په کندهار کي د تکوندو کلبونو تر مینځ دوستانه سیالۍ وسوې.
په کندهار کي د تکواندو کلبونو تر مینځ دوستانه سیالۍ وسوې.
په کندهار کي د تکواندو فدراسیون په لارښوونه د درو کلبونو (لمر، سالم او شاهي) تکواندو کلبونو د تکواندو کارانو تر مینځ دوستانه سیالۍ وسوې، چي د کلبونو د استادانو تر څنګ د کابل څخه د تکواندو کارانو د ټولني د رئیس، د پیوند مدني ټولني رئیس حکمت الله صلحي او ځینو نورو مدني فعالانو ګډون کړی وو.
د تکواندو فدراسیون رئیس محبوب نوري وايي، چي د دې سیالیو څخه ئې هدف د منتخبي لوبډلي له پاره د ځوانانو اماده کول دي.
دی وايي، چي ځوانان تر څو خپله په سیالیو کي ګډون و نه کړي، تر هغو پر مختګ نه سي کولای.
د یادوني وړ ده، چي د کندهار د نوي ځوانانو تکواندو منتخبه لوبډله، څو ورځي وروسته کابل ته د سیالیو له پاره ځي.