خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د افغان ملي لوبډلي لوبغاړو خپل تر مینځ لس آوریزه لوبه وکړه

د نوي (۱۳۹۸)یم کال په اوله ورځ افغان ملي لوبغاړو خپل په مینځ کي لس آوریزه لوبه د کابل په (ایوبي کرکټ میدان) کي وکړه.
ملي لوبغاړي پر دوو لوبډلو وېشل سوي وه، چي یوه لوبډله افغان بلو یا شنه او بله افغان رېډ یا سره لوبډله وه، چي لوبه افغان بلو وګټل.
په لوبه کي اول بېټینګ افغان رېډ وکئ او په لس آوره کې د یوه ویکیټ په بایللو سره افغان بلو ته (۱۲۴) هدف ورکئ.
د افغان رېډ لوبډلي له پاره نجیب تره کي (۵۸) او کریم صادق (۳۰) منډي وکړلې.
کله چي افغان بلو لوبغاړي بیټيڼګ ته راغلل، نو ورکړل سوی هدف ئې د (۲) ویکیټو په بایللو سره ور پوره کئ او لوبه ئې د (۸) ویکیټو په توپير وګټل.
د یادوني وړ ده، چي د لوبي غوره لوبغاړی (نجیب الله تره کی) وټاکل سو.