خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

میراجان همدم: د کندهار رسا ږغ

ښاغلی میراجان “همدم” دکندهار ولایت پنجوايي ولسوالۍ کي زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړي یې په کندهار ښار کي کړي او همدا مهال د پوهنتون محصل دئ. نوموړی ښه پوخ لیکوال، پروډیسکر او ژورنالیست دئ، چي همدا سفر یې د طالبانو د حکومت تر نسکورېدو وروسته په لومړنۍ خصوصي راډیو( افغان ازاده) راډیو کي پیل کړئ، د رسا ږغ او ښه خپرونو په وړاندي کولو سره یې ډېر ژر په کندهار کي زیات شمېر مینه وال پیدا کړل او همد دلته یې مختلفي دندي مخته یو وړې.

ښاغلی همدم وروسته د کندهار کلید راډیو سره کار پیل کړئ، چي ډېر ژر د کلید راډیو په نوښتګرو خبریالانو او خپروني جوړونکي بدل سو. دده ژورنالیستيکي او فرهنګي ژوند تر ۱۵ کلونو پوري رسیږي، چي د وړانګي راډیو، کندهار ملي راډیو او یوالي راډیو کي یې په خواږه اواز او ښه کیفیت زیات شمېر خپروني وړاندي کړي دي او له یادو ادارو څخه یې ګڼ شمېر ستاینلیکونه تر لاسه کړي دي.

ښاغلی همدم د ویبپاڼي د مسول وظیفه هم تر سره کړې ده، اوس مهال د (خیسور ویبپاڼي) د کاري ټیم یو فعاله او مخکښ غړی او د تېرو دریو کلنو راهیسي د (زما) راډیو مسول مدیر دئ.

د ښاغلي همدم ژوند دي اوږد، تاند، هڅاند، د خوښیو او بریالیتوبونو ډک وي.