خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د افغانستان حكومتي اداره

ګل آغا احمدي وردګ

افغانستان د تاريخ په اوږدو كې ډول ډول حكومتي ادارې ليدلې او تجربه كړې دي خو په لنډه توګه ويلاى شو چې د پخواني پاچا ارواښاد اعلیحضرت محمد ظاهرشاه شاهي اداره او په هیواد کې د جمهوریت بنسټ ایښودونکي ولسمشر شهید سردار محمد داودخان جمهوري نظام د افغانستان نسبتا ښې او عصري ادارې ګڼل كيږي چې په خپل وخت يې د سیمې په کچه د ښې حکومت دارۍ معيارونه پوره كړي وو.

د ۱۳۵۷ د غويي كودتا، په هيواد باندې د پخواني شوري لښكرو يرغل او له هغه راورسته ناوړه پيښو او کورنیو جګړو د نورو مادي او معنوي ورانيو تر څنګ د افغانستان حكومتي اداره په بشپړه توګه ورانه او د داسې يوه حالت سره مخ كړه چې هر زړه سواند افغان یې د افسوس څخه په ډکو اوښکو بدرګه کوي.

د افغانستان اوسنۍ اداره د هغو ټولو پخوانيو ادارو  د افرادو او تشكيلاتو څخه يوه ګډه مجموعه بلل كيداى شي چې په تيرو څلويښتو كلونو يې حكومت كړى او يا هم په دې خاوره د حكومت كولو ادعا لري. داسې عجيب تشكيلات او افراد لري چې هر ليدونكى او څيړونكى يې په ليدو سره حيرانيږي په دې اداره كې د پخواني پا چا ارواښاد محمد ظاهر شاه  له  ادارې څخه  رانيولي بيا د ولسمشر كرزي صاحب تر راتګ پورې د ټولو ادارو ځینې افراد او تشكيلات وجود او شمولیت لري. نوې ادارې هم يو زيات شمير مامورين د مختلفو لارو څخه په هغه تشكيلاتو او افرادو ور اضافه كړي دی. یو زیات شمیر هغه كسان هم پكې شامل دي چې له بهرنيو هيوادونو څخه د سلاکارانو، كار پيژندونكو او متخصصينو په نوم راځي او د ځانګړو امتیازاتو له مخې د حکومتي ادارې په چوکاټ کې شاملیږی. نوموړې ادارې ته د هغو کسانو د شمولیت بهیر  هم را روان دی چې د اداري اصلاحاتو د كمیسيون له لارې پر مخ ځي. داسې ګمان هم کیږي چې یوه بله کته ګورۍ کسان بیا د شخصي، سیاسي، ژبنیو، سمتی، مذهبي، سلیقه یي،  واسطو  او داسې نورو لارو څخه هم د نوموړې ادارې په افرادو ور اضافه کیږي.  اوسنۍ اداره د داسې يوه بې پايانه دريا حيثيت لري چې سر او پاى يې په آسانۍ سره څوك نه شي معلومولى او د يوه نامعلوم راتلونكي په لوري ګامونه ږدي.

موږ غواړو چې د دې لیکنې په ترځ کې هغو مثبتو او منفي ټکو ته اشاره وکړو چې د افغانستان اوسنۍ حکومتي اداره ورڅخه برخمنه ده.

د اوسنۍ ادارې په اړه غوره ټكي:

  • د اداري اصلاحاتو او ریفورمونو لوري ته څه نا څه پاملرنه، که څه هم چې ډیر مثبته پایله پرې مرتبه نه ده
  • د هیواد په داخل او بهر کې د حكومتي مامورينو د روزنې په لاره کې ځینې عملي ګامونه تر سترګو کیږي
  • د ځينو حكومتي ادارو فزيكي او ظاهري حالت ښه شوی دی، فرنیچر یې پيدا کړی او ځینې ځینې یې په کمپیوټري وسایلو سمبالې دي.
  • په اداره کې موجود او له ادارې بهر له زياتو افغانانو سره د بيا آبادۍ د فكر غښتلي كيدل

ستونزې او ګواښونه:

