د ثوور اوومه د افغانستان په تاریخ کي د بدبختۍ د نوي پړاو پیل وو.
د ثوور اوومه د افغانستان په تاریخ کي د بدبختۍ د نوي پړاو پیل وو.
د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور پر اوومه د خلق ډموکراټیک ګوند لخوا د افغانستان پر ولسمشر سردار محمد داود خان کودتا وکړه او هغه ئې د خپلي کورنۍ له غړو سره یو ځای وواژه.
د همهغي ورځي وروسته په هېواد کي جګړو زور واخیستی او پر مهال ئې ملیونونه افغانان شهیدان، زخمیان، معیوب او د هېواد پرېښوولو ته اړ سول.
د هغه فاجعې څلور لسیزي تیرېږي، لا هم د هغه بدمرغیو تاثیرات سته چي تر اوسه افغانستان د جنګ څخه بېغمه ورځ نه ده لېدلې.