګې کړې او په ۱۸۲۷ کال کې د ترکیی او اروپا په سفر ووت. نوموړی د اتاترک د نوښتیز سیاست لیواله شو او داچې د افغانستان لپاره د نوو پرمختیايی پروګرامونو دعملي کولو په هوډ کې شو. هغه د نورو سیاسي او اقتصادي اصلاحاتو په لړ کې ددې هیله درلودله چې ځینې داسې رفورمونه راوړي چې په هیواد کې وروسته پاتې والی ته دپای ټکې کښیږدي.
ددغو رفومونو تر شا ډیر ځواکمن مشاور محمود طرزي وو چې هغه پر اما ن الله خان باندې مثبته اغیزه درلودله اود هیواد دبهرني سیاست په انډولو کې يې ورسره زیاته مرسته کوله. محمود طرزي د خپلواک افغانستان لومړني مستقل د بهرنیو چارو وزیر وو چې هم پرسیاست وارد وو او هم یو پوه وارد افغان وو چې ددې هیواد د ترقۍ او سوکالۍ لپاره یې هیلې درلودلې. هغه دځان سره یو داسې ټیم هم جوړ کړ چې په ریښتوني ډول د هیواد د بهرنی سیاست په پلي کولو کې وجاهت او جرآت ولري.په دې برخه کې د دروازي په څیر شخصیت یادونه کولای شو. دمحمود طرزي ستره مبارزه کې یو بریالیتوب دا وو چې د هغه وخت په اساسي قانون کې يې لومړنۍ زده کړې د ۶۸ مادې له مخې جبري کړلې چې مونږ د بده مرغه په وروستنیو اساسي قوانینو کې ورته لکه چې لازمه وه توجه نه ده کړې. محمود طرزي په دې نظر وو چې مونږد نړۍ سره هغه وخت سیال کیدلای شو چې تعلیم یافته نسل ولرو او هغه به ویل چې پوه او آګاه افغان کولای شي د هیواد دباندې استازیتوب وکړي.
که د ۱۹۲۹ کال د جنورۍ څخه تر نهو میاشتو پورې د هیواد کورني اغتشاش د بهرنیو اړیکو پروسه مختله کړه خو د ۱۹۳۳څخه تر ۱۹۷۳ کلونو پورې د ظاهر شاه په نسبتأ ارامه دوره کې د زیاتو هیوادونو سره ديپلوماتیکو اړیکو پر مختیا وموندله او د قونسلګریو،پوځي ، فرهنګې او تجارتي استاذو په صفت ډیر دپام وړ کسان د باندې ولاړل.
په دغو کلونو کې هم لکه د اوس په څیر د پام وړ کسان دباندې زیاتره د یو امتیاز د تر لاسه کولو لپاره چې ارام ژوند ولري ټاکل کیدل او ورڅخه د زیات فعالیت او نوښتونو ډیره کمه هیله کیدله. ځینو هیوادونو کې ددې پرځای چې دیپلوماتیکې نمایندګۍ ته اړتیا ولیدله شي د یو شخص لپاره د ماموریت زمنیه برابریدله ، پرته ددې څخه چې اغیزمنتیا یی تصور شي. په دغو کلونو کې ددې ستر فرصت وو چې د بهرنیو پانګو د جذب لپاره کار شوی وای او داچې د افغانستان د طبیعی پو ټنسیال په اړوند د نړۍ د هیوادونو عامه ذهنیت تغیر شوی وای، خو د اکار ونه شو او ددې وجه دا وه چې د يپلوماتیک ماموریت د استراحت معادل ګنل کیدلو.
د ۱۹۷۳ کال روروسته:
د مرحوم داود خان د جمهوریت د اعلام وروسته په دیپلوماتیکه برخه کې یو نوی تحرک راغی او هغه غوښتل چې د ختیز او لودیز دواړو څخه مرستې تر لاسه کړي او د هیواد د پرمختیا پلانونه عملی کړي. خو هغه په دغو پلانونو کې د سړې جګړې د سترې لوبې له امله ونه شو کړای په مرستو تر لاسه کولو کې نړیوال انډول ولري.د محمد داود خان پینځه کلن پلان چې په کې پرمختیايې هدفونه طرح شوي وو عملي نه شول او دلته هم هغه دیپلوماتیک چینلونه چې په سترو هیوادونو کې فعال و ، ددولت مشرتابه ته يې کره معلومات پر وخت ونه رسول.
