د هسپانیې په لالیګا کي ریال ماډریډ د بېنزیما په زور لوبه وګټل.
ریال ماډریډ د هسپانیې په لالیګا کي په خپل کورني سټوډیوم (سانټیاګو برنیباو) کي د اتلاتیک بیلباو سره لوبه درلودل، چي ۳ پر صفر ریال د مسلمان لوبغاړي کریم بېنزیما په هېټریک یا درې ګولونو سره وګټل.
په دې لوبه کي بېنزیما په (۴۷مه، ۷۶یمه او ۹۱یمه) دقیقه کي اتلاتیک ته ښه ګولونه ورکړل او لوبه ئې ریال د (۵۹۸۱۵) مینه والو په موجودیت کي ور وګټل.
په دې بریا سره ریال ماډریډ د لالیګا د جدول په درېیم مقام کي د (۶۴) نمرو په درلودلو سره پاته سو او آتلاتیک بیلباوو په اووم مقام کي په (۴۶) نمرو سره د ډيپورټیوو الاویز سره مساوي سول.