حیات الله حیات د سولي د خبرو په اړه وايي
حیات الله حیات: د سولي خبرو د جګړې کرښه نده سړه کړې.
کندهار چارواکي وايي چي د سولي خبرو د جګړې کرښه نده سړه کړې، خو د جګړې د غندولو په اړه ديني عالمانو د وروستيو فتوا وو له کبله ډېری مخالف جنګاليو تاوتریخوالۍ پرې ايښي دی.
کندهار والي دغه څرګندوني په هغه کنفرانس کي وکړې، چي ملي امنیت ۱۶ وسله وال طالبان تر نیولو وروسته رسنيو ته ښکاره کړه.
کندهار والي د جګړې وروستۍ خبره سوله ياده او پر طالبانو يې ږغ وکړ، چي له تاوتریخوالي لاس واخلي.
کندهار والي حیات الله حيات وايي، چي د سولي وروستيو خبرو د جګړې پر ارامېدو تاثیر ندی کړی او لا هم طالبان په ځينو سيمو کي پراخي حملې کوي.
د هغه په خبره چي دديني عالمانو د فتواو له کبله ډېری طالب جنګاليو له مخالفته لاس اخيتسی.
کندهار والي وايي چي دوی د تېرو اتو میاشتو راهيسي له طالب وسله والو سره اوبند اعلان کړی، چي مخالفين دا اصل نه عملي کوي.
کندهار والي حيات الله حيات هغه ۱۶ وسله وال طالبان هم رسنيو ته ښکاره کړل، چي په تېرو دوو اونيو کي د ملي امنيتت ځواکونو په ښار او ولسواليو کي نيولي.
حيات وايي، چي نيول سوو کسانو هدفي وژني او بريدونه تر سره کول.
له نیول سوو کسانو سره وسلې او مهمات هم نيول سوي دي.
که څه هم نیول سوو کسانو له رسنيو سره خبري ندي کړي، خو د ملي امنيت اداره وايي، چي دوی په خپلو جریمونو اعتراف کړی.
په تېره اونۍ کي افغان حکومت د خالد په نوم د پوځي عملياتو د شروع کېدو خبر ورکړ، که څه هم تر اوسه وسله والو طالبانو د خپلو عملياتو د شروع کېدو په اړه څه ندي ويلي، خو سياسي شنوونکی وايي، چي طالبان د تاریاکو د کښت ټولو وروسته ممکن عمليات پيل کړي.