خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د تکواندو نهمه دوره سیالۍ

د کندهار د نوي ځوانانو تکواندو ټیم کابل ته د مسابقو له پاره تللی دئ.
په مرکز کابل کي د نوي ځوانانو د تکواندو د نهمي دورې سیالۍ شروع سوي، چي د کندهار د نوي ځوانانو منتخبي لوبډلي هم ګډون پکښي کړی دئ.
دا سیالۍ چي د افغانستان د ټولو مهمو ولایتونو تکواندوکارنو ګډون پکښي کړی دئ، د کندهار څخه هم اته نوي ځوانان ورغلي، خو دوه کسه ئې د الکترونیکي تذکرو د نه درلودلو په خاطر د مسابقو څخه پاته سوي دي.
د کندهار تکواندو فدراسیون مسئول محبوب نوري وايي، چي د تنکي ځوانانو د عمر ثابتوالي په خاطر باید دوی پاسپورټ یا الکترونیکي تذکره ولري.
د ده په وینا نن رحمان الله ولوبېدی او کوارټر فاینل ته ئې لاره پیدا کړه او دی هیله لري، چي نور وزنونه ئې هم ئښه لاسته راوړني ولري.
د یادوني وړ ده، چي په دې سیالیو لس وزنونه د (-۴۵) څخه تر مثبت (۷۸) کیلو پوري تکواندوکارانو مسابقې کوي.