د ۱۹۹۷۸ کال راوروسته:
د ثور د کودتا وروسته چې ورته د ۱۹۷۳ کال ارام نظامی تحول راوروسته زمینه مساعده شوه هیواد یوځل بیا د سیاسی- دیپلوماتیک تجرید پر لوری روان شو او هغه داچې ددولت سیاسي اړیکې د ایډ یا لوژیکو غوښتنو او د شوروي اتحاد اود هغه د اقمارو خواته متوجه شوې او په دې توګه د نړۍ دډیرو هیوادونو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو کچه راټیټه او یا هم په ټپه ودریدله. ددې سربیره دداسې هیوادونو سره ددیپلوماتیکو نمایندګیو د جوړولو خواته مخه شوه چې د هغو سره د اقتصادي ، سوداګرۍ، سیاحت او فرهنګي مراوداتو ساحه ډیره محدوده وه . هلته د نمایندګیو جوړول او استازي په کار ګومارل یواځې د بودجې مصرف او دنماینده لپاره د معاش او استراحت د زمینې برابرول و او بس. دمثال په ډول په ایتوپیا، ویټنام،کیوبا،بنګله دیش،منګولیا،د یمن په دیموکراتیک جمهوریت، سوريې … او داسې نورو هیوادونو کې. ددې یواځینی لامل داو چې د هغه وخت دولت د نورې نړۍ څخه په دیپلوماتیک تجرید کې راغلی وو او دا ورته یو فرصت وو چې خپل دیپلوماتیک حضور ددې لارې پراخه کړي اودا کیدلای شي چې د هغه وخت لپاره سم اقدام و.
داچې په دغه موده کې افغانستان ددوو زبر ځواکونو دسیاست قربانې و او شوروي اتحاد عملأ د افغانستان په کورنی اوبهرني سیاست باندې غوڅ اغیز درلود نو ځکه دیپلوماسي هم ددغې سیالۍ قربانی وه.
د ۱۹۹۲ کال راوروسته:
په افغانستان کې د مجاهدینو د راتګ سره تر یوه حده پورې سیاسي تجرید کم شو او په څنګ کې روسیي د خپل ماموریت کچه راټیټه کړه او زیات پرسونل یې د هیواد څخه وویست او په وروسته وخت کې چې کورنۍ جګړو اوج واخیست نو فرهنګي نمایندګي او سفارت تخلیه شول. نورو هغو دولتونو هم چې د افغانستان د جهاد سره يې ملاتړ درلود د خپلو نمایندګیود پراختیا په لاره کې د احتیاط لاره غوره کړله.خو هغه څه چې د پام وړ دي دادي چې د هیواد د باندې فعال ديپلوماتیک استاذي د هر تحول سره سم بیرته ډیر لږ هیواد ته راستانه شوي دي او د ځان سره يې د تجربو سربیره نور څه هم وړي دي. هغه کسان چې د شخصي علاقمندیو پر اساس وټاکل شول ډیر يې دديپلوماتیکو نورمونو او مقرراتو سره سم نه و او په ژبه نه پوهیدل چې وکړای شي په سمه توګه د هیواد استاذیتوب وکړي.دغو دیپلوماتانو لکه دپخوا په څیر د هیواد د واقعیتونو اصلي انځور وړاندې نه کړ.
د ۱۹۹۶ کال راوروسته دیپلوماتیک تجرید:
په هیواد کې د طالبانو د راتګ سره یوځل بیا افغانستان د استقلال څخه ترمخه وخت په څیر د سیاسي تجرید پر لور ولاړ او ډیرو هیوادونو خپلو نمایندګیو ته قفلونه واچول او داچې د افغانستان د بهرني سیاست کیلي د پاکستان او سعودي عربستان پرلاسه ورغله. دا د افغاني ديپلوماسۍ او بهرني سیاست په تاریخ کې تر ټوله غمجنه دوره ده ، خو دلته یو څه چې دپام وړ دي هغه دا چې د غه مهال د نورو چینلونو دلارې اړیکې موجودې وې خو د ملګرو ملتونو په موسسه کې د تعامل له مخې د استاذیتوب مرجع کابل وو. په افغانستان کې درې سفارتونه د پا کستان، سعودي او د متحده اماراتوفعال و او هغوي پر سیاست او پالیسیو باندې اغیزه لرله.[2]
د ۲۰۰۱ کال راوروسته:
کله چې نړیوال ایتلاف د امریکې د متحده آیالاتو په مشرۍ د طالبانو د رژیم د سقوط زمینه برابره کړله نو يو ځل بیا د افغانستان د بهرني سیاست لمنه پراخه شوه او داچې هیواد د سیاسي تجرید څخه وژغورل شو ، دډیرو هیوادونوسره اړیکي ټینګې شوې او دادی چې افغانستان د خپل بهرني سیاست په تاریخ کې د لومړی ځل لپاره دډیرو هیوادونو سره فعالې ديپلوماتیکې اړیکي لري خو ورڅخه ډیره کمه ګټه پورته کیږي.
