خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

په IPL کي راجیستان رویالز د ممبی اینډيينز څخه لوبه وګټل.

د هند په پرېمييرلیګ کي (۲۷مه) لوبه د راجیستان او ممبی لوبډلو تر مینځ وه، چي د (۴) ویکیټو په توپير راجسیتان وګټل.
په لوبه کي اول بېټینګ ممبی لوبغاړو وکئ او په شل آوره کې د ۵ ویکیټو په بایللو سره راجیستان لوبغاړو ته (۱۸۸) هدف ورکئ.
د دوی په لوبغاړو کي (کوینټن ډیکوک ۸۱ او روحیت شرما ۴۷) منډي وکړلې.
کله چي د راجیستان لوبغاړي بېټینګ ته راغلل، نو ورکړل سوی هدف ئې د (۶) ویکیټو په بایللو ور پوره کئ او لوبه ئې د (۴) په توپير وګټل.
د دوی په لوبغاړو کي (جوس بټلر ۸۹) منډي وکړلې، نو ځکه د لوبي غوره لوبغاړی هم و ټاکل سو.
د یادوني وړ ده، چي راجیستان اوس د جدول په اووم کي (۴) او ممبی اینډیينز په درېیم مقام کي (۸) نمرې لري.