د افغانستان ترافیکي پولیسو نظام
د افغانستان د ترافیکي پولیسو نظام
را ټولوونکی: ګل آغا احمدي وردګ
د افغانستان اوسنی ترافیکي نظام د معاصرې نړۍ د زیاتو هیوادونو د ترافیکي نظامونو په پرتله یو داسې وروسته پاتې نظام ګڼل کیږي چې د خپلو اړوندو چارو د سر ته رسولو لپاره له ډیرو پخوانیو او لومړنیو میتودونو څخه کار اخلي او د زمانې د نویو غوښتنو سره عیاریدو ته زیات واټن په مخ کې لري. د دې وروسته والي دلایل معلوم دي چې تیر ۳۱ کلن ناورین او ناخوالې یې تر ټولو غوره دلایل ګڼل کیږي چې نه یوازې زموږ د هیواد ترافیکي نظام له تدریجي پرمختګ څخه وروسته پاتې شو بلکي هغه مجرب پولیسې کادرونه، هراړخیزې آسانتیاوې، وسایل، ترافیکي نښې، قانوني چلند، مناسبه تګلاره، لاسته راوړنې او تجربې هم یې ترې واخیستې چې مخکې د دې نظام د سمون لپاره زموږ د هیواد د ترافیکي نظام د پولیسو په برخه شوي وو.
موږ غواړو چې د خپلې دغه لیکنې په ترځ کې د افغانستان د اوسني ترافیکي پولیسو په نظام څه نه څه رڼا واچوو په دې لړ کې ځینې هغه ستونزې، ګواښونه او ناخوالې په ګوته کړو چې زموږ د هیواد د ترافیکي پولیسو نظام ورسره مخ دی. همدارنګه یو لړ هغو وړاندیزونو ته هم په لنډه توګه اشاره وکړو چې نوموړی نظام په څه ډول مناسب پرمختګ کولی شي.
د ترافیکو د پولیسو تاریخي پس منظر او جوړښت
د افغانستان د ترافیکي پولیسو نظام بنسټ له هغو رضاکارانو څخه سرچینه اخلي چې په ۱۳۴۱ کال کې تشکیل او په ښاروالیو یا بلدیو پورې تړلې وو، رسمي یونیفورم یې نه درلود او د رضاکارانو په نامه یې شهرت موندلی وو چې بنسټ ایښودونکي یې ارواښاد ترباز خان او مهتاب خان ګڼل کیږي. په ۱۳۴۲ کال چې کله د کورنیو چارو د وزارت په چوکاټ کې د پولیسو اکادمۍ په رسمي توګه فعالیت پیل کړ نو د ترافیکي پولیسو نظام هم بنسټیز او منظم شکل غوره کړ او هغه مهال به د پولیسو لیکو ته د دولسمو ټولګیو فارغان په خپله خوښه جذب کیدل چې د وخت په تیریدو سره یې مسلکي بڼه غوره کړه او افغانستان هم د منظمو ترافیکي پولیسو خاوند شو چې په خپل وخت کې یې مناسب پرمختګ ترلاسه کړ خو لویې غمیزې د نورو بدمرغیو تر څنګ زموږ د هیواد د ترافیکي پولیسو نظام ته هم سخته صدمه رسولې ده. اوس مهال د افغانستان په زیاترو لویو او کوچنیو ښارونو کې د ګڼې ګوڼې په تناسب د ترافیکي پولیسو شمیر شتون لري او په دندو بوخت دي. د ساري په توګه د کابل په ۱۱ ګونو حوزو کې تر ۱۵۰۰ ترافیکي پولیس موجودیت لري، د هرات په ښار کې ۲۰۰ او د غزني په ښار کې ۸۳ ترافیکي پولیس په چارو لګیا دي. همدارنګه د افغانستان په نورو ټولو ښارونو کې هم د اړتیا سره سم د ترافیکي پولیسو واحدونه په دندو بوخت دي.