اوسمهال د ناټو د غړو هیوادونو سره دافغانستان اړیکی خورا قوي دي او داچې ددغو هیوادونو فعال حضور د ددولت پرستیژ پیاوړی کړی دی.
په دې کلونو کې دنړۍ د لودیز او ختیز د زیاتو هیوادونو سره اړیکي شته خو داچې مونږ ځوامن دیپلوماتیک پرسونل نه لرو نو ددې فرصت څخه ډیره کمه ګټه پورته کیږي.په دې وخت کې ددې اړتیا ده چې ددغو هیوادونو د عامه وګړو ذهن د افغانستان د وداقعیتونو سره اشنا کړای شي او زمونږ سفیرا ن او دیپلوماتان د استراحت او شخصي مصروفیتونو پر ځای د هغو هیواودونو سیاسي، اقتصادي، سوداګریزې، فرهنګي او علمي ډلې دې خواته را ماتې کړي او ددولت مشر تابه ته پر وخت د معلوماتو سرچینه واوسي. دافغانستان دد ښمنانو دسیسې شنډې کړي اویاهم د هغو په وړاندې فعاله لابي ولري.
په عربي هیوادونو کې سفیران باید ډیر فعال واوسي اوداچې هلته د منفي لابي ګانو او تبلیغاتو مخنیوی وکړي او د دغو هیوادونو د حاکمه محافلو د بریکړو څخه دولتي مشرتابه ته پر وخت معلومات ورسوي.
اوس مهال څه په کار دي؟
دا مهال د هیواد سیاسي،نظامي، اقتصادي اوفرهنګي شرایط ددې ایجاب کوي چې زمونږ د بهرني سیاست لومړیتوبونه په څو برخو کې ډله بندي شي:
- دسیاسي نمایندګیو په برخه کې:
دلته اړتیا ده چې د سیاسي نمایندګیو تعدد او شمیره د اړتیاوو له مخې وټا کله شي نه داچې د اشخاصو لپاره د کار او استراحت په موخه نمایندګۍ وجود ولري. ډیرو هیوادونو کې د نمایندګیو دظرفیتونو د لوړولو اړتیا ده او په ځینو کې د دغو نمایندګیو شتون ته دکار د حجم د نشتوالی له امله اړتیا نه شته ، په کار ده چې غیر مقیم حالت ته راشي او یا هم د اچې په متقابل چلند سره شتون ولري. داچې یو هیواد دلته په کابل کې نمایندګې نه لري او پراخ حضور ته اړتیا نه احساسوي نو بیا ولې مونږ په دغه ډول هیواد کې په کال کې ملیونونه مصرف لرو ،په داسې حال کې چې زمونږ عادي بودجه هم د نورو څخه خیرات او یا هم پور شوې ده!
د نمایندګیو د شمیر او تعدد پر ځای د پوهو او هیواد پالو دیپلوماتانوضرورت زیات دی اوداچې د هغوي کار او فعالیت او ونډه هر کال وڅیړله شي او هغوي چې په یو کال کې د یوې میاشتې د معاش په اندازه د کار لاسته راوړنه نه لري په کار ده چې ددغې دندې سره وداع وکړي.
- د سیاسي، اقتصادي او تجارتي کارونوتفکیک:
په اوسنیو شرایطو کې افغانستان په نړۍ کې خورا پراخ دیپلوماتیک حضور لري اوډیر هیوادونه دلته په کابل کې نمایندګۍ لري او همدارنګه افغاني سفارتونه په ډیرو هیوادونو کې شته. ددغو نمایندګیو د لارې که له یوې خوا د هیواد ددښمنانو تجریدول په کار دي نو له بلې خوا د اقتصادي او تجارتي فعالیتونو پراختیا او ددغو هیوادنو د ونډو د راجلبولوکار ته زیاته اړتیا ده.
دیپلوماتان باید دنورو هیوادونو فرصتونه او امکانات افغانی چارواکو ته په ډاګه کړی او دبلې خوا د افغانی صادراتو او دلته په هیواد کې د پانګو د کارولو چاروته توجه راواړوي.
په کار ده چې دنمایند ګیو کار کوونکي د هیواد د شرایطو څخه پوره خبر وي او دیوې دورې په پای کې هیواد ته د کورنۍ سره راشي او ددۍ ځاي د ستونزو څخه خبر اوسي نه داچې د یو هیواد څخه بل ته يې دورې اوږدې شي.
[2] دسولې هڅه ۱۰ ګڼه