آرسینال ښه چانس بایلی
آرسینال ټاپ ۳ ته د تګ چانس بایلی.
د انګلستان په پرېمييرلیګ کي آرسینال پر ایورټن ۱ پر صفر لوبه بایلل، خو که چيري دوی دا لوبه ګټلې وای، نو تر ټوټینهام یوه نمره دمخه کېدل او درېیم مقام ته پورته کېدل.
د انګلستان د EPL په اول مقام کي لېورپول (۸۲)، دوهم مانچیسټرسیټي (۸۰)، درېیم ټوټینهام (۶۴) او په څلورم مقام کي آرسینال اوس (۶۳) نمرې لري، خو کې چيري دا لوبه ګټلې وای، نو (۶۶) نمرې بې درلودلای او چمپېنزلیګ ته د اتومات تګ ښه چانس بې درلودلای.
په دې لوبه کي د ایورټن له پاره په لسمه دقیقه کي (پیل جاګیلکا) یو ښه ګول ولګوی او لوبه ئې ۱ پر صفر د ایورټن په ګټه کړه، چي په داغه نتیجه د (۳۹۴۰۰) مینه والو په موجودیت کي خلاصه سوه.
د یادوني وړ ده، چي په پرېمییرلیګ کي (چېلسي) هم (۶۳) نمرې په پینځم مقام کي لري.