خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

هغه ښځه چې درد نه احساسوي

که د جو کامرون د پوټکي کومه برخه وسوځي، هغه یوازې هغه مهال پوهېږي چې د سوځېدلې غوښې بوی یې تر سپږمو شي.

نوموړې په نړۍ کې د داسې دوو کسانو له ډلې ده چې ناویاته یا نادره جنټیک ځانګړنه لري او همدا وجه ده چې هیڅ ډول درد هم نه احساسوي او نه وېره او ډار لري.

جو کامرون تر ۶۵ کلنۍ له نورو سره په خپل دې توپیر نه پوهېده.

ځکه ډاکټروانو هم نه باوروله چې هغه له یو لوی او سخت عملیات وروسته هم د ارام درملو ته اړتیا نه لري.

کله یې چې د لاس عملیات وشول، ډاکټرانو خبرداری ور کړ چې له دې اپرېشن وروسته به درد ونه زغمي، خو هغې هیڅ درد احساس نه کړ.

همدا وجه وه چې د بې حسۍ او بې هوشۍ برخې متخصص ډاکټر ډیوجیټ سریواستوا د لندن کالج پوهنتون او اکسفورډ پوهنتون کې د درد جنټیک متخصصانو څانګې ته ولېږله.

له څو ازموینو وروسته پکې داسې جنټیک ځانګړنه وموندل شوه چې له امله یې دا ښځه د نورو عادي خلکو په څېر درد نه احساسوي.

ډېره تندرستي

جو د سکاټلنډ اینورنس ښار ته نږدې اوسېږي، د بي بي سي سکاټلنډۍ برخې خبریال کلیر ډایمونډ ته یې ویلي:

“کله مې چې ډاکټرانو ته وویل، له عملیاتو وروسته اراموونکو درملو ته اړتیا نه لرم، نو هغوی باور نه کاوه”.

هغه زیاتوي: عملیاتو خونې ته تر تګ مخکې مو خپلو کې ټوکې وکړې او ما ضمانت ور کړ چې د درد ضد درملو ته اړتیا نه لرم.

د هغې په خبره، کله چې ډاکټران پوه شول چې هیڅکله یې هم د ارام درمل نه دي خوړلي او د اراموونکو درملو په هکله یې طبي مخینه کې کوم څه پیدا نه کړل، نو انګلېنډ ته یې واستوله.

هغه زیاتوي:”کله چې دلته مالومه شوه چې هیڅ د درد احساس نه لرم، نو ویې ویل چې خورا ښه صحت لرې”.

جو وايي ان د ماشوم زېږول پر مهال یې یې هم درد نه درلود:

“عجیبه وه هیڅ درد مې نه درلود، ډېر خوند یې کاوه”.

جو نه غواړي چې درد دې ولرې، خو درد مهم بولي:

“درد د یوه دلیل له امله وي، درد تاسو ته خبرداری در کوي او تاسو د هغه له لارې د خطر زنګ اورئ”.

د هغې په خبره، کله چې یوه ستونزه وي ښه ده چې پر وپوهېږو:

“لګن یا ښیڼې مې غورځېدلې، خو زه نه پوهېدم تر دې چې و غورځېدې. زه د بندونو د پړسوب له امله په لار تللی نه شوم.

ډاکټران وايي، دا درد نه احساسولو له امله ښايي تر عادي حالت نوموړې ژر له یوه زخم جوړه شي، خو دا جنټیک ځانګړنه له نوموړې هر څه ژر هېرولی شي او د لږ وېرې احساس کوي.

خپله جو هم وايي: دا جن د خوشالۍ یا هېرولو په نوم یادېږي، ټول عمر مې خلک په دې ځوروي چې خوشاله او هېروونکې یم، اوس مې پلمه پیدا کړه.

څېړونکي باوري دي چې ممکن د هغې په څېر نور کسان هم وي.
له بي بي سي پښتو څخه