د افغانستان اوسنۍ حكومتي اداره د يو لړ پرمختګونو سره سره لكه چې مخكې يې يادونه وشوه د يو زيات شمير ستونزو او ګواښونو سره مخ ده چې په دې ځاى كې يې په لنډه توګه يادونه ورته كيږي:

۱.تشكيلاتي انفلاسيون يا تورم، په دې مانا چې د افغانستان اوسنۍ اداره داسې  لوى او بې پايانه تشكيلات لري چې په هيڅ توګه د كاري پروسې سره اړخ نه لګوي او د مامورینو شمیره یې په هره څانګه کې له اړتیا پرته زیاته ده او داسې ګمان کیږي چې په ډیرو حکومتي دوایرو کې خو ځینې مامورین تر سهارني او مازدیګرني لاسلیک پرته حتی یو خط هم نه کش کوي خو د تنخوا، اضافه کارۍ او امتیازاتو په اخیستلو کې له ټولو څخه د مخه دي.

۲.د چارو د مخته بيول او د اشخاصو د ټاكنې په هكله د مصلحت بنسټ په نظر كې نيول

۳.واسطه يا د روابطو لومړيتوب په ضوابطو او قانون باندې

۴.د نوې تكنالوجۍ څخه د افغانستان د ادارې د زياترو مامورينو او افرادو نابلدي او ناسالمه ګټه اخیستنه

۵.په اداره كې بیکاره  وخت تيرول او حتی په بیځایه خبرو او مجلسونو د هغو کسانو د کار په مخ کې خنډونه اچول چې په رښتیا سره د ادارې د بهبود لپاره زیار باسي.

۶.په هيواد كې د انجوګانو موجوديت او له دولتي ادارې سره په داسې یوه  رقابت کې قرار لري چې انجوګانې خپلو کسانو ته نسبتا لوړ معاشونه ورکوي، د لایقو افرادو زیاته برخه یې خپلې خواته جلب کړې او د حکومت لپاره یې د خپلو مامورینو په مخکې د داسې بې ثباتۍ یو شکل رامنځته کړی دی چې هیڅوک په خپل حال باندې راضي نه دي او هره ګړۍ یې له اړوند دفتر څخه د تللو امکان شته دی. هره داخلي او بهرنۍ انجو د یوه ځانګړي حکومت، ځانګړو تشکیلاتو، خودمختارۍ، ځانګړي نظام او ځانګړې ادارې درلودونکې ده چې په خپلو مسایلو کې په بشپړه توګه واک لري او مشر یې د یوه وړوکي پاچا حیثیت د ځان لپاره خپل کړی او په هغو مرستو چلیږي چې نړیوال یې له افغانستان سره کوي.

۷.د اداري فساد پراختيا چې متاسفانه دغه شومه پدیده د ورځې په تیریدو سره مخ په وړاندې درومي او د مخنیوي لپاره یې که څه هم څه سطحي ګامونه پورته کیږي خو له حکومت سره بیړنی علاج نشته دی.

۸.د تدريجي پرمختګ نشتوالى او له علمي معيارونو څخه فاصله

۹.په هيواد كې سياسي پيښې او په دولتي اداره باندې د هغه ناوړه اغيزې

۱۰. په ځینو مواردو کې ګوندي، سيمه ايزو، قومي او مذهبي مسايلو ته په ملي مسايلو ترجيح وركول

۱۱. د نړیوال ستندرد نشتوالی، د پوهنیزې کچې ټیټوالی، د تنخواوو، مالي امكاناتو او مكافاتو كموالى

۱۲. په اداراتو کې اصلاحات داسې ګونګ حالت خپل کړی دی چې د پروسې په هکله یې خلک شک کوي.

