انګلستان د نړیوال جام له پاره خپل موقتي لیست اعلان کړ.
د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي تر هند، وېسټ اېنډيز، اسټرالیا، بنګله دېش او نیوزلېنډ وروسته خپل (۱۵) کسیزه موقتي لیست اعلان کړ.
دا چي نړیوال جام ته (۴۴) ورځي پاته دي، نو ټول هغه هیوادونه چي ملي لوبډلي ته وتلي خپل د لوبغاړو لیست اعلانوي، خو دا چي انګلستان ملي لوبډله د پاکستان سره تر نړیوال جام دمخه پینځوس آوریز سیریز لري، نو ځکه دوی خپل موقتي لوبغاړي اعلان کړل، خو تر سیریز وروسته به اصلي لیست اعلانوي.
د یادوني وړ ده، چي افغانستان به د نړیوال جام له پاره خپل د لوبغاړو لیست را روانه هفته اعلان کړي.