خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

مرکزي ادارې د پوهنتونونو د استادانو پر امتیازاتو غوږ کوڼ اچولی

د افغانستان د یو شمېر پوهنتونونو تر څنګ د کندهار پوهنتون استادانو هم له تېرو څلورو ورځو راهسي درسي اعتصاب ځکه کړی چي په خبره یې مرکزي ادارې يې د امتیازاتو پر ورکړي خاموشي اختیار کړې ده.
د پوهنتون استادان وايي، د ملکي خدماتو د قانون ۳۵ ماده چي د استادانو د امتیازاتو اړوند ده له تېو څلورو کلونو راهیسي نده تطبیق سوې.
دوی وايي، دغه کار يې د خپلو حقونو د تر لاسه کولو په موخه دافغانستان داستادانو د ملي اتحادیې په همږغۍ کړي او درسي اعتصاب ته به تر هغه ادامه ورکړي تر څو مرکزي اداره یې غوښتونو ته ځواب وايي.
بلخوا دکندهار پوهنتون محصلین له استادانو غوښتنه کوي تر څو درسي اعتصاب پای ته ورسوي او د خپل حق د غوښتلو لپاره قانوني لار غوره کړي.
محصلین وايي، درسي اعتصاب د دوی په زیان دي او استادان باید د افغانستان اوسنۍ جګړیز حالت درک کړي.
باید وویل سي چي د پوهنتون استادان اوس مهال به اوسط ډول له ۲۵ زره افغانیو څخه تر ۶۰ زره افغانۍ پوري میاشتني معاشات اخلي خو وايي، مکلفیتونه يې زیات سوي او باید امتیازات يې نور هم زیات سي.

Leave a Reply