۱۳. د بې ګټې  سياسي ډلو ټپلو ډيروالى او په دولتي اداره باندې دهغوی منفي اغيزې

۱۴. د قانون جوړولو د بهیر سستوالی، په سطحي مسایلو کې د ملت د استازو بوخت کیدل او د احتساب د پروسې کمزوتیا

۱۴. د مخدره موادو په کاروبار کې د ځینو حکومتي او دولتي چارواکو لاس او د افغانستان داقتصاد کمزورتیا

د ستونزو د حل لارې چارې:

  • ضروري ده چې د يوې معياري او غښتلې ادارې د جوړيدو په لوري ګړندي او ريښتني ګامونه كيښودل شي او داسې کاري کابینه په کار پيل وکړي چې زیاته پاملرنه یې د هیواد ریښتینې او هراړخیزه آبادي وي.
  • د دولتي ادارو په تشكيلاتو له سره عملي غور وشي او د اضافي مامورینو راتلونکی برخلیک دې په داسې توګه و ټاکل شي چې د خصوصي سکتور په چارو کې مصروف او د حکومتي اداراتو چارې ریښتینو کاري ګروپونو ته وسپارل شي.
  • په هيواد كې د كورنيو او بهرنيو انجوګانو د کار د سرحدونو ټاکل او هغو ستونزو ته ته د حل معقوله لاره وټاكله شي چې له دې اړخه د افغانستان حکومت ورسره مخ دی.
  • د دولت د مامورينو اداري او پوهنيز ظرفيت دې لوړ شي
  • د معاشونو او مكافاتو زياتوالى بايد په داسې ډول جوړ شي چې د عصر غوښتنو ته يې په سمه توګه ځواب ويلى وي. په دې لړ کې ضروري ده چې ريښتنیو، صادقو، زړه سواندو او مخلصو افرادو ته هڅوونکي امتیازات په نظر کې و نیول شي. همدارنګه هغه کسان په ریښتنې توګه مجازات شي چې له قانون څخه سرغړونه کوي او د حکومتي اداراتو د پرمختګ مخه یې ډب کړې وي.
  • د اداري فساد مخنيوى په كلكه، موثره او معقوله توګه
  • په ټولو امورو كې د قانون حاكميت او د واسطې تهديد له منځه بايد ولاړ شي
  • د ګوندي، سيمه ايزو، ژبنيو او مذهبي بنسټونو ته په ريښتنې توګه د پاى ټكى كيښودل شي
  • اداري تغييرات او بدلولونه بايد يوازې په ټيټ رتبه مامورينو نه بلكي بايد د حكومتي مامورينو په هره سطح كې پلي شي
  • د بيځايه مصلحتونو سياست ته په اداره كې د تل لپاره د پاى ټكى كيښودل شي او یوازې د اهلیت، وړتیا او پوهې په اساس په اداراتو کې د افرادو ټاکلو او پرمختګ ته لاره برابره شي.
  • د خصوصي سکتور په چوکاټ کې صنعتي او تجارتي چارو ته د هيواد په مركز او ولایتونو كې بايد وده وركړل شي څو يو زيات شمير علمي كدرونه وكولاى شي چې په هغه د جذب كيدو چانس تر لاسه كړي.
  • په ټول هیواد کې د ښاري کیدو د پروسې د عملي کولو په لاره کې ګړندي ګامونه واخیستل شي او هڅه دې وشي چې بریښنا او د انرژۍ نورې آسانتیاوې د ژوند د هراړخیزو سهولتونو سره ورته ورسول شي.
  • حکومت ته ضروري ده چې د ملي پخلاینې یو داسې پراخ کمپاین په لاره واچوي چې د هیواد ټول ناراضه اړخونه د ملي یووالي او د هیواد د آبادۍ له پروسې سره یو ځای کړي. البته دا کار چې په هر قیمت د حکومت لپاره تمامیږي باید سر ته یې ورسوي ځکه چې جګړې او جنجالونه د حل لاره نه ده. له بلې خوا یوازې د امن او سکون په فضا کې یو دولت او هیواد خپلې چارې په اغیزمنه توګه پرمخ بیولی شي.

د افغانستان حكومت او هر افغان مكلف دى چې د خپلې ادارې د سمون په لوري ګړندي

ګامونه پورته كړي او د خپل مسووليت له مخې په دغه نيكمرغه بهير كې ونډه واخلي كه خداى كول بيا به ډير ژر د افغانستان حكومتي اداره د معيار په لوري ولاړه شي او هغو ستونزو ته به يې مثبت ځواب موندلی وي چې ورته متوجه دي.

اخځلیک:

  1. د پانګې مجله دریمه ګڼه
  2. احمدي، ګل آغا، غوره حکومت داري