خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

په افغانستان کي د نس ناستي ناروغي د پخوا په پرتله کمه سوې ده.

په افغانستان کي د نس ناستي ناروغي د پخوا په پرتله کمه سوې ده.
د عامي روغتیا وزارت ئې لامل د عامه پوهاوي ترڅنګ روغتیايي خدمتونو ته د خلګو لاسرسی بولي.
د یاد وزارت د معلوماتو پر اساس اوس مهال لا هم په هېواد کي هره ورځ نس ناسته ناروغي شاوخوا ۳۰ ماشومان وژني چي د تېري یوې لسیزي په پرتله ئې پنځوس فیصده کموالی کړی.
نس ناسته یوه مکروبي ناروغي ده، که یې پر وخت درملنه ونسي حتا په ساعتونو کي ناروغ لمنځه وړي، خو تر ډیره د حفظ الصحې مراعتول او په صابون د لاسونو پرېولل په دغه ناروغۍ د ماشومانو د اخته کېدو مخنیوی کوي.