د IPL په دې فصل کي اول وار بازي سوپر آور ته ووتل
د IPL په دې فصل کي اول وار بازي سوپر آور ته و وتل.
د اینډین پرېمییرلیګ لسمه لوبه د (کلکته نایټ رایډرز) او (ډهلي کپيټلز) تر مینځ وه، چي په سوپر آور کي ډهلي کپيټلز وګټل.
په لوبه کي اول بېټینګ د کلکتې لوبغاړو وکئ او په شل آوره کې د (۸) ویکیټو په بایللو سره (۱۸۵) منډي وکړلې.
د دوی په لوبغاړو کي (انډري رسیل ۶۲ او کارتیک ۵۰) منډي وکړلې.
کله چي د ډهلي لوبغاړي بېټینګ ته راغلل، نو دوی هم په شل آوره کي د (۶) ویکیټو په بایللو سره (۱۸۵) منډي وکړلې او لوبه سوپر آور ته و تل، چي هلته د ډهلي لوبغاړو وګټل.
د یادوني وړ ده چي په دې فصل کي دا اول وار دئ چي د آی پي اېل یوه لوبه سوپر آور ته وزي.