حکومت او خصوصي سکتور په ګډه ۸ ميلياره ډالره پانګونه کوي.
ولسمشر غني تېر ماښام په خپله وينا کي وويل د دغو پيسو يوه برخه د پيسو د نړيوال صنوق څخه په پور اخيستل کيږي.
اولس مشر غني وايي د يو پر ځان بسيا افغانستان لپاره بايد حکومت او خصوصي سکتور په ګډه د هيواد په مهمو اقتصادي پروژو کي پانګونه وکړي.
ولسمشر غني وويل: اته نيم ميليارد دالره پانګونه موږ د يو پلان له مخي تر لاس لاندي ده، د دې پانګوني لومړيتوب هغو پروژو ته ور کول کیږي، چي ستري ګټی و لري.
ولسمشر همدا ډول وويل: حکومت فقط د هيواد ۳۵ سلنه عوايد را ټولو.
د ماليې وزرت وياند فېروز مسجدي وويل: د امنيتي ستونزو، وچکالي، د حکومتي سکتور کي د وړتيا نه شتون، په وخت د مالياتو نه ور کول او د مالياتو نه دوېدل د دې لامل سوي دي، چي موږ په ډېره کمه اندازه ماليات تر لاسه کوو.
ولسمشر غني په همدا راز وويل اقتصادي ودي ته د فغانستان رسېدل د نړيوالو او ګاونډيو سره په ښو اړيکو پروي هم تړاو لري، چي له هغو څخه هيوادونو څخه يو يې پاکستان دی.