خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د هسپانيې په لالیګا کي اسپانیول د الاویز څخه لوبه وګټل.

د لالیګا په (۳۲مه) اونۍ کي اسپانیو د الاویز سره لوبه درولودل، چي ۲ پر ۱ اسپانیول وګټل.
دا لوبه چي د اسپانیو ل په کوربه توب د دوی په (RCDE) سټوډیوم کي وه، په (۱۹مه) دقیقه کي د اسپانیول (اډریا پیډروسا) یو ښه ګول الاویز ته ورکی او لوبه ئې ۱ پر صفر کړه.
اوله نیمایي په داغه نتیجه خلاصه سوه، خو د دوهمي نیمايي په دوهمه دقیقه کي د الاویز (ویکټور لاوګارډیا) یو ګول پر خپل ځان د دفاع په نیت ګول کئ او لوبه ئې ۲ پر صفر کړه.
تر ده وروسته په (۵مه) دقیقه کي د الاویز (جانتن کالیري) یو ګول اسپانیول ته ورکی او لوبه ئې ۲ پر ۱ کړه، چي په داغه نتیجه د اسپانیول په ګټه خلاصه سوه.
د یادوني وړ ده، چي الاویز اوس د لالیګا د جدول په اووم مقام کي (۴۵) او اسپانیول په لسم مقام کي (۴۱) نمرې لري.