خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

راشد او نبي د اصغر پر ایسته کولو غبرګون ښوولی

د اصغر ستانکزي پر ایسته کولو نبي او راشد غبرګون ښوولی دئ.
د افغانستان کرکټ بورډ په داسي حال کي اصغر ستانکزی د لوبډلمشرۍ یا کفتانۍ څخه ایسته کړی دئ، چي پینځوس آوریز نړیوال جام ته دوې میاشتي پاته دي.
د کرکټ بورډ د دې فیصلې په غبرګون کي راشد خان او محمدنبي پر ټويټر پوسټونه کړي او د کرکټ بورډ دا کار ئې غندلی، ځکه دوی وايي، چي اصغر ستانکزی یو تجربه کار کفتان او په نړیوال جام کي د هغه ساده لوبول به ملي لوبډلي ته سخته ضربه ورکي.
بل خوا بیا د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس فضلي د طلوع نیوز سره په مرکه کي ویلي، چي دوی غواړي نوي ځوانانو ته چانس ورکي او د میراث دا لړۍ په کرکټ بورډ کي ختمه کړي.
ده په خپلو خبرو کي راشد او نبي ته په اشاره هم و ویل، چي افغان ملي لوبډله بېله تاسو هم پر مختګ کولای سي او که چيري ضروروت سو، نو د اسټرالیا د وارنر په رقم بې د لوبډلي ایسته کړي.
د یادوني وړ ده، چي اصغر ستانکزی به په ملي لوبډله کي وي، خو پر ده د وخته وخته دا نیوکه کېدل، چي دی خپل قریبانو او دوستانو ته ډېر چانس ورکوي.