په هلمند کي د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندي سیمو کې دپولیو څلور مثبتي پیښي رامنځته سوي دي
که څه هم د هلمند روغتیايي کارکوونکي وايي، چي راتلوونکي پولیو کمپاین کې به څه کم اته لکه ماشومانو ته واکسین ورسوي خو اندېښنه لري چې په سیمه کې وسله وال طالبان اجازه نه ورکوي چې کور په کور تر ماشومانو پوري د پولیو څاڅکي ورسوي.
دوي وايي، په مشروط ډول وسله والو طالبانو ورسره منلي چې د کلیو په مسجدونو کې روغتیايي کارکوونکي ماشومانو ته واکسین ورکړي داد پولیو ناروغي سره د مبارزي د طرزالعمل مطابق کار نه دي.
د هلمند والي جنرال محمد یاسین وايي د پولیو سره د مبارزې په برخه کې په میلیونه افغاني مصرفیږي. د ده اشاره یو شمېر چارواکو ته د فساد په اړه وه چې په وینا يي په یوشمېر سیمو کې په شفاف ډول کمپاین نه ترسره کیږي او همدارنګه خیالي کارکوونکي هم په دنده ګمارل سوي دي.
دا اندېښنې وروسته له هغه راپورته سوي چې په تیرو دریو میاشتو کې څلور مشکوکي د پولیو پیښي په دي ولایت کې ثبت سوي دي.
ویل کیږي وایروس له کندهار او کویټي ښار څخه د خلکو د تګ راتګ پرمهال انتقالیږي.