د هند په IPL کي چلېنرز بېنګلور یو وار بیا لوبه بایلل او هند خپله لوبډله اعلان کړل.
په اينډيين پرېمييرلیګ کي (۳۱مه) لوبه د رویال چلېنجرز بېنګلور او ممبی اینډیينز تر مینځ وه، چي د ۵ ویکیټو په توپير ممبی اینډیينز په داسي حال کي وګټل، چي ډي ویلييرز (۷۵) منډي ورته وکړلې.
چلېنجرز بېنګلور تر دې مهاله په IPL کي اته لوبي کړي، چي د ویرات کهولي په مشري ئې یوه ګټلې ده او اووه ئې بایللي دي.
د کهولي پر دونه کمزوري مشرۍ سربېره بیا هم هند هغه د نړیوال جام له پاره د ملي لوبډلي کفتان ټاکلی او ده ته ئې دا مسئولیت سپارلی، چي هند ته پينځوس نړیوال جام ور وګټي.
د یادوني وړ ده، چي هند په خپله لوبډله کي د دهوني او کهولي تر څنګ (روحیت شرما، شیکهر دهون، ویجې شنکر، کیدر جاداو، هاردیک پانډیا، رویندره جدېجا، محمد شامي، کولدیپ یاداو، جسپریت بومراه، یوزویندره چاهال، بونېشور کمار، کې اېل راهول او دينېش کارتیک) اخیستي دي.