خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

مجیب له نبي او راشد څخه لوبه وګټل

مجیب الرحمان د نبي او راشد څخه لوبه وګټل.
د مجیب الرحمان لوبډلي کینګز ایلېون پنجاب د راشد خان او محمدنبي د لوبډلي سنرایزرز حیدراباد سره لوبه درلودل، چي د (۶) ویکیټو په توپير د مجیب لوبډلي پنجاب وګټل، چي اوس پنجاب د کې کې آر او چینای سوپر کینګز سره مساوي (۸) نمرې لري، خو د نیټ رن رېټ پر اساس په درېیم مقام کي دي.
په دې لوبه کي اول بېټینګ د حیدراباد لوبغاړو وکی او په شل آوره کې د څلورو ویکیټو په بایللو سره پنجاب ته (۱۵۱) هدف ورکی.
د دوی په لوبغاړو کي (ډېویډ وارنر ۷۰) منډي وکړلې او د پنجاب په بالرانو کي (مجیب الرحمان، اشوین او محمد شامي) یو یو ویکیټ واخیستی.
کله چي د پنجاب لوبغاړي بېټینګ ته راغلل، نو ورکړل سوی هدف ئې د (۴) ویکیټو په بایللو سره ور پوره کئ او لوبه ئې د (۶) ویکیټو په توپير وګټل.
د دوی په لوبغاړو کي (لوکېش راهول ۷۱) منډي وکړلې او د حیدراباد په بالرانو کي (سندیپ شرما) دوه او راشد خان و (سیدارت کاول) یو یو ویکیټ واخیستی.
د یادوني وړ ده، چي د لوبي غوره لوبغاړی لوکېش راهول وټاکل سو.