یونایټيډ له ټاپ څلور څخه پاته سو!
مانچیسټر یونایټيډ په پرېمييرلیګ کي مهمه لوبه بایلل.
د انګلستان د پرېمييرلیګ په (۳۲مه) اونۍ کي مانچیسټر یونایټیډ وولفز سره لوبه درلودل، چي ۲ پر ۱ ئې بایلل.
دا لوبه چي د وولفز په مولینیکس سټوډیوم کي وه او لیدلو ته ئې (۳۱۳۰۲) تماشاچیان راغلي وه، که چیري مانچیسټریونایټیډ ګټلې وای، نو د جدول څلورم مقام ته به پورته سوي وای، اما په دې ماتي سره دوی د جدول په پینځم مقام کي د (۶۱) نمرو په درلودلو سره پاته سول او وولفز د (۴۷) نمرو په درلودلو سره (۷) مقام ته پورته سول، که چيري چېلسي خپله را روانه لوبه چي د برایټن سره لري، وګټي، نو یونایټیډ به شپږم مقام ته کښته سي.
د یادوني وړده، چي په دې لوبه کي د وولفز له پاره یو ګول (ډیاګو جوټا) ولګوی او یو خپله د یونایټیډ (کریس سمالینګ) د دفاع په نیت پر ځان ګول کئ او د یونایټیډ له پاره (سکاټ مک ټامیني) ګول ولګوی، چي دا ئې د یونایټیډ له پاره اول ګول وو.