د هیواد د اوسنیو ترافیکي پولیسو دافرادو زیاتره برخه له داسې مسلکي زده کړو څخه بې برخې ده چې د زمانې له غوښتنو سره مناسب او د خپلې دندې د ښه سر ته رسولو په بهیر کې ورسره مرسته وکړي. د د ې کړۍ هغه یو شمیر مامورین چې څه نا څه مسلکي زده کړې لري، په دې لاره کې یې کار کړی او په دې هکله د مسلکي چارو د سر ته رسولو هیله لري زیاتره شمیر پاخه عمر ته رسیدلي او تقاعد ته برابر دي. د ترافیکي پولیسو دوهمې ډلې کسانو چې د بیلابیلو عواملو له کبله د کورنۍ جګړې په کلونو کې د مختلفو وسله والو ډلو له منځ څخه دغه مسلک ته مخه کړې ده د مناسبو زده کړو او په سمه توګه د قانون د مراعات کولو څخه بې برخې دي. دریم شمیر هغه ترافیکي پولیس دي چې په هیواد کې د ولسمشر کرزي په مشرۍ د لنډمهالې ادارې څخه وروسته د بیړنیو پروګرامونو په لړ کې په تدریجي توګه دغه بهیر ته شامل شوي او یا هم د شامیلیدو په حال کې دي چې د دې ډلې معلومات او تجربې هم کافي نه دي بلکي د مسلکي کیدو په لوري ګڼو ګامونو ته اړتیا لري.
سره له دې چې د اداري ریفورم سلسله د پولیسو په واحدونو هم روانه ده خو د ترافیکو د پولیسو درې واړه ډلې اوس مهال په کمه تنخوا باندې کار کوي، د کار ساحه یې له ستونزو، سختیو او ګواښونو څخه ډکه ده چې له همدې کبله یې په چارو کې اداري فساد رامنځته کیږي، قانون تر پښو لاندې کیږي او له نسبي پرمختګ سره سره لویې لویې ستونزې په مخ کې لري.
د ترافیکي پولیسو اوسني وسایل د پولیسو دریشي، پیک لرونکې خولې، شپیلاق، د ټایر د پنچر کولو لپاره کوچنۍ برمه او داسې یوه لاسي ډنډه ګڼل کیږي چې د (ودریږه) کلیمه پرې لیکل شوې ده. کله کله خو د هغو سرکښو موټرونو خاوندانو ته د قانون د رعایت لپاره زارۍ هم کوي چې زر او زور یې په لاس کې دی او په ټولنه کې ځانونه تر قانون لوړ ګڼي.
د افغانستان د ترافیکو اوسني پولیس محدود شمیر نقلیه وسایل لري خو زیاتره یې د پولیسو د هغو لویو چارواکو په واک کې دي چې له رسمي دندې څخه پرته ترې شخصي استفاده کوي. همدارنګه د مخابرو او ځینو داسې نورو وسایلو موثر استعمال هم د ترافیکي پولیسو په لیکو کې په ډیره کمه پیمانه لیدل کيږي چۍ شاید د دې کار یو علت له نوو مخابراتي وسایلو سره د پولیسو د چارواکو نابلدتیا وي. د ترافیکي پولیسو د کاري وړتیا د ښه کولو لپاره د کورنیو چارو د وزارت په چوکاټ د ریفورمونو د رامنځته کولو هڅې روانې دي خو په دې لاره کې په لوړه کچه د اصلاحاتو راوستل، د پولیسو د تعلیمي کچې د لوړول، قانون پیژندل یوې اوږدمهالې عملي پالیسۍ ته اړتیا لري چې باید د پولیسو په لیکو کې عملي شي.
ستونزې، ګواښونه او چلنجونه
د افغانستان د ترافیکي پولیسو نظام له ګڼو ستونزو، ګواښونو، ننګونو او چلینجونو سره مخ دی چې ځینو ته یې په لاندې ډول اشاره کیږي:
لومړی: له قانون څخه د موټر چلوونکو سرغړونې
د افغانستان زیاته برخه موټروانان که زده کړې لري او یا یې نه لري، که په ډریورۍ لږ پوهیږي او یا ډیر خو په حاضر وخت کې د ترافیکو د قانون، ترافیکي نښو او ترافيکي چلند رعایت تر ډیره حده په پام کې نه نیسي. بل دا چې هر څوک داسې په منډه روان وي ته به وایي چې د بیړنیو حالاتو سره مخ دی غواړي چې خپله د سپرلۍ وسیله له نورو څخه په هر صورت کې د مخه کړي په دې هکله که د قانون څخه سرغړونه کیږي، که لاره بندیږي، که د ترافیکي نښو خلاف رفتار صورت مومي، که د پلیو په لاره تیریږي او داسې نورې سرغړونې ورته هیڅ راز اهمیت نه لري بلکي غواړي چې په هر صورت کې له نورو څخه د مخه شي. که فرضا د چا موټر خراب، ټایر یې پنچر، له ټکر او یا کومې بلې ترافیکي پیښې سره مخ شي په ځای د دې چې موټر مناسب پارکینګ ته ورسوي د سړک په منځ کې ځای پر ځای دروي، ټایر همدلته وربدلوي او له نورو سره پیښه شوې لانجه په همدې ځای کې فیصله کوي. له بلې خوا د نقلیه وسایطو زیاتره چلوونکي د خپلې دندې د اجرا پر مهال تر ډیرې اندازې پورې هغه ټولنیز اخلاق په پام کې نه نیسي چې له یوه غوره ښاري انسان سره مناسب وي بلکي د یوې وړې پیښې د پیښیدو په صورت کې ډیر ژر منفي عکس العمل، د بل ګریوان ته لاس اچونه، ښکنځل او مقابل طرف ته بد او رد وایي. که فرضا د ترافیکې حادثې پرمهال هر څومره ملامت هم وي نو تر وروستي حده پورې هڅه کوي چې خپله ملامتي و نه مني او د خپلو خطاګانو پیټۍ په مقابل طرف باندې واچوي چې د وسایطو د چلوونکو او موټروانانو په منځکې د دغه راز ناوړه کلتور موجودیت تر ډیره حده د ترافیکي پولیسو دنده نوره هم په افغانستان کې پیچلې کړې او کله کله خو د اداري فساد سبب همدغه بیځایه سرتمبه ګۍ وي.
