مخابراتو وزارت مخابراتي شرکتونو ته د اصلاحاتو راوستو خبرداری ورکړی
د مخابراتو وزارت مخابراتي شرکتونو ته خبرداری ورکړی ترڅو په خپلو خدمتونو کي اصلاحات راولي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزادګل اریوبي ویلي که مخابراتي شرکتونه په خپلو خدماتو کي اصلاحات رانه ولي تر جریمې وروسته به ئې د فعالیت جوازونه ور لغوه کړي.
اریوبي د مخابراتي کمپنیو د نرخونو کنټرول ته هم اشاره وکړه او ويې ویل چي په دې برخه کي به هم ځانګړي تګلاري پلي کړي.
اوسمهال په افغانستان کي شاوخوا ۲۳ میلیونه وګړي مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی لري چي تر ډیره خلګ د هغوئ څخه د بیو د لوړوالي او په ځینو برخو کي د ټیټ کیفیت څخه شکایت لري