دویم: د ترافیکي پولیسو وسایلو محدودیت او بې ګټې استعمال
دافغانستان د ترافیکو پولیس اوس مهال داسې مناسب او کافي وسایل نه لري چې د خپلو چارو په سمون کې ترې په پراخه پیمانه کار واخلي بلکي هغه ناڅیز وسایل، موټرونه، موټر سایکلونه، بیسیم مخابرې او داسې نور چې زموږ د هیواد د ترافیکو د پولیسو په واک کې ورکړل شوي دي د مختلفو وجوهاتو له کبله د دندې پر مهال سمه استفاده ورڅخه صورت نه مومي. چې په نوموړو وسایلو باندې د ځینو لوړ رتبه پولیسي مامورینو انحصار، بې پروایي او د هغه د اغیزمن استعمال په هکله د پولیسو د تجربې کموالی یې مهم عوامل ګڼل کیږي. نو له همدې کبله یوازې دریشي، پیک لرونکې خولۍ، شپیلاق، د موټرو د دریدو لپاره د اشارې لاسي ډنډه او پنچر کوونکې برمه د افغانستان د لویو ښارونو د ترافیکي پولیسو مهمې وسیلې ګڼل کیږي چې د دندې د اجرا پر مهال ترې ګټه اخلي.
دریم: د ترافیکي نښو کموالی او هغه په پام کې نه نیول
باید وویل شي چې زموږ د هیواد په ښارونو، واټونو لویو او وړو لارو کې د ترافیکي نښو، زګنالونو، علایمو، چراغونو او هر ډول مرستندویه موادو یوازې نوم پاتې دی او له نشت سره حساب دي. هغه زګنالونه چې باید د پلازمینې او نورو ښارونو په واټونو کې نصب شوي وای وجود نه لري او که یوه یوه نیمه چیرې پاتې وي نو لومړی خو په ښارونو کې دوام لرونکې بریښنا نشته چې پرې روښانه شي او که فرضا کله کله بریښنا را پیدا شي نو په دې هیواد کې زیاتره موټرچلوونکي ورسره دومره نابلدتیا څرګندوي چې د هغه مراعات په هیڅ ډول په پام کې نه نیسي.
له بلې خوا هغه نښې هم په ندرت سره لیدل کیږي چې د فلزې تختو پر مخ پرې ترافیکي لارښوونې لیکل شوې او د اوسپنیزې ستنې په سر کې ټینګې شوې وي په واټونو او ښاري سیمو کې ډیرې کمې لیدل کیږي چې د موټر چلوونکو د پاملرنې سترګه نه ورته برابریږي او که یې چیرې وویني نو د لارښوونو د مراعات هیڅ ډول خیال یې نه ساتي. بل دا چې په عام ډول د دې نښو او لارښوونو په هکله معلومات هم د کومې خبري رسنۍ یا تلویزیون له لوري د عامو وګړو په واک کې نه ورکول کیږي څو د موټر چلوونکو د پاملرنې سبب هم وګرزي. په خواشینۍ سره باید وویل شي چې په هیواد کې د زیاتره تلویزیوني چینلونو خپرونې بهرنیو سندرو او په هیواد کې د پردیو هیوادونو د کلتور خپرولو ته ځانګړې شوې دي.
څلورم: د چپ اشترینګ موټرونه او لاقانونیت
ترافیکي قانون او د هغه پلوي هم په افغانستان کې ډیر کم تر سترګو کیږي او په دې هیواد کې د وسایلو د زیاتوالي، پلونو، چوکونو، سړکونو، د وسایلو د مناسبو معبرونو، واټونو، او بدیلو لارو د کموالي له کبله دغه قانون نور هم تر پښو لاندې کیږي.
یوه بله ستونزه چې د دې هیواد عام وګړي، موټر چلوونکي او د ترافیکي پولیسو چارواکي ورسره مخ دي هغه په هیواد کې د لنډمهالې ادارې څخه د مخه او له هغه راوروسته له دوبۍ څخه د دوهم لاس د یو زیات شمیر داسې ډول ډول موټرونو واردول دي چې چپ لاس اشترینګ لري او د افغانستان د ترافیکي قانون خلاف عمل ګڼل کیږي. دغه کار د افغانستان د ترافیکي پولیسو نظام له لویو لویو ستونزو سره مخ کړی دی چې د ځینو وسایطو د تصادم او د افرادو د تلفاتو سبب کیږي. له نیکه مرغه اوس مهال د دې ډول نقلیه وسایطو واردول هیواد ته بند شوي دي خو بیا هم د هیواد په موټر پلورنځیو، بارګینونو او د ترافیکي وسایطو په مارکیټونو کې په لسګونو زره داسې ډول ډول وسایط د پلورلو لپاره ولاړ دي چې چپ اشترینګ ورپورې دی. همدارنګه د دې ډول موټرونو یو زیات شمیر د ښاري ساحو څخه بهر په غیرقانوني ډول او پرته له دې چې دافغانستان د پولیسو قانوني کاغذونه، لمبرپلیټ او جواز سیر ولري یوازې د خریدارۍ کاغذونو په درلودلو سره خپل فعالیت کوي چې د افغانستان ترافیکي نظام یې له یوه لوی خنډ سره مخ کړی دی.
پنځم: په ښارونو کې د ترافیکو زیاتوالی او د واټونو کموالی
د افغانستان د ښارونو د سړکونو اوسنۍ وضع، کمیت او کیفیت ټول یو خواشینونکی حالت لري او په ښاري سیمو کې د خلکو ګڼه ګوڼه د دې خبرې پخلی کوي چې زیاتو لارو، سړکونو، متبادلو معبرونو او هوایي پلونو ته شدیده اړتیا لیدل کیږي. د هیواد د ښارونو د واټونو وضع داسې ده چې یوازې د کابل د ښار اوسني سړکونه د ۴۰۰۰۰ څلویښت زره ترافیکي وسایطو لپاره ډیزاین شوي دي په داسې حال کې چې اوس مهال پرې له ۴۰۰۰۰۰ څلور سوو زرو څخه زیاتې ترافیکي وسیلې پرې خوځیږي حتې ځینې اړخونه په کابل کې د موجودو ترافیکي وسایطو شمیره تر پنځو لکو موټرونو پورې تخمین کوي او نوموړې شمیره د ورځې په تیریدو سره نوره هم لوړیږي. د هیواد په نورو ښارونو کې هم دغه وضع روانه ده. نو د متبادلو لارو جوړول د افغانستان د ترافیکي نظام لپاره ډیره زیات ضروري دي او د اوسني ترافیکي نظام په سمون کې لوی نقش لوبولی شي. همدارنګه په اساسي توګه په ښارونو کې د متبادلو او اړتیا وړ لارو جوړول د ښارونو د چاپيریال د ککړتیا مخه هم تر ډیره حده نیولی شي چې همدا اوس ورسره لاس په ګریوان دي.
وړاندیزونه
د بریښنا فکري موسسه د افغانستان د ترافیکي پولیسو د نظام او واحدونو د سمون لپاره لاندې ټکي د وړاندیز په توګه وړاندې کوي:
• د پولیسو د علمي او مسلکي کچې لوړوالی
• د چپ اشترینګ موټرونو ته په ټاکلي وخت کې د حل لاره موندل
• د افغاني ټولنې د ټولو اړوندو اړخونو له خوا قانون ته د درناوي او په خلکو د ښاري اخلاقو د پياوړتیا لپاره هراړخیزې هڅې کول
• په واټونو باندې د ترافیکي نښو لګول
• له امکاناتو سره سم ترافیکي پولیسو ته د غوره تنخوا او داسې نورو امتیازاتو منل
• د اداري فساد د مخنیوي او په ښارونو کې د واټونو د پراختیا او متبادلو لارو او معبرونو د جوړولو لپاره هڅې په لاره اچول
اخځلیکونه:
1. د غزني د پولیسو له مدیر ښاغلي غلام محمد راسخ سره مرکه
2. له ښاغلي محمد رسول یعقوبي سره مرکه
3. د پولیس مجله ۶ ګڼه